|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

هلمند ولایت او امنیتي ستونزې چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
انجینر عبدالحکیم   
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۰۷ - مه
په دی موخه نوموړي کنفرانس ته د افغانستان او په ځانګړی ډول، هلمند ولایت چی د افغانستان د بحرانی حالاتو د ثقل مرکز دی، او ولسی خلک هلته په دغه ستونزو کی بند پاتی دی، کړیږی او قربانی ورکوی، نو ښه خبره داده چی د هیواد په کچه یو داسی ملی کنفرانس جوړ کړو، چی ریښتونی او اساسی ستونزی په ګوته او د لندن کنفرانس برخوال وکولی شی څو ددغه ستونزو د حل لپاره اساسی، دقیق او اغیزمن ګامونه پورته کړی او د افغانستان اوسنی وضعه بهتره او ولس ته د بسیا ژوندانه لاره اواره شي. په دی اړه لاندی ټکی د پام وړ دی چی د ټولو پاملرنه ورته غواړم:

۱- دا چی د ۲۰۰۵ میلادی کال راپدیخوا د افغانستان وضع د ناامنی پر لور درومی، او لا هم  ورځ تر بلی جګړی زور اخلی او د ولسی خلکو ژوند ته ګواښونه لا پراخه کیږی او په دی برخه کی د دولت او نړیوالی ټولنی له خوا کاری او پر ځای اقدامات نه دی شوی، د افغان دولت او ولس ترمنځ فاصله رامنځته شوی او دولت د ولس پر وړاندی خپل باور بایللی دی، نو د دولت مخالفین د افغانستان د حکومت او د نړیوالی ټولنی له دغه کمزوریو نه ګټه کوی او تر ډیره ولس د کرزی تر اداری، د مخالفینو پریکنده واکمني غوره بولی، او دغه ټکی د افغانستان د ناامنی او بی ثباتی لوی لامل دی، مثلا: د سیمی خلک خپلی شخړی او دعوی پر حکومت نه د ‌مخالفنیو په محکمو  کی حل فصل کوی، ځکه ولس ته د مخالفینو پریکړه غوڅه او د شریعت سره سمه ښکاری.

البته دا ستونزه  د افغانستان په حکومت کی ده، چی زیاتی شرح ته یی اړتیا نشته.

۲- د بهرنیو ځواکونو د افغانستان له حکومت سره په نه همغږی، خپلسری عملیات، ړندی بمباری، د شپی له پلوه د خلکو پر کورونو د طالب او قاچاقچی په نامه یرغلونه، د ولسی خلکو او مخالفینو ترمنځ د دوی نه توپیر او ولس ته ځانی او مالی زیانونه وراړول او د ټولنی کلتور او مقدساتو ته نه درناوی او مکرر سپکاوي، ددی لامل شوي، چی د ولسی خلکو نفرت یی د نړیوالو ځواکونو پر وړاندی ډیر لوړ برید ته رسولی او په وسلوال مقاومت یی لاس پوری کړی او ولس له مخالفینو سره یو ځای کیږی، ښه په دا وی چی ددغه سپکاویو ځینی بیلګی مو مخی ته وړاندی کړم: .............................................. 
۳- د ۲۰۰۱م میلادی کال د سپتمبر د یوولسمی له پیښی وروسته امریکا او متحدینو یی د ‌طالبانو حکومت راوپرزاوه، د ولسواکی دا شعار چی هغه کسان چی په ډلوژنو تورن دی، د محاکمی میز ته به راکښل شی، خو له لږ مودی وروسته دغه جنایتکاران نه یوازی د محکمی میز ته راکش نه شول، بلکی مهم دولتی پوستونه هم ددوی په منګولو کی کښیوتل. او د وخت په تیریدو، په خپله نړیوالو ځواکونو د افغان په ډلوژونو لاس پوری کړ. همدغه لامل دی چی له دولت سره د دولت د مخالفینو د مذاکراتو پروسی ته لوی خنډ جوړوی. تراوسه ولس ته دا پوښتنه لاځوابه ده چی د طالب، یا د سهوی او تیروتنی په نوم بمباری یا له بمبار وروسته د معذرت غوښتنی په نوم د خلکو غولولو، ددوی پر ماموریت له حده زیات شکونه راولاړ کړی دی. دا چی د امریکا ولسمشر اوباما او جنرال مک کر یستل خپله نوی ستراتیژی اعلان کړه او دی ته پکی لومړیتوب ورکړل شوی وو چی د افغانانو ژوند ته به پکی له حده زیات پام کیږی. خو ولس وینی چی دا هسی خبری وی او تر هغه وروسته هم د کندوز په چاردره، کنړ او باباجی او ګرمسیر ولسوالیو کی په بزګرانو او ولسی خلکو او لاریونکوونکو بمباری هغه نمونی دی چی دغه ستراتیژی ته یی د هیڅ رنګ ورکړ. او ولس وژنه لاهم ښه په خرپ روانه ده.

۴- بیکاری په نورو ستونزو سربیره، په دغه ولایت کی د ټولو ستونزو مور بللی شو، دولت او نړیواله ټولنه داسی کاری پلانونه نه لری چی د هغه له مخی، بیکارانو ته مصروفیتونه وموندل شی، څو د خپلو کورنیو لپاره ورځنی امکانات برابر کړی. ددولت مخالفین له همدی موکی نه استفاده کوی او دغه ځوانان خپلو لیکو ته استخداموی او د ولس او دولت پر وړاندی یی کاروی. که څه هم د بیکاری په ناروغی باندی ټول هیواد اخته دی خو هلمندي ولس ته له دغه لوری بیحده زیات زیانونه وراوښتی دی. که ځینی کسان ددولت له لوری په امنیتی ارګانونو یا نورو پستونو کی جذب شوی دی، خو کمزوری مدیریت بیا بله هغه ستونزه ده چی د هلمندی ولس منافع یی د شخصی هغو نه قربانی کړی دی. مسلکی توب نشته او هر څه د اشخاصو په ګټه راڅرخی. یوه لنډه بیلګه یی درته ویلی شم چی تیره ورځ...................... 

۵- د پوهنی او معارف په برخه کی هم بی شمیره ستونزی دی، چی ناامنی یی نوره هم تازه کړی ده، په ښوونځیو کی د منظم دسپلین او د مسلکی ښوونکو نه شتون، د ښوونځیو تړل او یا د دولت د مخالفنیو له لوری د هغه په بشپړه توګه سوزول، ددی لامل شوی چی ځوانان بی لاری شی او د مسوولیت احساس یی مړ او ناوړه کارونو ته لاس کړی لکه، په نشه یی توکو روږدی توب او نور چی وروسته بیا د ځینو نورو ملګرو سره د حکومتی ځایی پولیسو په ملتیا، ورته د نورو ناوړه کارونه لاره اواریږی او یا هم ځینی یی د مخالفینو لیکو ته جذبیږی چی دا هم د امنیت پر وړاندی لویه ننګونه ده.

باید د افغانستان حکومت د هیواد د ټولو ځوانانو په ځانګړی توګه د هلمندی ځوانانو د تعلیم او تحصیل لپاره چی د بشریت غوښتنه هم ده، زمینه اواره کړی څو په دی برخه کی یو ښه پیاوړی هیواد ولرو. 

حل لاری او وړاندیزونه: 

۱- سوله او له مخالفینو سره مذاکرات که په هره بیه وی، باید دولت ځان ورته د زړه له تله چمتو او دغه موخی ته ځان ورسوی، چی په ټول هیواد کی دغه ستونزه د سرطان ناروغی په شان سرایت کوی او د هر څه پر وړاندی یی لوی چلنج رامنځته کړی دی. ددولت مخالفین هم ددغه هیواد بچیان او ددغه هیواد د ضرورتونو پراساس به دوی هم وړاندیزونه او غوښتنی لری چی باید په دی اړه د صادقانه تفاهم لاره اواره شی. که څه ځینی داخلی نامطلوبه کړۍ ددغه پروسی په مخ کی خنډونه راولاړوی او اوبه خړوی خو هیله من یو چی د هیواد ملی منافع تر شخصی غوره او لوړ وبلل شی. وایی ځمکه هغه سوزی چی اور پر بل وی، نو د سولی د نه شتون له امله تر بل هر چا هلمندی ولس زیاته قربانی ورکړی ده.

۲- بهرنیان د امنیت راوستو او د مخالفینو د ځپلو لپاره د شپی لخوا ړندی بمباری کوی، خو عملا وینو چی د امنیت راوستو په برخه کی تر ټولو ناکامه لاره همدغه ده او ورځ تر بلی د نااامنیو لمن پراخیژی.

ولس ځان په انزوا کی وینی، نهیلي کیژی او یوازی وسله وال پاڅون ته لاره کوی. عکس العمل یی په ولس کی منفی دی او موږ یی د کلکو بندیدو غوښتنه کوو او دوی ته ډاډ ورکوو چی تر مخالفینو ولس زیات او ډیر پکی له منځه تللی او وژل شوی دی.

۳- په هلمند ولایت کی د وړ، سالمی او متخصصی اداری رامنځته کول هم د هلمند د ستونزو د حل کلي او د دوی له اساسی غوښتنو نه یوه ده. په پاسنیو صفاتو د اداری چارواکو نه شتون هغه څه دی چی د هلمند ملی او ولسی منافع یی له ګواښ سره مخ کړی دی، په دی اړه د مرکزی حکومت پاملرنه تر هر څه زیاته مهمه او اړینه ده.

 له ټولو مننه
بریالی اوسی
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.