|
کله چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او دغه يرغل يې په دې بانه وکړ چې په افغانستان کښې ترهګر روزل کيږي نو د دغه يرغل سره يې زموږ د هېواد ډېر بې ګناه او ملکي وګړي په ډېره بې رحمې تر خاور لاندې کړل او خپله دا جګړه يې چې اصلاً دايو (صليبى جنګ ) دى دوي ورته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزي نوم ورکړ . د دې پرځاى چې مسيحي روح او اروا پرې خوشحاله او ارامه وي. ځکه دوي خپله هم وايي چې د افغانستان او عراق جنګ دا يو صليبي او مسيحي جنګ دى .
د بريتانيې د لومړي وزير مرستيال دا خبرې په باربار کړي وي چې د عراق او افغانستان په جنګ کښې مو ځکه برخه واخسته چې موږ باور لرلو چې دا د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د مسحيت جنګ دى نو موږ ځکه په کښې برخه واخسته امريکايانو دا فکر کاوه او اوس يې هم کوي چې بايد د افغانستان هر ګوټ ګوټ ته د مسحيت درس ورسيږي تر څو د دغه هېواد سپيڅلي مسلمانان د اسلام له چوکاټه وباسي نو په دغه کار کښې د برياليتوب لپاره يې قسماقسم کارونه شروع کړل چې تراوسه هم دوام لري او د پخوا پر تله اوس ډېري شوى هم دي د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کښې دغو د اسلام دښمنانو د مسحيت درسونه شروع کړي دوي غواړي چې موږ ته د پلونو، سړکونو او کورونو د جوړولو په بدل کښې زمونږ ايمان واخلي او د اسلام له چوکاټ څخه مو وباسي . دغه شوم هدفي انسانان هيڅکله د مسلمانان دوستان کيدي نشي ځکه چې خپله الله (ج) فرمايلي چې دغه يهود به هيڅکله ستاسې دوستان نشي ترڅو چې تاسي د دوي په ملت نشي او يا هم د دوي د فايدي کار ونکړي ترهغې پورې به دوي ستاسي د فايدي کار ونکړي نو څرګنده خبره ده چې دغه وحشيان چې موږ ته سړکونه ، پلونه ، کورونه او زمونږ د ساده هېوادوالو په اصطلاح د بيارغوني کارونه کوي دا د دې معنى او مفهوم نه لري چې ګواکي دغه خلک زمونږ سره همدردي لري پر مونږ زړونه سوزوي او يا زمونږ دوستان دي . بلکي دا نه يواځې زمونږ دښمنان دي دا د هغه سپيڅلي او مبرا دين دښمنان هم دي په کوم دين چې رسول الله(ص) خپل غاښ مبارک شهيد کړي ؤ دوي دهغه دين دښمنان هم دي په کوم دين چې انبياؤ عليه السلام ، صحابه کرامو ، اولياؤ او ديني عالمانو خپل سرونه قربان کړي دي . دوي نه غواړي چې د اسلام دين پرمختګ وکړي دوي زمونږ په هېواد او په ګرده اسلامي نړۍ د حاکميت هدف لري دوي په ډېره ناوړه او شومو اهدافو په اسلامي نړۍ کښې خپل پوځونه ځاى پر ځاى کړي دي دوي د ترهګرۍ جګړۍ په نوم چې اصلاً يو صليبى او مسيحى جنګ بللى کيږي خپل مسحيت ته ترقۍ او پرمختګ ورکوي زمونږ عقيدې راخرابوي زمونږ دين ، قران ، کليمې ته او پيغمبرانو او د دين علماؤ ته په بيلابيلو لارو ضرورونه رسوي او نه غواړي چې نورو مسلمانان په نړۍ کښې سرلوړۍ ژوند تير کړي . دا د دوي هغه شوم اهداف دي چې دوي يې په عملي کولو کښې ډېر ګړندي دي او غواړي چې خپل دغه اهداف په ګرده اسلامي نړۍ کښې عملي کړي . نو افسوس زمونږ په حال ! افسوس زمونږ د وطن په حاکمانو! افسوس زمونږ پر مسلمانانو ! افسوس پر هغه چا چې ښه پوهيږي چې دا يو صليبي جنګ دى او دوي صرف او صرف د خپل مسحيت د دين د خپرولو لپاره راغلي مګر بيا هم د دوي ډول ته نڅاکوي او د يو څو ډالرو په مقابل کښې خپل دين او اخرت پري خرڅوي. افسوس په هغه هېواد او هېوادوالو ! چې ځانو ته مسلمانان وايي خپله خاوره دمسلمانانو سپيڅلي خاوره بولي مګر په ښکاره ډول پکښې د مسحيت درسونه ورکول کيږي په ښکاره ډول مسيحي ويب پاڼې د انټرنيټ له لاري د اسلامي هېوادو نه خپريږي په ښکاره ډول مسيحي تلويزيوني چينلونه پکښې خپريږي . نن زموږ په اسلامي هېواد کښې د ديني علماؤ په شمول د مجاهدينو صاحبانو په شمول په ښکاره زمونږ واړه واړه بچيان د عيسويت خواته کش کول کيږي او د افغانستان په ګڼو ولايتونو کښې خصوصاً په شمالي ولايتونو کښې د عيسويت مرکزونه او د عسويت د درسونو ځايونه دومره ګرم دي چې د حد څخه زيات چې په بيلابيلو لارو د دغه هېواد د سپيڅلو مسلمانانو عقيدي او ايماني قوت ورکموي او حتي داسلام له دين څخه يي اړوي دغه شوم هدفي انسانان زمونږ خواخوږي نه دي صرف د مسلمانانو او د اسلام د دين د ختميدلو لپاره يې خپل عسکر اسلامي هېوادونو ته استولي دي .د دوي واړه واړه ماشومان هم د اسلام او مسلمانانو پر ضد دي او هغه واړه ماشومان يي هم نه غواړي چې داسلام دين ترقۍ او پرمختګ وکړي او ياهم مسلمانان په ا رامه فضا کښې ژوند تير کړي . ما يو وخت د انګليسي يو رساله چې په هغي کښې د يوې ماشومي د سالګرى ذکر شوي ؤکتله ، ليکلي يې ؤ چې د ماشومى د سالګرى په موقع يي ډېر خپلوان له نيږدي او لري ځايونو څخه راغلي ؤ او په اخره کښې د يو څه سوغات په ډول هغي ماشومي ته يو څه پيسي راټولي شوي بيا هغي ماشومي دغه ټولي پيسي واخستي او د خلکو څخه په ډک مجلس کښې يې د پلار په لمن کښې واچولي او ورته يي وويل چې دا واخله اوپه هغه ځاي کښې ولګوه چې د اسلام اومسلمانانو په ضد وي . نو اى د نړۍ مسلمانانو ! تر څو به موږ غافل او ويده يو تر څو پورې به زموږ د دين او اسلام خلاف خلک خپل شوم هدفونه کاروي تر څوپورې به خلک زموږ د انبياؤ ، پيغمبرانو او ديني علماؤ سپکاوي کوي دغه مستبده انسانان کوشش کوي چې په کومه طريقه د مسلمانانو عقيدې او ذهنونه د اسلام د سپيڅلي دين څخه واړوي .نن زموږ په اسلامي هېوادونو کښې همدغو کفارو د مسلمانانو ترمنځ دومره اختلافات او د کرکې اورونه شيندلي دي چې يو مسلمان د بل مسلمان وينو ته تږى دى او مسلمانان يې په بيلابيلو ډلو وويشل . نو آيا دغه شوم هدفي انسانان په رښتيا زموږ دوستان دي ؟ آيا دوي رښتيا زموږ خواخوږي او همدرد دي ؟ آيا رښتيا د دوي داهدف دي چې مسلمانان نور په ارامه او باامنه فضا کښې زندګي وکړي؟ که څنګه ؟؟؟ WWW.Afghantv.com ليکوال : مياهدايت الله محمدى
|