|
انفلوينزا څه ډول ناروغۍ ده؟ |
|
|
|
د ډاکټر عطاءالله زيارمل ليکنه
|
|
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۰۸ - مه |
انفلوينزا د تنفسي لارو ناروغي ده چې د ويروسونو له کبله منځته راځي. که دغه ناروغۍ د تنفسي لارو له نورو ناروغيو سره پرتله کړو کومې چې د ويروسونو په وسيله منځته راځي لکه عادي رېزش نو ويلى شو چې انفلوينزا په کې معمولاً ډېره شديده ناروغۍ وي.
د انفلوينزا ناروغۍ لامل څه دى؟
د فلو (انفلوينزا) ويروسونه:
د انفلوينزا ويروسونه په درې ډوله دي: چې د B , A او C په نومونو سره يادېږي. لومړي دوه ډولونه يې د هر ژمي په موسم کې د تنفسي سيسټم د ناروغيو اپيډيمي رامنځته کوي چې زيات وخت د دغې ناروغۍ پېښې په روغتون کې د بستري کېدو او آن د مرګ تر پولې رسېږي. درېيم ډول يې بيا له لومړيو دوو ډولونو څخه توپير لري او دغه توپير يې د اهميت وړ دي. د C ډول يې د تنفسي سيسټم خفيفه ناروغي رامنځته کوي او يا خو بېخي اعراض نلري. دغه ډول ويروس د ناروغۍ اپيډيمي نه رامنځته کوي او که کله هم ناروغي رامنځته کړي بيا دومره له روغتيائي ستونزې سره نه وې ملګرې لکه د لومړيو دوو ويروسونو سره چې وي. ددې لپاره چې د انفلوينزا له امله د رامنځته شويو ستونزو اغېز را کم کړل شي نو ټولې هڅې د A او B ډول ويروسونو ته ځانګړې کېږي نو له همدې امله په دې بحث کې همدا دوه ډوله ويروسونه تر څېړنې لاندې نيول کېږي.
د انفلوينزا ويروسونه په دوامداره توګه د وخت په تېرېدو سره ځان بدلوي او معمولاً د موټيشن د لارې. دا چې په دوامداره توګه ويروس خپل ځان بدلوي نو د ميزبان د معافيتي سيسټم په وسيله تر بريد لاندې نشي راتلى همدا وجه ده چې ټول خلک د خپل ژوند په اوږدو کې د انفلوينزا د ويروس لپاره مساعد دي. دغه پروسه په لاندې ډول ترسره کېږي: يو تن چې د انفلوينزا د ويروس په وسيله منتن شي نو د هغه معافيتي سيسټم د ويروس په وړاندې انټي باډي جوړوي ، کله چې ويروس خپل ځان بدل کړي نو بيا هغه مخکېنۍ انټي باډي د ويروس دغه نوې بڼه نشي پېژندلى چې تر خپل ګورت لاندې يې راولي نو همغه ده چې د ويروس نوې بڼه انسان ناروغه وي. د يادونې وړ ده چې هغه پخوانۍ انټي باډي په قسمي يا نيمګړي ډول معافيت رامنځته کولى شي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کې د انفلوينزا درې مختلفې نوعې ګرځي را ګرځي: د A ډول دوې نوعې او د B ډول ويروس يوه نوعه. د A ډول ويروسونه بيا په خپلو کې په نورو فرعي ډولونو ويشل شوي دي چې دغه ويش يې د هيم اګلوټينين ( H) او نيروامينيډاز (N) پروټينونو له امله شوى دى نو له همدې امله اوس مهال د A ډول ويروسونه په دوه نوعو ويشل شوي ، يو ډول يې د A (H2N1) او بل ډول يې د A(H3N2) په نوم يادېږي.
د انفلوينزا A ډوله ويروسونه په دوه ډوله ځان بدلوي. يو ډول ځان بدلول يې داسي دي چې د وخت په تېرېدو سره ويروس د موټيشن له لارې په تدريجي ډول ځان بدل کړي. دې ډول بدلون ته انټي جينيک"drift." وايي. او دويم ډول بدلون يې داسې دى چې په يو ناڅاپي شکل د ويروس په پروټينونو (ياني هيم اګلوټينين او يا نيروامينيډاز) کې بدلون رامنځته کېږي او بيا په ټوله کې په ويروس کې بدلون راځي ، چې دې ډول بدلون ته انټي جينيک"shift." وايي. نو په A ډول ويروسونو کې دواړه ډوله "drift." او "shift." بدلونونه رامنځته کېږي خو په B ډول ويروس کې يواځې د "drift." بدلون منځته راځي.
د انفلوينزا اعراض کوم دي؟
د انفلوينزا ناروغۍ وصفي کلينيکي منظره په لاندې ډول ده:
· تبه ( معمولاً د تبې کچه په لويانو کې د ١٠٠ او ١٠٣ درجو د فارنهايډ پورې رسېږي خو په ماشومانو کې بيا له دې هم زياته وي)
· تنفسي اعراض يې په لاندې ډول وي:
o ټوخى ،
o د ستوني خوږ چې عام خلک يې د مرۍ خوږ بولي
o د پوزې بهېدل يا بندښت
· سر خوږى
· د عضلاتو خوږ (درد) ، او
· له ډېره حده زياته ستوماني
همدارنګه ځينې وخت د انفلوينزا له انتان سره زړه بدوالى ، کانګې او نس ناستى ملګرى وي ، په ځانګړي ډول په ماشومانو کې. ډېر کم ځله داسې پېښېږي چې د هضمي سيسټم اعراض دې په نورو اعراضو باندې متبارز وي. يوه اصطلاح کله نا کله استعمالېږي چې د هضمي سيسټم ناروغۍ ورباندې تشريح کېږي هغه "stomach flu" نومېږي چې بايد د انفلوينزا له اعراضو سره په غلطۍ وانه اخيستل شي. ځکه چې دغه ناروغي د نورو ميکروبونو په وسيله رامنځته کېږي.
ډېرى خلک د انفلوينزا له ناروغۍ څخه د ١ نه تر ٢ اونيو په موده کې بېخي روغېږي خو بيا په ځينو خلکو کې ډېر شديد ژوند ته ګواښ کونکي اختلاطات رامنځته کوي لکه نيومونيا. په منځني ډول په کال کې انفلوينزا ٢٠٠٠٠ تنه ناروغان له منځه وړي او له کبله يې له دې زيات شمېر په روغتون کې بستري کېږي. د انفلوينزا اختلاطات په هر ناروغ کې منځته راتللى شي ، عمر يې شرط نه دى . خو هغه ناروغان چې ډېر زيات زاړه وي او يا د روغتيا ځنډنۍ ستونزې لري نو په هغوي کې بيا د انفلوينزا اختلاطات په زياته کچه رامنځته کېږي نسبت ځوانانو او هغو کسانو ته چې روغتيائي وضعه يې ښه وي.
اخځ: emedicinehealth.com څخه په مننې
|