|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

پلوري Solar هاديان اوس سولر چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
شاه زمان ميدانوال - توکرکی   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۶ - مه
تاسې به څه فکرکوئ ، چې له دې ليکنې به زماموخه څه وي او ولې به زه ددې ليکنې ليکلوته اړ وېستل شوی يم که ترپايه يې ولولئ ښايي داوسنيوجهاديانودمخالفې ډلې ( دولت ) يوغړی مې وګڼئ خو پام داسې فکرمه کوئ زه له دواړوډلوسره کوم پټ ياښکاره تړاونه لرم بلکې اکثره وخت داسې څه رامخ ته شي ، چې زوروي مې اوپرې خفه کېږم که يې دحل لاره ونه شم موندلای هغه دزړه خبرې قلم ته راباسم اويوڅوکرښې کاږم اوزړه مې څه ناڅه تشوم که څه کېږي يانه بس همدومره مې بس وي.
داچې څنګه جهاديان سولرSolar پلوري داهغه څه دي ، چې په خپلوسترګويې يوه مياشت دالړۍ په خپله سيمه کې په سترګو وينم اوزړه مې دردکوي داځکه ، چې زه هم داوسني جهاد دلارويانوسخت پلوی وم اوغوښتل به مې په ډلويې ورګډ شم خودژوندچارو راته ددې اجازه نه راکوله اوپاتې شوم خوبياهم هغوي به مې ځکه په زړه کې وه ، چې جهادکوي اودالله (ج) لپاره يې کوي نوبايدهغوي ته په زړونوکې ځای ورکړو.
دغوجهاديانو(طالبانويااسلامي حزب) له يوې مياشتې راپه دېخوادميدان وردګو ولايت دسره پله په سيمه کې ديوتن سوداګرله لمرينو(Solar) څخه ډکې دوه لارۍ له لارې وګرځولې دهغه ځای تيتمورنومې سيمه کې يې دڅو ورځولپاره پټې ساتلې وې اوبلاخره يې دځاي پرځاي کولولپاره دنوموړي ولايت دنرخ ولسوالۍ توکرک نومې سيمې ته ولېږدولې . هغه داوسنيوجهاديانولپاره خوندي سيمه ده نوموړي ځای کې يې ځای پرځای کړې او اوسمهال يې دپلورلړۍ روانه کړې ده هغه سولران ، چې اصلي قېمت يې ۲۰۰۰۰ افغانۍ ده جهاديان يې په خوراتخفيف سره په ۵۰۰۰ افغانۍ پلوري اودسوداګرۍ دالړۍ يې سخته ګرمه روانه ده . هلته ددې ولايت له لرې سيموڅخه دهغوي په پته توکرک ته ورځي اودغه سولران په ټيټه بيه اخلي .
بايدوويل شي ، چې ددې سوداګرۍ اصلي اودسر سړي دنرخ ولسوالۍ دده مسلم دسيمې يوتن نامتو مولوي ښاغلی عبدالرحمن دی اونورپه دې بهيرکې ښکېله ډله دتوکرک دسيمې ګڼ شمېرطالبان دي ، چې سولران دښاغلي ملاعبدالحق شوقي له کوره پلورل کېږي اوپيسې يې دتښتوونکې ډلې په جيبونوکې لوېږي.
زړه مې ځکه دردکوي ، چې له جهاده مې دې ډول خلکو خوابده کړه اوزړه مې نه غواړي ، چې دجهادکلمه واورم اوپردې مې دالله (ج) پروړاندې ځواب وي څه ؟
له ملامې ځکه زړه تورشوی ، چې اکثره اوسني ملايان دجهادپه سپېڅلي نامه داسې ناسم غيراسلامي ، دټولنې اواسلامي نظام سره مخالف کارونه سرته رسوي.
زه هغه واقعي اوسپېڅلومولويانوته په پوره باوراحترام لرم اوهڅه کوم هغوي په دې ليکنه کې راګډنه کړم اوسپين نوم يې تورنه کړم خوبايدووايم ، چې هغوي خوهم ددې لوټمارانولوټمارۍ ويني ولې يې مخه نه نيسي ؟؟؟؟
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.