|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

پښتو تاریخي ناول «له سوداګرۍ تر سردارۍ» چاپ شو چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سیدعبدالله ولي زی   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۰۵ - مه
پخوا به مو چې کله ایراني ناولونه لوستل نو هغه ناول به مو خوښ کړ چې ډېر لنډ به وؤ او په پنډو ناولونو مو زړه نه پتنګوو، څو ورځې وړاندې یو ملګري یو پنډ کتاب را ته راکړ او راته یې وویل چې دا ډېر په زړه پوری ناول دی ویې لونه، چې کتل مې پښتو وؤ خو پڼدوالي یې ډېر ورخطا کړم چې څنګه به یې لونم؟ له ځانه سره مې واخیست کله مې چې پرانیست د تکړه شاعر او لیکوال صدیق پسرلي سریزه مې په ولیده په بيړه مې هغه ولوسته. په دغه سریزه کې زه پوه شوم چې دغه ناول څه دی، استاد دغه ناول په دومره ښه اندازه څېړلی وؤ چې زه د استاد سریزه د کتاب د ویلو کلۍ ګڼلی شم، د استاد د سریزې د ویلو وروسته مې ډېره لیوالتیا پیدا کړه چې دغه کتاب بشپړ ولونم. په زړه پورې خو داده چې استاد په دغه سریزه کې ډېر ښه نوښت کړی هغه دا چې استاد په سر کې لوستونکي ته وايي چې دغه ناول دومره ښېګڼې او دومره ستونزې لري،  دا طبیعي ده چې کله لوستونکی ښېګڼې په کې ډېرې ویني نو هغه یې لوستو ته ډېره لېوالتیا ښکاره کوي.

دغه ناول تکړه لیکوال او شاعر رمضان تراب طوطاخیل لیکلی چې نژدې ۷۵۲ مخونه لري، په متوسطه کاغذ کې چاپ شوی او محمد عمر منګل او محمد ایوب طوطاخیل یې مالي پړه په غاړه اخیستې ده. لیکوال دغه ناول د هغو افغان شازلمیو سپیڅلیو ارواؤ ته ډالۍ کړی چې مېړانې یې د تاریخ په پاڼو کې پټې پاتې شوي دي.

په کتاب تر پېژندنې وروسته ډالۍ پاڼه او د هغې وروسته مننلیک راغلی چې لیکوال د هغو کسانو څخه مننه کړې کومو چې د ده سره په دغه ناول لیکنه کې مرسته کړې ده.

د ناول متن د استاد پسرلي په سریزه پیل شوی چې استاد د دغه ناول ښېګڼې او ستونزې په ګوتو شمارلي اوهغه یې په ګوته کړي د استاد په اند دغه ناول ۱۶ ښېګڼې او ۴ ستونزې لري، د هېرولو د نه وي چې دغه سپړنه د مسلکیتوب له لحاظه شوې ده. استاد لیکي چې دغه لومړنی پښتو تاریخي ناول دی چې ژباړل شوی نه دی او نیغ په نیغه په پښتو او د پښتنو لپاره لیکل شوی. د استاد د سریزې وروسته د لیکوال خبرې دي چې د ناول په اړه یې لیکلي دي.

دغه یو تاریخي ناول دی چې د لوی احمدشاه بابا د تاریخي خوځښت د نکلونو او کیسې څخه یې سرچینه اخیستې ده. د ناول په ټولو مینه والو ځوانانو غږ کوم چې دغه ناول واخلی ویې لونئ، تاسو ته په ډېر په زړه پوری او د زده کړې ښه سرچینه وي.

په پای کې د دغه ناول د چاپېدو له کبله ټولو پښتنو، لیکوال او د ناول مینه والو ته مبارکي وایم، او له هغو کسانو څخه مننه کوم چې د دغه ناول په بشپړېدو او چاپېدو کې یې له لیکوالو سره مرسته کړې خدای د دوی او لیکوال ته لا نور هم وس ورکړي چې دغې خوارې پښتو ته نورې لاسته راوړنې هم ولري.

په درنښت
سیدعبدالله ولي زی
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.