|
جاپاني ډاکټرانو د سرطان ضد واکسين جوړ کړ |
|
|
|
سپوږمۍ هاشمي
|
|
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د تله ۱۱ - مه |
|
د جاپاني ډاکټرانو يوې ډلي ويلي چي دوی داسي واکسين جوړ کړی چي د سرطان ناروغۍ پرضد په بدن کي کار کوي. د دغه هېواد د ملي ټلويزيون د يوه خبر په اساس دغه واکسين د سرطان ناروغۍ په ۶۰ په سلو کي ناروغانو باندي تر آزمېيښت وروسته ښه اغېز درلودلی دی.
دغي ډلي د جاپان د اتو پوهنتونو په مرسته ۴۰ ډوله واکسين جوړ کړی دی او هغه يې د سرطان ناروغۍ په ۳۴ ناروغانو باندي زمېيلی دی. چي په پايله کي په ډېرو ناروغانو کي د سرطاني غدو پرمختګ ۶۰ په سلو کي کم شوی دی.
دا لومړی ځل دی چي په نړۍ کي د سرطان ناروغۍ ضد واکسين جوړېږي
|