|
د ژوند سره ژوند وكړئ / روح الله وفا |
|
|
|
روح الله وفا
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۲۰ - مه |
|
كه د دې دنيا دې موجوديت ته ځير شو نو دا به خامخا ومومو چې د دې دنيا ژوند له ستونزو او كړاوونو څخه ډك وي، داسې هېڅ شونې نه ده، چې هر څه دې د ارزو سره سرته ورسيږي، يانې حتمي ده چې داسې څه به هم واقع كيږي چې ستا د هيلو په خلاف به وي. ژوند ورځ تر ورځې بدلون مومي، هر څه پر مخه راځي او تيريږي لكه، ښه او بد، په زړه پورې او زړه بوږنوونكي، برياوې او ناكامۍ او همدارنګه ستونزې او مشكلات، ددې نه ښكاره ده چې ژوند له ستونزو ډك وي، كه د دنيا نظام ته وكتل شي، هيڅ داسې څه به پيدا نكړې چې عيب ونلري، هر خوند له خوند سره سره لږ بې خوندي هم لري، خو داسې بايد وشي چې دا لږ عيب يې صفتونو كې پټ كړو، په دنيا كې هر څه متقابل دي، لكه ښه او بد، خوښي او خفګان، هيله او ناهيلي، خير او شر، ښېګړه او بدګړه ....... نو بايده ده چې له هوښيارۍ څخه په استفادې د دې شيانو سره ژوند وكړو. خپل شته شيان حساب كړئ، خپل نعمتونه مه هېروئ، خپل هدفونه او موخې محدودې كړئ، او شوني هدفونه او موخې وټاكئ، داسې موخې وټاكئ چې د لاسته راوړلو وړتيا يې لرئ، له ډيرو هوايي كارونو ډډه وكړئ، هڅه وكړئ تر څو چې امكانات وي. كه مو هيلې زياتې وي نو د لاسته راوړلو امكانات به يې هم خورا محدود وي، برعكس كه مو د هيلو كچه لږه وي نو د لاسته راوړلو امكانات نه يوازې ډېر بلكه ترلاسه به يې كړئ خپلو هيلو او ارزوګانو ته رسېدل خوښي راوړي خو په دې لړ پاتې راتلل يا د بريا نه حاصلول بيا خفګان زېږوي. داسې ژوند وكړئ لكه څرنګه چې ياست يانې له ژوند سره ژوند وكړئ دلته هغه متل راوړم لكه چې وايي: (له خپلوڅړيو سره پښې وغځوه). په مينه
|