|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

سوزاک په نارينه و کې چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ډاکټر عطاالله زيارمل   
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د غويی ۱۵ - مه
 

که په ځان مو شک پيدا شو، چې سوزاک درته پيدا شوی نو له ډاکټر سره ووينئ سره ددې که نښې نښانې او اندېښنې مو له درملو پرته جوړې شوې. ميکروب ضد درمل معمولاً انتان له منځه وړي. ستاسو د ژوند ملګری بايد هم خپل ټسټونه ترسره کړي او د اړتيا پر وخت له درملنې لاندې ونيول شي که نښې نښانې هم ونلري. تر هغه وخته پورې د ژوند له ملګري سره جنسي اړيکې مه ټينګوئ ترڅو مو درملنه نه وي بشپړه کړې.


سوزاک څه شی دی؟

سوزاک يو ډول ميکروبي ناروغي ده، چې د ګونو کوکوس په نوم د يوې باکټريا په وسيله منځته راځي.


موږ څه ډول سوزاک کېږو؟

که موږ له داسې چا سره جنسي اړيکه ټينګه کړو، چې هغه په سوزاک باندې اخته وي نو موږ هم پرې اخته کېږو. سوزاک معمولاً هغه وخت را منځته کېږي، چې له کومې ښځې سره د مخې له لارې اړيکه ټينګه شي. همدا وجه ده، چې په نارينه و کې د سوزاک انتان احليل يا د تشو متيازو لارې ته انتقالېږي او په ناروغۍ يې اخته کوي.

که جنسي اړيکه له مخې څخه پرته له نورو لارو څخه ترسره شي نو هلته بيا ممکن نورو ځايونو ته هم انتان انتقال شي. خو پدې حالت کې له نارينه څخه انتقال کېدلی شي خو نارينه په دې حالت کې له پخواني حالت څخه نسبتاً خوندي دی.


د سوزاک نښې نښانې او اندېښنې کومې دي؟

  • د احليل يا د تشو متيازو د لارې التهاب (ګزکي) په نارينه و کې ددې انتان وصفي حالت دی. دغه التهابي حالت ۵ نه تر ۷ ورځو پورې په هغه نارينه کې را پيدا کېږي، چې په ناروغۍ اخته ښځې سره يې جنسي اړيکه ټينګه کړې وي. نښې نښانې او اندېښنې يې په لاندې ډول سره دي:
    • د نارينه له تناسلي الې څخه د زوو را وتل. دغه زوې ممکن ستاسو نېکر يا پرتوګ درته رنګ کړي.
    • کله چې تاسو تشې متيازې کوئ نو د سوي احساس کوئ نو ځکه يې سوزاک بولي.
    • په تناسلي اله کې دننه د خارښت احساس لرل يا داسې احساس لرل، چې بيا بيا تشو متيازو ته لاړ شئ.
    • که د تناسلي الې د سر په برخه کې سوري ته پام وګرځوو نو هغه سوربخون مالومېږي.

  • نورې اندېښنې. خارښت، درد، او که انتان په مقعد کې وي نو له مقعد څخه د زوو را وتل. که څوک دومر کرکې اخيستی وي او په خوله کې اړيکه ټينګه کړي نو بيا د ستوني د خوږو په څېر اندېښنې ناروغ ته پيدا کېږي. په ډېرو لږو ناروغانو کې داسې پېښېږي، چې انتان له احليل يا د تشو متيازو له لارې څخه پورته لورته حرکت وکړي او ځان پروسټاټ ته ورسوي او پروسټاټ په ناروغۍ اخته کړي. په نادره ډول داسې هم امکان لري پېښ شي، چې د انتان او التهاب له امله احليل تنګ شي.

په پورته شکل کې د انسان د بولي سيسټم غړي په رڼه ډول مالومېږي

  • د وينې د دوران له لارې هم په نادره توګه سره امکان لري، چې انتان يا ميکروب د بدن نورو برخو ته تيت شي.
  • له لسو ۱۰ ناروغانو څخه يوه ناروغ ته ممکن د ناروغۍ نښې نښانې او اندېښنې هيڅ را پيدا نشی.

د ناروغۍ نښې نښانې او اندېښنې ممکن د وخت په تېرېدلو سره پرته له درملنې څخه ښې شي. امکان لري دغه وخت تر شپږو مياشتو پورې وي او يا څو اونۍ وخت وي. کله چې ناروغ تر درملنې لاندې ونه نيول شي او ناروغۍ خپله ښه شي نو ممکن د ناروغۍ عامل ګونو کوکوس په احليل کې پاتې شي. همدا ده ، چې يواځې اندېښنې يې له منځه ځي.

همدا وجه ده، که د ناروغ نښې نښانې او اندېښنې له منځه تللې وي نو هغه ددې چانس لري، چې د جنسي اړيکې پر وخت بل تن ته د ناروغۍ ميکروب ور ولي نو په کار ده، چې د ناروغۍ درملنه وشي او په خپل سر جوړېدلو ته پرې نښودل شي.


آيا زه ټسټ ته اړتيا لرم؟

دا نورمال کار دی، چې کله د ناروغۍ په اړه درته شک پيدا شو نو بايد ټسټ ترسره شي سره ددې، چې نښې نښانې او اندېښنې يې هم له منځه تللې وي. ددې ټسټ لپاره امکان لري، د يورولوژي څانګې ته ور وپېژندل شې او هلته دې دغه ټسټ ترسره شي. تاسو پخپله هم روغتون ته تللی شئ او د تشو متيازو ټسټ مو کولی شئ.

د معاينې لپاره تشې متيازو کتل کېږي او په نورو حالتونو کې له مقعد او خولې څخه د خلي په وسيله مواد اخيستل کېږي او تر معايناتو لاندې نيول کېږي. کله مو چې دغه ټسټ کاوه نو د نورو زهروي ناروغيو لپاره هم ورته وواياست، چې ستاسو معاينه ترسره کړي.


د سوزاک درملنه څه ډول ده؟

د ميکروب ضد درملو لنډ کورس د ډېری سوزاک ناروغيو  لپاره بس دی او کولی شي ميکروب له منځه يوسي. د ميکروب ضد درملو په توصيه کېدلو کې امکان لري دې ته هم وکتل شي، چې تاسو کومه بله ميکروبي ستونزه لرئ او کنه. د بېلګې په توګه، په ۵ تنو د سوزاک په ناروغۍ اخته کسانو کې يو تن داسې هم وي، چې هغه د کلايميډيا په نوم به بلې باکټريا باندې هم اخته وي. دغه دواړه هم کېدلی شي، چې د ميکروب ضد درملو په لنډ کورس سره جوړ شي خو په درملنه کې بايد ورته پام وشي.


آيا د ژوند ملګری مو هم درملنې ته اړتيا لري؟

هوکې. هغه هم بايد د ميکروب لپاره ټسټ شي سره ددې، چې د ناروغۍ نښې نښانې ورکې ونه ليدل شي. که د ژوند د ملګري ټسټ منفي هم وي نو د ميکروب ضد درمل بايد ورته توصيه شي او دغه لنډ کورس وخوري. دا ځکه چې:

  • هغه باکټريا، چې ناروغي رامنځته کوي هغه هر وخت د جنسي اړيکې په ترڅ کې بل ته انتقالېږي. د باکټريا لپاره ټسټ کول بې ګټې نه دي. د ميکروب ضد درملو خوړلو سره ډاډ ترلاسه کېږي، چې هر ممکنه انتان له منځه لاړ شي.
  • ځينې ښځې، چې په سوزاک باندې اخته وي هغوی د ناروغۍ نښې نښانې او اندېښنې له ځانه نه ښيي. که هغوي همداسې له درملنې څخه پرته پاتې شي نو بيا ورته په راتلونکي کې ډېرې ستونزې پېښولی شي لکه د رحم التهاب يا ګزک او آن تردې عقامت يا شنډوالی ترې رامنځته شي.
  • که ستاسو د ژوند ملګری ميکروب ولري او درملنه يې ونشی نو انتان تاسو ته بېرته راځي.

که تاسو سوزاک ولري او تاسو ته يې کوم اندېښنه نه وي پيدا کړې نو امکان لري، چې له ډېر وخت وړاندې تاسو دغه ميکروب ولرئ. نو په دې حالت کې په کار ده، چې تر درې مياشتې وړاندې تاسو هرچا سره جنسي اړيکې ټينګې کړې وي د هغوي ټسټ ترسره کړي او هغوی بايد درمل وخوري.


د ناروغۍ تعقيبول:

تل ډاکټر غواړي پوه شي، چې درملو کار کړی کنه. نو دا بايد معمول شي، چې کله ناروغ درمل تمام کړي نو سمدم دې خپلې نښې نښانې او اندېښنې وګوري، چې ورسره جوړې شوي دي کنه. ځينې وخت دويم ځل ټسټ کولو ته اړتيا پېښېږي او داسې هم کېږي، چې ناروغۍ له لومړي ډول درملو سره ځواب نه وي ويلی نو په کار ده، چې درمل ورته بدل شي.

تر هغه وخته پورې، چې تاسو او د ژوند له ملګري مو درمل نه وي بشپړه کړي نو جنسي اړيکې سره ټينګه نه کړئ.


آيا د سوزاک مخه نيولی شو؟

د جنسي اړيکې په وخت کې، که هغه هر ډول وي د کانډوم يانې پوکڼۍ اچول له سوزاک او نورو جنسي زهروي ناروغيو څخه د مخنيوي په لاره کې ښه مرسته کولی شي. څومره، چې څوک د جنسي اړيکو لپاره ملګري زيات لري په هغوی کې د جنسي زهروي ناروغيو خطر او ګواښ هم هومره زيات وي.


لا زياته مرسته او مالومات:

که په ځان مو شک پيدا شو، چې سوزاک او يا جنسي زهروي ناروغۍ درته پيدا شوي نو له خپل معالج ډاکټر سره ووينئ او يا نژدې کلينيک يا روغتون ته لاړ شئ. په هر ډول چې کېږي نو د خپل ځان غم مو وخورئ ترڅو له دې کوچنۍ ستونزې څخه درته په راتلونکي کې لوی سرخوږی پيدا نشي.


ماخذونه:

  • National Guideline on the Diagnosis and Treatment of Gonorrhoea in Adults, British Association for Sexual Health & HIV (2005)
Urethritis - male, PRODIGY (2006)
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.