|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

ويې خورئ چې ومونه خوري!!! چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ليکنه: نوراحمد عايل   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۱۵ - مه
د يوگانډا هېواد د کرنې وزير په يوه خبري ناسته کې خپلوټولو هېوادوالو ته وويل چې هر څومره ژر چې هر چېرې تمساح (کروکوډيل) وينئ حمله پرې کوئ او خورئ يې.
 
نوموړي داخبرې ددې لپاره وکړې چې تمساح گانې(کروکوډيل) ډېرى وخت ددې هېواد په خلکو حملې کوي او خوري يې.
 نو نوموړي هم ددې خطر د مخنيوي په پار خپلو هېوادوالو ته وويل مخکې له دې چې تمساح مو وخوري تاسې يې وخورئ چې په دې سره يې نسل کم شي او له خطر څخه يې په امن کې شو. 
ديوگانډا هېواد د ويکټوريا سيند غاړې ته ډېرې تمساح گانې راځي او ددې ساحل په کروندگرو اوکب نيونکو باندې حملې کوي،.چې له امله يې تېرې دوه اوونۍ يوازې په يوه ولايت کې شپږ کسان خوړلي وو.
ويل کېږي چې په دې ورستيو کالونوکې په يوگانډا کې تمساح (کروکوډيل) بېخي ډېر شوي دي چې د کرنې وزيريې  ډېر سخت په غصه کړى.
 ده په خبروکې وويل دا بېرحمه  کروکوډيل ښکار کړئ او غوښه يې وخورئ!ځکه دوى  په انسان رحم نه کوي او خوري يې نو انسانان هم حق لري چې په تمساح گانورحم ونه کړي او  په وژلو او خوړلو له هغو څخه غچ واخلي.

د کرنې د وزير د څرگندونو په غبرگون کې

د چاپېريال ساتنې پلويان د يوگانډا د کرنې د وزير په دې خبرو نيوکه کړې ده .
سام موانډا د يوگانډا د چاپېريال ساتنې دادارې مدير ويلي دي چې هر څوک په تمساح گانو حمله وکړي وبه يې نيسو او د زندان مېلمه به يې کړو.
په يوگانډا کې د وحشي حيواناتو ښکار او وژل منع دي.
موانډا زياته کړه دا چې خلک د تمساح گانو سيمې ته ورځي نو تمساح گانې مجبورې دي چې دوى وخوري.
د موانډا په نظر د کرنې د وزير خبرې احمقانه دي  اودا به ډېرې بدې پايلې ولري، ځکه ډېرى خلک د تمساح د ښکار کولو له چل سره بلد نه دي نو مخکې له دې چې په تمساح حمله وکړي تمساح به يې وخوري ،چې له امله به يې ډېر خلک ووژل شي.
تر اوسه پورې د تمساح گانو خوړل په يوگانډا کې ډېر دود نه دي.
د حرفه يي پخوونکو په اند د کروکوډيل غوښه که سره کړو او يا يې کباب کړو ډېره مزه کوي، او ډېر کم وازگه لري چې د مرغانو غوښې ته ورته ده.

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.