|
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي اعلاميه |
|
|
|
مېنه وردګ
|
|
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د تله ۲۵ - مه |
د رسنيو د شکايتونو او د سرغړونو د څيړنې د کميسيون د ١٣٨٦ کال د تلې د مياشتې د٢٤ نيټې د سه شنبې د ورځې د پريکړې او زموږ له يو شمير هيوادوالو څخه د رارسيدلو شکايتونو له مخې د بهرنۍ سندرغاړې شکيرا کنسرت چې تيره شپه له طلوع تلويزيون څخه خپور شو د اساسي قانون او د رسنيو د قانون د حکمونو پر خلاف بلل کيږي .
درسنيو د سرغړونو او د شکايتونو د څيړنې کميسيون په خپلې پريکړه کې د طلوع ټلويزيون ته سپارښتنه کوي چې په راتلونکي کې له دغه شان سرغړونو څخه ډډه وکړي چې د عدلي تعقيب لاندې را نه شي .
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د رسنيو د اخلاقي او ټولنيز مسووليت له اصل سره جوخت د مطبوعاتو د ازادۍ د اصل په بيا يادونې سره دغه خپرونې چې د افغانستان د خلکو د معتقداتو پرخلاف دي په کلکه غندي او له ټولو نشراتي ارگانونو څخه غوښتنه کوي چې ددغه شان مبتذلو محتوياتو په خپرولو سره د افغانستان د ځوريدلو خلکو احساسات ژوبل نه کړي .
|