|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د چاغوالي او د بدن د سلامتيا لپاره د پام وړ ټکي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ډاکټر عطاءالله زيارمل   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د تله ۱۹ - مه

په نړۍ کې او بيا په ځانګړي ډول په پرمختلليو هېوادونو کې اوس وخت د ډېرى خلکو لويه ستونزه داده چې چاغ شوي دي او دوي له دغې بلا څخه د خلاصون لپاره ډېر کوښښ او هڅه کوي خو لار ترې ورکه وي. زموږ په هېواد کې خو لا چاغوالى دومره زيات شوى نه دى چې د ستونزې په سترګه دې ورته وکتل شي. له دې سره سره پېغلې او ښځې ډېرې لېواله وي ترڅو خپل بدن په ښه تناسب کې وساتي نو دوي له چاغوالي څخه ډېره کرکه کوي او ترې وېرېږي. دادى په دې ليکنه کې هغو ټکو ته اشاره شوې چې دوى يې بايد په پام کې ونيسئ.

له چاغوالي څخه ځان ساتل په دې سره نشي چې له يوې مخې دې څوک له خوړو څخه خوله بنده کړي او يا دې له هر راز خوړو څخه خپله ګېډه ډکه کړي. د سالم او غښتلي ژوند راز په دې کې دى چې بايد ټول هغه توکي په خوړو کې واخيستل شي کوم چې بدن ورته اړتيا لري او له هغو توکيو او موادو څخه ډډه وشي چې بدن ته زيان رسوي.


د ښې پايلو د ترلاسه کولو لپاره لاندې (١١) ټکي د پام وړ دي:

١.   په خپل خوراک کې بايد تل سبزي ، ميوې ، غلې دانې او اوبلن خواړه ولري.

٢.  هغه کسان چې بدن يې چاغ دى هغوي بايد په خپل خوراک او څښاک کې تل کوښښ وکړي چې طبيعي تريو (تروش) شيان تر خولې کړي. په دې ډله کې د ليمو اوبه ، سرکه او نور تريوې (تروشې) ميوې او بوټي وکاروي.  

٣.   د زړه د بې حالۍ لپاره کولى شي چې يوه اندازه شات (عسل) ، تازه شنه مرچ  او زنجبيل په خپلو خوړو کې تر خولې کړي. په کار ده چې اوسپنه او طبيعي ب کمپليکس ويټامينونه هم وخوري.

٤.   پاتې شوي خواړه ، سړه شوې کنسروا ، د چرګ پوستکى او نور غوربېسن خواړه و نه خوري.

٥.   کله چې د چرګ يا د بل کوم حيوان غوښه د پخولو لپاره پاکوي نو بايد ارومرو ترې غدې او اضافه وازدې لرې کړي.

٦.    کوښښ وکړي چې له نباتي پروټينونو څخه ګټه پورته کړي. ياني په خپلو خوړو کې غوښه کمه کړي.

٧.   څومره چې کولى شي او امکان ولري ساړه څښاک لکه کوک کاکولا ، فانټا ، سپرائټ ، ډيو او داسې نور و نه څښي.

٨.   که غواړي چې چاغوالى يې له منځه ولاړ شي نو په خوراکي موادو کې په لومړي ګام کې له غوړو او بيا په دويم ګام کې دې له خوږو شيانو څخه په بشپړه توګه ډډه وکړي او که بدن يې متوازن وي نو بيا کولى شي چې په خپلو خوړو کې پورته دواړه توکي په خپله اندازه وخوري. ياني هر شى چې له خپلې کچې واوړي نو په زيان تمامېږي.

٩.   ډېرى چاى چې په بازارونو کې پيدا او پلورل کېږي هغه په خپل ترکيب کې مضر کيمياوي مواد لري چې بدن ته زيان رسوي. ددې لپاره چې موږ وکولى شو چاى وازمويو نو دا کار دومره ستونزمن نه دى. هغه داسې کېږي: که په يوه ګيلاس کې چاى واچوو او د نيم ساعت لپاره يې پرېږدو ، په کراره کراره به د چاى په سر باندې پوټکي پوټکي شيان را برسېره شي او بيا چې وګورو نو د ګيلاس د چايو رنګ به هم اوښتى وي. نو دا په دې مانا چې په دې چايو کې نور مواد ګډ دي چې د انسان بدن ته زيان پېښوي.

١٠.   د چايو په هکله به دومره زياته کړم چې شين چاى هم د چاغوالي په کمولو کې خپل اغېز لري. په څېړنو کې مالومه شوې ده چې شين چاى د سرطان ضد مواد هم په خپل ترکيب کې لري چې بايد په نظر کې يې ولرو.

١١.  ددې لپاره چې چاغوالى را کم شوى وي نو په کار ده چې د ورځې او يا هم د شپې له مخې په زياته اندازه فزيکي فعاليت ترسره شي ترڅو ذخيره شوي غوړ (شحم) په مصرف ورسېږي. څومره چې کېدلى شي هومره بايد کوښښ وکړو چې بدني روزنې (سپورټ) او يا هم يواځې پلي ګرځېدو ته وخت بېل کړو.
- پاى -

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.