|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

هرڅوک دي ئې ولولي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
مؤمن موحد   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۲۹ - مه
په پښتوويب پاڼوکي مي  يومضمون ولوست چي سرليک ئې داسي وو{يوازي حزب اسلامي اوافغان ملت دې ولولي}

غواړم ددرنوپښتنولوستونکوتوجه يوې خبري ته واړوم  هغه داچي نوموړی ليکوال
 قومي تعصب ته بلنه ورکوي  اوغوښتنل ئې چي زموږزورېدلی اوکړېدلی اولس دقومي تعصب په لمبوکي هم وسوځوي،زه ښاغلي سحراوټولودرنولوستونکوته  دمسلمان اوافغان په صفت دادعوت ورکوم چي تاسوبايدخپله دوستي اودښمني داسلام لپاره وکړئ نه دقوم اوډلي لپاره ځکه دمسلمان لپاره بايدددوستئ اودښمنئ معياراسلام وي نه بل څه .
په دې هکله غواړم نبوي ارشادات درته وليکم ترڅودې طرفته دي ديوه مسلمان په حيث توجه جلب کړم
عن جبيربن مطعم ان رسول الله صلی الله عليه وسلم  قال:ليس منامن دعاالی عصبية وليس منامن قاتل عصبية وليس منامن مات علی عصبية (رواه ابوداؤد)
له جبيربن مطعم رضی الله عنه  روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:
هغه څوک زموږله ډلي نه دی چي قوم پرستئ  ته خلګ بولي،هغه څوک زموږله ډلي نه دی چي دقوم پرستئ لپاره جنګ کوي اوهغه څوک زموږله ډلي نه دی چي په قوم پرستئ  باندي مړشي .
په دې حديث کي ډېرلوی وعيددی هغه چاته چي دقوم پرستئ طرفته بلنه ورکوي اوپه دې هکله ليکني کوي .
په يوه حديث کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  صحابۀ کراموته وفرمايل:دعوها فانهامنتنة(الحديث)
داقوم پرستي پرېږدئ ځکه دابدبويه ده .
لکه څنګه چي په دې مبارک حدیث کي راغلي دي دقوم پرستی بدبويې ډېره بده ده خويوازي دسالم فکرخاوندان ورباندي پوهيږي،زموږاولس نورلږزورېدلی دی چي اوس په دې لمبوکي هم يوواربياوسوځي .
نوبايدافغان اولس دهغه چاملګرتياوکړي چي هغه اسلام ته متعهدوي اودمسلمانانواوپه ځانګړي ډول دافغانانوپه دردځورېږي اوداسلام غم اوفکرهم ورسره وي که هغه هرڅوک وي .
ديادوني وړده چي قوم اوژبه دايوازي دتعارف اوپېژندنه لپاره ده لکه څنګه چي الله جل جلاله  په خپل مقدس کتاب کي فرمائلي دي{وجعلناکم شعوباوقبائلالتعارفوا(الحجرات)تاسوموډلي اوقبيلي ګرزولي ياست ددې لپاره چي سره وپېژنئ .
نودقوم اوژبي مقصددانه دی چي قومي دُښمنئ راپورته کړل شي نوزه دې دواړووروڼوته بلنه ورکوم چي داسي ليکنه وکړئ چي هغه تاسوته فائده ولري اودګناه سبب نوي .
دافغان ملت په هکله به دومره ووايم چي ددې ګوندعقائداوافکارديوې اسلامي ټولني له عقائدواوافکاروسره سمون نه خوري،ددوی نظريې داسي دی چي بايدهرمسملمان ورسره کلک مخالفت وکړي ځکه دوی اسلام ته متعهدنه دي.اودحزب اسلامي په هکله چي ترکومه زه معلومات اوتعلق ورسره لرم نودايوجهادي اواسلامي حزب دی چي اسلام ته ترهرشي لومړيتوب ورکوي،نودافغان ملت سره ددوی يوځای کېدل داوراواوبويوځای کول دي چي ډېرمهال دي،يوازي په هغه صورت کي ئې يوځای کېدل شوني دي چي ياافغان ملت خپل غلط افکاراوعقائدپرېږدي اوياحزب اسلامي خپله اسلامي اوجهادي تګلاره پرېږډي له دې پرته مشکل کاردی ځکه دافغان ملت مقصددادی چي دحزب اسلامي اودنورواسلامي ډلي افکاراونظريې بايدختمي شي اودحزب اسلامي مقصداوهدف دادی چي دافغان ملت اوبل هرمنحرف ګوندافکارختم اوپرځای ئې اسلامي نظريات اوافکاررامنځته شي .
ديادوني وړده چي هغوکسانوته حزبيان ويل غلط دي څوک چي دامريکايې يرغل په
خلاف تسليم شوي اودافغان مسلمان اولس په خلاف ئې جګړه پيل کړي بلکه حزبيان هغه خلګ دی چي دجهاددقائداوسترمفسرجناب حکمتيارحفظه الله ورعاه په قيادت کي له هرغليم اومتجاوزسره جنګيدلي اوترهرشي اسلام ته لومړيتوب ورکوي .
افغان اولس حزب اسلامي هغه څوک هيڅکله  نه بولي چي په کابل کي په ذليلوکرسيوناست اودامريکاهرحکم ته لاس په نامه ولاړوي.په پای کي زماهرمسلمان ته دعوت دی چي دالله اودهغه ددين لپاره دوست اودښمن ونيسئ نوپه دُنيااوآخرت کي به انشاءالله کامياب ياست .
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.