|
له ټوکسوپلازموزس ناروغۍ څخه څه ډول ځان وژغورو؟ |
|
|
|
ډاکټر عطاءالله زيارمل
|
|
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۱۰ - مه |
|
په ځانګړي ډول د اميندوارۍ په دوران کې د ټوکسوپلازموزس له سرچينو څخه بايد مېرمنې ځان وژغوري ځکه چې دغه ناروغۍ د ماشومانود سقط ( اوچونکى يې هم بولي) يو څرګند لامل دى.
ټوکسوپلازموزس يوه انتاني ناروغي ده چې د ټوکسوپلازما ګاندي د پرازيټ په وسيله رامنځته کېږي. کله چې يو ناروغ دغه ناروغي تېره کړي ، بيا د تل لپاره معافيت تر لاسه کوي ياني بيا يې په عمر کې په دې ناروغي نه اخته کېږي.
خلک معمولاً په دغې ناروغي هغه وخت اخته کېږي چې ناولي ياني ددې ناروغي په پرازيټ ککړ خواړه وخوري ( د بېلګې په توګه کله چې په دې ناروغي د اخته څاروي غوښه سمه پخه نشي نو دې ته په پرازيټ ککړ خواړه ويلى شو) يا په دې ناروغي د اخته پيشو غايطه مواد د لاس په وسيله د کوټې يا انګړ له غولي څخه په لرې کولو سره هم انسان په دې ناروغي اخته کېدلى شي.
ډېرى ښځې د حمل اخيستلو څخه وړاندې د ټوکسوپلازموزس په ناروغي اخته وي خو معمولاً د ناروغي نښې نښانې ورکې نه ليدل کېږي. که يوه ښځه د حمل په دوران کې د ټوکسوپلازموزس په ناروغي اخته شي نو په ګېډه کې يې ماشوم هم په نوموړې ناروغي اخته کېږي. دغه ناروغي کولى شي چې د مور په ګېډه کې د ماشوم سترګې او دماغ له کاره وغورځوي.
له ټوکسوپلازما ګاندي څخه ځان ژغورل د مور په ګېډه کې د ماشوم د ژوند د ژغورلو لپاره ډېر مهم دي. که تاسو د ټوکسوپلازما ګاندي په وړاندې معافيت نه لرئ او يا نه پوهېږئ چې لرئ يې او کنه نو بيا تاسو کولى شئ چې د لاندې ټکو په عملي کولو سره خپل راتلونکى ماشوم له مرګونې ناروغي څخه وساتئ:
· د پيشو له غايطه موادو څخه ځان لرې وساتئ که هغه د کور پيشو وي او يا کومه بله صحرائي پيشو.
o که فرض کړو تاسو په کور کې پيشو ولرئ نو بيا تاسو د حمل ( اميندوارۍ) په دوران کې او هم د اميندواره کېدلو څخه دوه مياشتې وړاندې کوم بل تن مؤظف کړئ ترڅو د پيشو غايطه مواد پاک کړي. که له تاسو څخه پرته بل څوک نه وي چې دا کار وکړي نو بيا تاسو د پيشو د غايطه موادو د پاکولو په وخت کې دستکش په لاس کړئ او په مخ مو ماسک را کش کړئ او د غايطه موادو له پاکولو وروسته خپل لاسونه په پاکو اوبو ووينځئ.
o کله چې تاسو په باغ کې کار کوئ او يا له خاورو سره په تماس کې کېږئ نو ارومرو دستکش په لاس کړئ او د کار له تمامېدو وروسته خپل لاسونه په پاکو اوبو ووينځئ.
o ټول هغه خواړه چې ممکن د پشکو له غايطه موادو سره په تماس کې راغلي وي له ګټې اخيستنې وړاندې يې ووينځئ د بازاري ميوو او سبو (ترکاريو) په ګډون.
o دا تل د ځان عادت کړئ چې هغه ميز يا بل کوم شى چې امکان لري پيشو ورباندې تېره شوې وي ومينځئ.
· يواځې ښه پخه شوې يا په يخچال کې کنګل شوې غوښه وخورئ. وچه شوې غوښه مه خورئ. د تودوخې ډېره لوړه او ډېره ټيټه درجه کولى شي چې د ناروغي عامل ټوکسوپلازما ګاندي په غوښه کې له منځه يوسي.
· کله چې تاسو خامه غوښه ، د چرګانو غوښه ، د سمندري ژويو (حيواناتو) غوښه ، ميوه او ترکاري برابروئ نو له برابرولو وروسته خپل لاسونه او ټول هغه شيان چې د غوښې په وړولو او برابرولو کې مو ترې کار اخيستى ويې مينځئ.
که تاسو په لابراتوار کې معاينه کړې وي چې تاسو د ټوکسوپلازما ګاندي په وړاندې معافيت لرئ ( ياني چې پخوا مو دغه ناروغي تېره کړې او بيا په خپل عمر کې در باندې نه راځي) نو تاسو د حمل په دوران کې پورتني ټکي چې له ناروغي څخه د ژغورنې لپاره دي په پام کې مه نيسئ.
- پاى -
|