|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
توبا ندا ساپۍ   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۱۷ - مه
 ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه میرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې نعیمې غني دغه لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي. 

                                             دود

رنګینه یې له مور او وړو خویندو او ورونو سره یوځاې دواده په کور لکه ډله ورننوتله

موریې رنګینې ته لږ ورنیږدې سوه ،دواړو یو ځاې پرته له کومې مخکیني خبرتیا او

دایرې یې په بدلو پیل وکړ

په درنه میچڼ اوړه شی لاونګینه

په درنه میچڼ اوړه شی لاونګینه

دعیدګل غولی مې پرش(فرش)دی زیړګلونه

.دعیدګل سترګې چې په رنګینې او موریې ولګیدې ،نو په

خوشحالې یې روغبړ ورسره وکړ،اوهغه کوټه یې وروښدله چې نورې ښځې پکې

ناستې وې ،دناستو ښځوسره ترستړې مشې وروسته دواړه کښیناستې انجونوپه سندرو

پیل وکړه،ددایرې اواز درنګینې په زړه ډیر بد اثر کولو،دسندرې له هرې نارې سره

یې پخوني یادنه تازه کیدل ،عجب ګل او دهغه ځوانې یې ورپه یاد کیدل ،که هغه اوس

ژوندي وای نو ښایې چې دعیدګل نه مخ کې یې خپل واده کړې وای ،ځکه چې دهغه

کوژده هم دعیدګل نه مخکې سوې وه ،بیا یې هغه ورځ ور یاده سوه چې ددسمال له

وړلو وروسته دعجب ګل مور دهغوې کورته ددې لپاره ورغلې وه چې عجب ګل په

مسافرې ځې اوغواړې چې نن ستاسو کره راسې چې خدای په امانې درسره وکړې

اودوروستې ځل لپاره مو ووینې اوبیا چې دهغې پلار ځنګه په زغرده ځواب وکړې

 ؤ،چې داسې هیڅکله هم نه سې کیداې که غواړې چې داسې وسې  نور کلې ته دی

 ډوډي ورکړې ،اونیمایې ولوردی راکړی او خپله پښه دی راخلاصه کړی ،اوبیا

چې عجب ګل یې دمسافری نه مړ راوړې ؤ،له دې سره یې سترګې له اوښکو ډکې

سوې ،اوستونې یې ډک سو،خو وې نه ژړل اوځان یې غلط کړی ،انجونو لاهماغسې

سندره ویله په دی وخت کې دعید ګل مورکوټې ته راغله ،په هغې پسې عیدګل او

دوه کشروروڼه یې هم راننوتل ،اوله ښځوسره یې په ستړې مه شې پیل وکړل،رنګینه

او نورې نجونې هم پورته سوې ،اوستړې مسې یې ورسره وکړله .ځینې اجونو خو

دعیدګل اودهغه دوروڼو نه مخ هم پټ نه کړ،ځکه هغه یې خپل ګڼلو رنګینه ډیره

حیرانه وه ،لکه لومړي ځل یې چې لیدلې وې،چې یو ځوان هلک دې له کومې نجلې

سره ستړې مشې وکړې ځکه خو بیا په چورتونوکې ډوبه شوه ،او وریاد یې شول چې

کله یې چې دعجب ګل مړی راوړی ؤ نو دې مورته څومره زارې کړې وې ،چې هغې

ته اجازه ورکړی ،اوله ځانه سره یې دعجب ګل جنازې ته بوزې ،خو چې کله یې پلار

داخبره اوریدلې وه نو په قهر سره یې ویلې وه،زه دومره بی غیرته نه یم چې دواده مخکې

دې هغه کورته ورپریږدم ،زما پلاراونیکه انګریز نه دی تیر سوي،چې دهغوي په څیر شم

سترګې یې له اوښکو ډکې سوې اوله ځانه سره یې وویل ،داټول دهغه غم وهلی ولور دلاسه

وشو ،هماغه بد مرغه و چې ما عجب ګل په مرګ هم ونه شو لیدی ،که نه زموږ په رواج

کې خو له پردو سره هم مخه ښه اوهرکلي شته .

نعیمه غنی 
 

آغلې وږمه فضلي به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.

دغه راز آغلې. بصیره حمیدي او صالحه سروري به دټاکل شویو موضوعاتو په اړه لکچرونه وړاندې کړي.

دې غونډه ته دګویته انستیوت دکلتوري چارو مسوول محترم محمد ابراهیم هوتک هم رابلل شوی چې دمیرمن بهیر له خوا دماشومانولپاره دلیکل شویو کتابونودچاپ او نورو متقابلو ګډو همکاریو په اړه ورسره خبرې وشي.

دژورنالیزم دکورس په برخه کې استاد امیرجان وحید احمدزی دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.

په دې غونډه کې دځوانیمرګې خور سویتا میرزاده دمیرمن بهیرله خوا دقرآن عظیم الشان ختم او ځانګړې غونډه هم لرو.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت
                                 توبا ندا ساپۍ
        دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.