|
بې مزیو جال (Wireless Network ) |
|
|
|
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
|
|
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۰۸ - مه |
|
له تخنیکي پلوه خوداویی (بې مزیو جال) هر جال ته چې بې مزیو وي کارولی شو که هغه غږیږ جال وي لکه ګرځنده ټیلفونونه یا راډیوګانې چې دVoice Network په نوم یادیږې اوکه هغه انځوریز جال وي لکه نني دتلویزیونونو چینلونه اوداسې نور چې دVideo Network په نوم یادیږي اوکه هغه دخبرتوکیو دلیږ درالیږد جا ل وي چې دData Network په نوم یادیږي . له دغه ټولو بڼو تیریږو اوراځو هغه ډول ته چې مونږ یې په ورځني ژوند اوژواک کې ډیر کاروو.داډول جال دسیمیز بې مزیو جال (Wireless LAN )یا WLAN په نوم یادیږي په دغه ډول جال کې لکه دنورو بې مزیو جالونو په څیر ددخبرتوکیو دلیږدرالیږد لپاره دمزیو پر ځای دشعاع یا شعاعی څپو (Radio Waves ) څخه کار اخستل کیږي.
دبې مزیو جالونو کارځایونه :
دبې مزیو جالونو کارونه په لاندې ځایونوکې ډیر ګټور اواغیزمن ګڼل کیږي:
۱- په بوختو اوله خلکو ډکو ځایونو کې لکه خوړنځایونو،نندارتونو،هوایې ډګرونو اونورو کې دانتظار خونې اویا دهم دښه راغلاست یا مالوماتو په خونوکې .
۲- دهغو کارونکیو لپاره چې ډیر ګرځنده وي لکه په روغتون کې نرسان اوډاکټران اوداسې نور.
۳- په لرې پرتو ودانیو اوسیمو کې
۴- په داسې کار ځایونو یا دفترونو کې چې دودانیو فزیکي جوړښت یې په تکراري ډول بدلون مومي لکه پوځي جوړښتونه.
۵- په داسې تاریخي ځایونو کې چیرته چې دمزيو غځول دودانۍ تاریخي ارزښت راکموي اوزیان وراړوي نو باید له بې مزیو جال کار واخستل شي اوداسې نور.
دبې مزي جال ډولونه :
دټکنالوجې له اړخه بې مزیو جالونه په دریو کتګوریو ویشل کیږي .
۱- سیمیز جال (LAN)
۲- غځول شوی سیمیز جال (Extended LAN)
۳-Mobile Computing
په لمړي سر کې خوددغو کتګوریوترمنځ توپیر دخبر توکیو دلیږد رالیږد دشونتیاو په بنسټ تر سره کیږي په دې مانا چې سیمیز جال اوغځول شوی سیمیز جال دTransmitters او Receivers په نوم توکې کاروي اما Mobile Computing له ولسې خدماتو څخه لکه دنړی وال ټیلیفون اوپه کوردننه(هیوادني) ټیلیفوني خدماتو څخه کار اخلي .
سیمیز جالونه (LANs) :
دبې مزیو سیمیزوجالونو اومزي لرونکوسیمیزو جالونو ترمنځ دمزي نه بغیر ډیر زیات توپیر نه لیدل کیږي دواړه ډوله یو شان کار کوي یواځې خبره په دې کې ده چې خبر توکې دمزي په مټ لیږل کیږي اوکه په بې مزي ډول یانې دهوا په څپو په بې مزیو جال کې یو ځانګړی بې مزي دجال کار ډ(W.Network Card) له یوه Transceiver سره په هر کمپیوټر کې لګول کیږي اوکارونکي ددغوتوکیو په مټ له دغه کمپیوټر سره داسې نښلي یا اړیکه ټینګوي لکه هو به هو چې یې دمزي په مټ ټینګوي .
Access Point یا Transceiver:
Access Point چې Transceiver هم ورته ویل کیږي داتوکی خپلو شاوخوا کمپیوټرونو ته دسیګنال دلیږد رالیږد دنده په غاړه لري اوهمدارراز دبې مزیو جالونو اومزیو لرونکیو جالونو ترمنځ دخبر توکیو دلیږد رالیږد چاره هم تر سره کوي
تاسو کولای شی ددغوپورتنیو کمپیوټرونو ترمنځ اړیکه دهغه Access Point په مټ چې ددوی په منځ کې ایښودل شوی رامنځ ته کړی دیادونې وړ بولم چې WNIC(Wireless Network Card) دلپ ټاپ اوډیسکټاپ کمپیوټرونو لپاره بیل بیل دي لکه څنګه چې په پورتنی څیره کې وینی دډیسکټاپ وال له ځانه سره دیوه انتن درلودونکي دي چې دهغه په مټ سیګنال اخلي اولیږي . چې دغه ډول انتن لرونکي WNIC مونږ اوتاسو دډیسکټاپ کمپیوټرونو اوسرورونو لپاره کاروو.اولپ ټاپونه بیا بل ډول WNIC کاروي چې داډول انتن له ځانه سره نه لري اودPCMCIA NIC په نوم یادیږي چې داډول تاسو په پورتنۍ څیره کې دلپ ټاپ تر اړخ وینی.
مهمه خبره خوداده چې دAccess Point او WNICs په مټ خوتاسو کولای شی یوبې مزیو سیمیز جال جوړ کړی خوکه غواړی دغه بې مزیو سیمیز جال له بل یو مزي لرونکي سیمیز جال سره ونښلوی نوبیا تاسو یو دجال مزی له هغه مزي لرونکي سیمیز جال څخه راواخلی اودخپل Access Point په شاتنۍ برخه کې به یې RJ 45 ښځینه Connector سره ونښلوی اوس به ستاسو دبې مزیو سیمیز جال اوهغه بل مزيو لرونکي سیمیز جلا ترمنځ اړیکه ټینګه شي.
دخبر توکیو دلیږد رالیږ دلارې چارې (Transmission Techniques):
بې مزیو جالونه دخبرتوکیو دلیږد رالیږد لپاره څلور تخنیکه کاروي :
۱- Infrared Transmission
۲- Laser Transmission
۳- Narrowband(Single-frequency) Radio Transmission
۴- Spread-spectrum Radio Transmission
Infrared Transmission:
ټول هغه بې مزیو جالونه چې Infrared کاروي دکمپیوټرونویاونورو توکیو ترمنځ دخبر توکیو دلیږد رالیږد لپاره دInfrared دشعاع گانو څخه کاراخلي .داغونډال (سیستم) اړدی چې خوراپیاوړي اوغښتلي سیګنالونه تولید کړی ارامنځ ته کړی ترڅو دخبرتوکیو لیږد رالیږد په سمه توګه ترسره شي ځکه که چیرې پياوړي سیګنالونه تولید نه کړی نو خوار ځواکي سیګنالونو دبهر نیو مزاحمتونو تاب نه راوړي اوخبر توکي خپله بڼه له لاسه ورکوي دنمونې په توګه که سیګنال خوارځواکی وي هغه رڼا چې یوې خونې ته له کړکیو راځي هم دسیګنال دخرابیدو لامل ګرځي . اوس په کمپیوټري هټیو کې ډیر داسې پرنټرونه شته چې له دغې ټکنالوژي کار اخلي اودبې مزیو شبکو کارونکي ټول له یوه پرنټر څخه کار اخستی شي .هغه بې مزیو شبکې چې ددغې چارې (Infrared )څخه کار اخلي په لوړ میچ دسیګنالونو لیږد رالیږد کولای شي .ځکه چې Infraredټکنالوژي ښه لو ړBandwidth لري .داټکنالوژی په نورماله توګه د10Mbps په میچ دخبر توکیو لیږد رالیږد کولای شي
۲-Laser Transmission :
Laser ټکنالوژي دInfrared ټکنالوژي په څیر ده مګر Laser یو عمومي دLaser خپرولو کرښه لري چې هرکله دغه کرښه ماته شوه سیګنال ټولو کارونکو ته نه لیږل کیږي اوشبکه نا کارنده کیږي.
۳- Narrowband(Single-frequency) Radio Transmission:
داټکنالوژي هوبه هو لکه دیو ه راډیو Station څخه دسیګنال خپرول دي په دې توګه چې کارونکی خپله دسیګنال لیږونکي اله(Transmitter) اودسیګنال تر ګوتوکوونکي اله (Receiver) به یوه ځانګړې فریکونسي برابروي ترڅو دخبر توکیو دلیږ درالیږد جوګه شي .داډول ټکنالوژی دسیګنال دخپرولواوترګوتولو لپاره یوې عمومې کرښې ته لکه په Laser کې اړتیا نه لري ځکه چې ددغه ډول ټکنالوژی دسیګنال دخپرولو سیمه تر ۳۰۰۰ مترو یا ۹۸۴۲ Feet پورې ده ددغې ټکنالو ژې دخبرتوکیو دلیږد رالیږد میچ لږ ټیټ دی(4.8Mbps )
۴- Spread-spectrum Radio Transmission :
داټکنالوژي دسیګنال خپراوی په ډیرو فریکونسیانو کوي نه لکه Narrowband(single-frequency) چې په یوه فریکونسي به یې دسیګنال خپرول کول. په همدې دلیل هغه ستونزې چې په Narrowband کې شته وي دلته شتون نه لري .هغه فریکونسې چې دغه ټکنالوژي یې په واک کې لري په چینلونو ویشل کیږي چې هر چینل دHop په نوم یادیږي اوس نو په دغه ټکنالوژي کې Adapters له یوه ځانګړي هاپ سره دیوه ځانګړي وخت لپاره نه له یوي ځانګړی فریکونسي سره برابریږي اوپه دې ډول خپل کار پر مخ بیايې له یاده موونه وځې چې یو هاپ کې کیدای شي څو فریکونسیانې شتون ولري .وروسته ددغه هاپ دوخت له ختمیدو وروسته بل هاپ اوورپسې بل هاپ خپل کار پیلوي اوس کمپیوټرونه په داسې یوجال کې
Hop Timing سره Synchronize کیږي.
داډول ټکنالوژي له خپل ځان سره built-in Security لري مګر بیا دلاډیر امنیت دپاره دخبر توکیو لیږونکی اوترګوتوکونکی کولای شي خپل خبر توکې Encrypt کړي .
ددې ټکنالوژي په مټ کولای شویو ښه بې مزیو جال جوړکړو که چیرې دوه یا څو کمپیوټرونه ددغې ټکنالوژې په Adapters باندې سنبال وي او اوداسې یو OS هم ولري چې دشبکې وړتیاوي په ځان کې ولري کولای شو Peer-to-Peer جال جوړ کړو.ددغې ټکنالوژي ځینې برخې د4Mbps په میچ دخبرتوکیو دلیږدرالیږد وړتیا د3.22 کیلومترو په واټن له ځانه ښي.
غځول شوی سیمیز جال (Extended LAN)
لکه څنګه چې په سیمیز مزیوالو جالونو کې کولای شو دBridgeاوRepeater په مټ خپل سیمیز جالونه پراخ اوخپل دخبرتوکیو دلیږد رلیږد جریان غښتلی کړو چې دارتولویاExtension ویی ورته کاروو همداراز داکارپه بې مزیو سیمیزو جالونو کې هم کولای شو له داوړ Bridges څخه کارواخلو ترڅو خپل بې مزیو جالونه سره وغځووچې نن ورځ په کمپیوټري هټیو کې داسې بې مزیو Bridges شتون لری چې د۴.۸ کیلومترو په لرې واټن سره پراته بې مزیو جالونه هم سره نښلولی شي.
Multipoint Wireless Connectivity:
لکه څنګه چې په مزیو لرونکو شبکو کې Footbridge څو سیمیز مزیوال جالونه سره نښلوي هوبه هو
Wireless Bridge داسې یوه اله ده چې په ډیره اسانی سره مونږ ددې جوګه کوي چې دجال له لارې بې له دې چې مزي وکارووڅو ودانی یوله بل سره ونښلوو.لکه په دغه لاندې څیره کې وګوری دوادنیو دسره نښلولو لپاره Wireless Bridge کارول شوی.
ډیر ځله خوداسې کیږي چې ددوه ودانیو دسره نښلولو لپاره یواځې دوه Wireless Bridge کارول کیږي اودواړه ودانۍ سره نښلول کیږي اوس که چیرې ستا Wireless Bridge ددې جوګه نه وي چې تر ډیر لرې واټن پورې کاروکړی اوڅو ودانۍ سره ونښلوي نوبیااړیاست چې داسې Wireless Bridge چې ډیره سیمه تر پوښښ لاندې نیسي په کار واچوی چې داډول بې مزیو Bridges بیا د
Spread Spectrum Radio ټکنالوژې څخه کار اخلي. چې تر ۴۰ کلیومترو پورې هم کار کوي.
Mobile Computing:
داوړ ټکنالوژي بیا دولسې خدماتو په مټ تاسوته دبې مزیو جالونو خدمات برابروي لکه مثلا دولسې ټیلیفوني غونډال له لارې. داټکنالوژي دلاندنیو دریو نوروټکنالوژیو په کارولو سره تاسو ته خدمات برابروي:
۱- Packet-Radio Communication
۲- Cellular Networks
۳- Satellite Stations
ستاسو دکمپینو یا کارځایونو هغه کارکوونکي چې ګرځنده وي کولای شی دپورتنیو ټکنالوژیو څخه په ګټې کولای شی دخپلو لپ ټاپونو یا PDAs(Personal Digital Assistants) په مټ دخبر توکیو دلیږد رالیږد چارې تر سره کړي .ددغې ټکنالوژې دخبرتوکیو دلیږد رالیږد میچ که څه هم کم دی اوټیټ دی ولې ښه اوارام خدمت دی دخبر توکیو دلیږد رالیږد میچ په دغو ټکنالوژیو کې له 8kbpsڅخه تر 19.2Kbps پورې ګڼل شوی .هغه کارکوونکې چې له دغې ګرځنده ټکنالوژي کار اخلي په خپلو لپ ټاپونو کې د
Cellular-telephone ټکنالوژی په مټ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد لپاره ځانګړي Adapters لګوي.همداراز هغه کارونکی چې غواړی دRadio دانتنونو له لارې دخبر توکیو دلیږدرالیږد چارې تر سره کړي په خپلو لپ ټاپونو کې واړه انتنونه لګوي. اوهغه سټلایټونه چې ځمکې ته په لنډو مدارونو کې ځای په ځای دي دخپلو وړو کاسو له لارې دسیګنال لیږد رالیږد تر سره کوي.
|