|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

دغمشريکۍپيغام چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
حبيب اله غمخور   
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۸ - مه
سويډن   - مالمو
د۲۰۱۰زکال دفبروري اومه  

دا دغم له پاسه غم دۍ !

مشهورپښتون شاعر، لیکوال اوسياسي څيره اجمل خټک په حق رسيدلى

دپښتنو يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت  سرتير شاعر دابد لپاره له موږ نه جلاشو 
ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  دمشرتابه دخواشينۍ  پيغام

په ژوره  خواشینۍ سره مودډله ايزو رسنيوپه مټ  خبر تر لاسه کړ چي د ټولي پښتنخوا د پوهي او سياسی   ډگر ټولنيز اوسياسي  شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل  سوې څيره لوړاندی انقلابي شاعر اجمل خټک دروان ميلادي کال دفبروري په اومه د ۸۵ كالو په عمر دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله  په حق ورسېد اودابدی ژوند په لورزموږ نه دتل لپاره  وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون

دغم خبره خوداده چي له يوې خوا دپرديو اونابللو مېلمنواويادهغوي دلاسپوڅوپه ړندواوکڼو بم اوريو، راکټونو، ماينونواوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه پښتانه اودپښتنويوشمير سرغنه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي پښتانه اودسيمي ټول ولسونه  ئې په دې ابدي بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .

ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ،پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنودښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي . 

اجمل خټك دډير پخوانه د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې  مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل  په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خودافغانانو اوپه ځانگړې توگه پښتنولپاره  ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب  اوسياسي منلې شخصيت  اودرانه مېلمه په توگه پاته سو .

اجمل خټک دخپل اوږد، اندړ ګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره بياهم دخپل اولس درواحقوقو ،دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل سوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى .

هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي .

ارواښاداجمل خټک هر کال دپوښتونستان دجشن  په مراسيموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپوښتنو اوبلوڅود جشن دهغو مراسمومالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه اندازکي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو اوبلوڅوترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه دفاع ته متوجه کول او تل به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواوبلوڅوددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه .

دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي ،کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دقلم اوژبې په مټ داسي کارونه کړې چي هيرېدل ئي ناشوني دي .ځکه خوزموږ اودسيمي ټول خلک پدي باوري دي چي داجمل خټک په ابدي تگ سره به ترډيره بريده ددې تشې  ډکول دډير وخت لپاره ناشونې وي .

موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغه ټولنيز اوسياسی  شخصيت  د ملي ،سياسی  او فرهنگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  دافغانانواودسيمي دټولووطنپرسته اوبا احساسه اوسېدونکوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی اوهڅونکی خاطرې  په توگه پاته وي .

  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښااجمل خټک مړينه دهيوادوالواوټولوپښتنو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دارواښاد دعلاقمندانو،سياسي ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي .

دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم اجمل خټک کورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدی ،جنتونه دې نصيب سي . 
ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب 
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.