|
د ډاکټر زيارمل په قلم : د روژې روغتيائي ګټې |
|
|
|
ډاکټر عطاءالله زيارمل
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د وږی ۲۹ - مه |
|
په ساينسي ډګر کې ډېرې تودې خبرې سره تېرې و بېرې کېږي چې آيا روژه د روغتيا لپاره ګټوره ده که نه؟ روژه نيول د زياتو دينونو لپاره يو نه بېلېدونکى عمل دى چې په دې دينونو کې د اسلام سپېڅلى دين ، يهوديت او عيسويت دى. ځينې ناخبره خلک داسې فکر کوي چې روژه نيول يواځې په اسلام کې ده او دا نور دينونه ترې خلاص دي په حقيقت کې داسې نه ده ټول اسماني دينونه روژه لري. ډيرى خلک بيا په دې کې شکي دي چې آيا دغه روژه به بدن ته زياته ګټه رسوي که روح ته؟ سره ددې چې په هر يو دين کې يې ګټې يقيني دي. خو بل لور ته داسې کسان هم شته چې هغوى روژه نيول د انسان د بدن لپاره په زيان بولي. په دې ليکنه کې کوښښ شوى ترڅو د هغو کسانو پوښتنو ته ځواب وويل شي چې د روژې د زيان په هکله يې له ځان سره لري او دوي ته به څرګنده شي چې روژه څومره د انسان د بدن د روغتيا لپاره ګټه رسوي او انسان ورسره د ښه روغتيا څښتن کېږي.
په تخنيکي ډول ، روژه په لومړيو دولسو بيا ان تر څلورويشتو ساعتونو کې دننه پيل کېږي. په کيمياوي ډول ، روژه تر هغو پورې نه پيل کېږي ترڅو په بدن کې ذخيره شوي کاربوهايډريټ په انرژي توليدولو باندې پيل نه وي کړى. نو لکه چې پورته وويل شو د ذخيره شويو کاربوهايډريټو په کار اخيستنې سره روژه پيل کېږي او روژه همداسې دوام پيدا کوي ترهغه پورې چې په بدن کې ذخيره شوي کاربوهايډريټ او غوړ په انرژي باندې بدلېږي خو کله چې کاربوهايډريټ او غوړ تمام شي او پروټين په انرژي توليدولو باندې پيل وکړي نو بيا دې حالت ته روژه نه ويل کېږي ، دې ته سوى تغذي يا خوارځواکي وايي. سوى تغذيه يا خوارځواکي په خپله داسې حالت دى چې د ډول ډول ناروغيو لپاره زمينه برابروي او دغه حالت د صحى او بشپړو خوړو په خوړلو او اخيستلو سره پاى ته رسېږي.
که غواړو د روژې په ګټو باندې وغږېږو نو ښه به وي له دې وړاندې د يو داسې چا د بدن په انکشاف باندې رڼا واچو څوک چې له خوړو څخه محروم کړل شوي وي:
١) کله چې د انسان بدن ته خواړه ونه رسېږي نو بيا بدن له خپلو ذخيره شويو خوړو څخه کار اخيستنه پيل کوي چې دغه دنده د بدن د اوټولايزس (Autolysis) په نوم باندې يادېږي. که اوټولايزس په بل ډول سره تعريف کړو نو ويلى شو چې په بدن کې د ذخيره شويو غوړو تجزيه کېدلو ته وايي چې له تجريه شويو غوړو څخه انرژي په لاس راځي. د انسان په ګېډه کې ځيګر (ينه) دنده لري ترڅو ذخيره شوي غوړ په نورو کيمياوي توکيو باندې واړوي چې دغه نوي توکي د کيټون باډي په نوم سره يادېږي. کيټون باډي ياني څه ؟ اسيټو اسيټيک اسيد او بيټا هايډروکسي بيوټايريک اسيد ته کيټون باډي وايي. کله چې ځيګر خپله دنده ترسره کړي نو بيا لاسته راغلي کيټون باډي د وينې له لارې د بدن ټولو برخو ته رسېږي. له دې سره سم د وينې په جريان کې آزاد شحمي تيزابونه را پيدا کېږي او دغه آزاد شحمي تيزابونه د ځيګر په وسيله په انرژى بدلېږي. که يو څوک په لږه اندازه خواړه وخوري نو بدن يې په همغې اندازې سره له ذخيره شويو غوړو څخه ګټه اخلي او په کيټون باډيو يې بدلوي خو کله چې بيا دغه کيټون باډۍ په بدن کې په ډېره اندازه راټولې شي نو دې حالت ته کيټوزس (Ketosis) وايي.
٢) ډي ټوکسيفيکيشن (Detoxification) يو له هغو مهمو ګټو څخه دى چې د روژې پلويان ورته په لومړيو کې ګوته نيسي. دا د بدن هغه نورماله پروسه ده چې په ترڅ کې يې غټې کولمې ، ينه (ځيګر) ، پښتورګي ، سږي ، لمفاوي غدې او پوستکى نه پرېږدي چې ټوکسين او زهري مواد بدن ته سرايت وکړي ياني دغه پورتني غړي يې وړاندې تر دې چې بدن ته کوم زيان واړوي له منځه وړي او بې اغېزه کوي يې. روژه نيول همدا پروسه نوره ګړندۍ او تشديده کوي دا ځکه چې په روژه کې څوک خواړه نه خوري او لکه چې پورته ياد شول له ذخيره شويو غوړو څخه د بدن لپاره انرژي توليدوي. د لازياتو مالوماتو لپاره ويلى شو چې له يو پونډ ذخيره شويو غوړيو څخه ٣٥٠٠ کالوري انرژي لاسته راځي. دا دومره انژري ده چې که يو څوک د ورځې يو پوڼد غوړ په انرژۍ واړوي نو د يوې ورځې د نورماله کړو وړو لپاره يې ورته بسوالى کوي. دغه ذخيره شوي غوړ له کومه پيدا کېږي؟ کله چې انسان په زياته اندازه ګلوکوز او نور کاربوهايډريټ وخوري او د بدن له مصرف څخه ډېر وي نو بيا دغه مواد د غوړو په شکل سره د انسان په بدن کې ذخيره کېږي. (نو ځکه هغه څوک چې غواړي خپل وزن وبايلي نو ورته په کار ده چې له ګلوکوز او کاربوهايډريټو يا په بله مانا له ټولو خوږو څخه دې لاس ونيسي.) نو په روژه کې بدن له همدې ذخيره شويو خوړو څخه کار اخلي او په دې کار سره دا داسې مواد نه دي چې له پورته غړو څخه د بې زهره کېدو لپاره تېر شي. يو ډول کيمياوي زهري مواد چې د DDT په نوم باندې يادېږي هغه په خوړو کې نه پيدا کېږي خو خلک يې له چاپيريال څخه ترلاسه کوي او په ذخيره شويو غوړو کې ځانته ځاى پيدا کوي ياني په همدې غوړو کې پاتې کېږي. کله چې په روژه کې ذخيره شوي غوړ په انرژۍ باندې بدلېږي نو ورکې ذخيره شوي DDT هم بې ځاى کېږي او له بدن څخه بهر اطراح کېږي. ددې د ثبوت لپاره که د روژې په وخت کې د يو روژتي ادرار ، غايطه مواد او خولې تر مايکروسکوپ لاندې وکتل شي نو وبه ليدل شي چې په هغو کې همدا زهري توکى ياني DDT شته. ياني يواځې روژه ده چې ددې ډول زهري موادو په لرې کولو کې مرسته کوي.
٣) د روژې بله ګټه د بدن د رغېدلو او جوړېدلو پروسه ده چې د روژې په وسيله تشديدېږي. په روژه کې انرژي د هضمي کانال په وسيله نه مصرفېږي نو دغه مقدار انرژي د بدن ميټابوليزم او د بدن معافيتي سيسټم ته بېلېږي. ياني په عادي ورځو کې ډېره اندازه انرژي په دې باندې مصرفېږي ترڅو خواړه د هضمي سيسټم په وسيله هضم او کار اخيستنې ته چمتو شي نو که انسان روژه وي نو دغه مقدار انرژي په مصرف نه رسېږي او په ځاى يې په ميټابوليزم او معافيتي سيسټم کې ترې کار اخيستل کېږي. همدا وجه ده چې په روژه کې د بدن د بيارغاونې چارې (healing) يا يا التيام ښه چټکېږي ځکه چې بدن په دې وخت کې د انرژۍ سرچينو پسې په لټه کې وي. په دې لټه کې په بدن کې غيرنورمالې ودې ، تومورونه او تومورونو ته ورته جوړښتونه کوم چې له بدن سره پوره ټينګ تړاو نه لري په ګوته کېږي او د اوټولايزس لپاره چمتو کېږي.
برسېره پردې د پروټينونو جوړولو پروسه چې معمولاً د له منځه وړل شويو حجرو په ځاى د نويو حجرو د رامنځته کېدو لپاره ترسره کېږي په ډېره ښه توګه پرمخ ځي دا ځکه چې کله انسان روژه ساتلې وي نو DNA/RNA يې ، چې دغه د پروټينونو توليد دنده ترسره کوي ، د زياتې انرژۍ په ترلاسه کولو سره ډېر لږ له غلطيو او اشتباهاتو سره مخامخ کېږي. کله چې په ښه کيفيت او څرنګوالي سره د پروټينو د جوړولو (Protein Synthesis) پروسه بشپړه شي نو په پايله کې ښې روغې حجرې ، روغ نسجونه او غړي منځته راځي. نو همدا علت دى چې کله کوم حيوان ژوبل (ټپي) شي نو بيا څه نه خوري او انسان هم چې کله د انفلوينزا په ناروغۍ باندې اخته شي نو بيايې اشتها له منځه ځي. د معدې د التهاب ، ټانسلونو د التهاب او زکام پر وخت په زبات رسېدلې چې د انسان اشتها له منځه ځي او زړه يې خوړو ته نه کېږي. علت يې دادى چې هغه په دې وخت کې اړتيا لري ترڅو يې ناروغي جوړه يا التيام وکړي نو خوراک په طبيعي ډول درېږي. نو ويلى شو ، هغه څوک چې روژه نيسي هغه په قصدي ډول سره د هضمي سيسټم څخه انرژي د معافيتي سيسټم لورته اړوي او په دې ډول سره د بدن معافيتي سيسټم غښتلى کوي او بيا کولى شي چې په ناروغيو باندې برلاسى شي.
٤) له پورتنيو ګټو څخه برسېره د بدن د تودوخې درجه ټيټېږي. دا د بدن د ميټابوليزم د کچې د ټيټېدو او د بدن د عمومي دندو په مستقيمه نتيجه کې منځته راځي. ددې په تعقيب سره په وينه کې د ګلوکوز کچه ټيټېږي او په دې کار سره په ځيګر (ينه) کې ذخيره شوى ګلوکوز چې ګلايکوجن يې بولي وينې ته راوځي او انرژي توليدوي او هم د ګلوکوز کچه برابره ساتي. له بل لوري د بدن د ميټابوليزم قاعدوي کچه (Basal Metabolic Rate BMR) ددې لپاره را ټيټېږي چې په بدن کې له ذخيره شويو موادو څخه د ډېرې مودې لپاره ګټه واخيستلى شي. په روژه کې د ودې هورمون (Growth hormon) هم افرازېږي چې په دې افرازېدو سره د هورمون په توليد کې هم ښه ډېر اغيز رامنځته کېږي.
٥) په پاى کې ، د روژې ترټول ښه په ساينس باندې ثابت شوې ګټه داد چې د ژوند د اوږدېدو او ښه کېدو احساس منځته راوړي. ددې کار يوه برخه په تېرو ګټو کې روښانه شوې ده هغه داسې چې د ميټابوليزم د کچې ټيټېدل ، ښه باکيفيته پروټين توليدول ، يو ښه غښتلى معافيتى سيسټم لرل ، او د هورمونونو په توليد کې زياتوالى راتلل دا ټول په اوږده مهال کې ددې سبب ګرځې چې انسان ته د اوږده او ښه عمر د لرلو احساس ورکړي. له دې برسېره کله چې په روژه کې د ودې هورمون افرازېږي نو هغه هورمون د زړښت ضد اغيز له ځان سره لري. د يادونې وړه ده چې په روژه کې دغه هورمون په ښه کيفيت سره توليدېږي. يوه خبره چې ښه په زبات رسېدلى هغه داده چې: ( تي لرونکي ټول حيوانات چې انسان هم ورکې راځي ، د کم خوراک په کولو سره يې عمر زياتېږي خو نه دا چې له خوارځواکۍ يا سوى تغذى سره مخامخ شي.) د ځمکې چينجي باندې څېړنې ترسره شوي دي چې د روژې په وسيله يې عمر زيات شوى دى. (په بيولوژي کې د ځمکې چينجى ځکه ښه په تفصيل سره څېړي چې له انسان سره يې سيسټمونه ورته والى لري.) دغه څېړنې په ١٩٣٠ نولس سوه ديرشمو کلونوکې د ځمکې په چينجي باندې ترسره شوي دي په دې څېړنو کې يې يو چينجى را واخيسته او هغه يې په منظمه توګه له خوړو څخه منع کاوه او بيا به يې په منظمه توګه ورته خواړه ورکول لکه چې روژه يې ورباندې نيولې وي. په دې کار سره دغه ګوښي (تجريد) شوي چينجي د خپلو خپلوانو نژدې ١٩ نسله وليدل ، په داسې حال کې چې د بدن فزيولوژى يې ځوانو چينجيو ته پاتې کېده. چينجي ددې توان پيدا کړى و چې په خپلو نسجونو سره تر ورځو ورځو پورې ځان ژوندى وساتي. ياني په لومړي سر کې به يې له ذخيره شويو کاربوهايډريټونو او غوړو څخه کار اخيسته خو کله به چې د چينجي اوږدوالى په کمېدو پيل وکړ دا په دې مانا وه چې چينجى اوس له سوى تغذې سره مخامخ شوى او خپل پروټيني مواد د انرژۍ لپاره کاروي نو ساينس پوه به ورته په ښه توګه انرژي لرونکي خواړه ورکړل. که ددې چينجي عمر ته وکتل شي او بيا له انسان سره يې پرتله کړو نو په دې ډول سره د انسان عمر تر ٦٠٠ او ٧٠٠ کلونو پورې رسېږي.
په لنډه توګه داسې ويلى شو ، چې روژه نيول د انسان د روغتيا لپاره ډېرې زياتې ګټې لري چې ځينې يې دلته يادې شوې. زموږ بدن په خپله ټوکسين له ځانه لرې کوي هغه چې زموږ په ذخيره شويو غوړو کې ځاى نيسي او په کلونو کلونو په بدن کې پاتې کېږي. بدن په روژه کې په خپله ځان رغاوي (التيام کوي) او ټول خپل له منځه تللي غړي ترميموي. او په پاى کې څېړنو ښودلې چې په منظمه توګه روژه ساتل د انسان د عمر د زياتېدو سبب ګرځي. سره ددې ټولو مالوماتو بيا هم داسې ډاکټران پيدا کېږي چې خلک د ډېر زيات وخت لپاره له روژې نيولو څخه منع کوي. او بيا ځينې ډاکټران داسې هم دي چې د روژې په ګټو باندې هيڅ باور نه لري او روژه ټوله د روغتيا په زيان بولي . نو موږ او تاسې که په خپله فکر وکړو او په غور سره د ساينس اوسنۍ لاسته راوړنې له ذهن څخه تېرې او د پېړيو پېړيو وړاندې الهي حکم ته هم وګورو نو ضرور ده چې منلو ته به يې غاړه ږدو چې همدا د عقل د خاوندان کار دى او هغه څوک چې تل يې د الله تعالى خلقت ته په سرسري نظر کتلي وي بيا هغوي ارومرو د خپلې ناپوهۍ په کندو کې غورځي او د تل لپاره به همداسې سربداله پاتې وي.
- پاى -
|