|
له ننگرهار څخه د (كمكي خيبر) مجله دويم كال لومړۍ ګڼه، پرلپسې شپږمه مهالنۍګڼه له چاپه راووته!
له ننگرهار څخه كمكي خيبرمجلې شپږمه ګڼه په ښکلي ډيزاين دادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د ښاغلي نجيب الله انورزوى په مشرى تازه له چاپه را ووتله . دغه مجله په ننګرهار كې د نجيب الله انورزوى په زيار چاپيږي ، چې د هيواد د بيلا بيلو ليکوالانو ادبي ،كلتوري او په زړه پورې مطالب پکې خپريږي . او په دغه ګڼه کې د سر ليكنې سربېره دغه مطالب خپاره شوي دي . ۱ _ د چكنور ملا صاحب په اړه يوه لويه مقاله ... ۲ _ هجري او هجران . ۳ _ كيسه او ژوند . ۴ _ په پښتو كې د ((ى _ ياګانو)) سمه كارونه . ۵ _ د شراب څښوونكي عذاب . ۶ _ فولكلور . ۷ _ د ننګرهار منظره . ۸ _ كمكى خيبر يو كلن شو . ۹ _ د افغانستان د لويو لارو تاريخچه . ۱۰ _ ته وايه ښۀ !!! او داسې نور ... . یادونه :- مينه وال دغه مجله د هیواد په ګوټ ګوټ کې ترلاسه کولاى شي . د يادونې وړ ده چې دوه كاله وړاندې د ښاغلي نجيب الله انور زوى په مشرۍ د كمكي خيبر مجله په خپلو ادبي ، كلتوري او ټولنيزو چارو پيل وكړ چې تر اوسه يې شپږ ګڼې د چاپ په ګاڼه پسوللي دي .
ښاغلي انورزوى ته اوږد عمر، تاند قلم د سپېڅلي خداى (ج) څخه غواړو .
|