|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د هلمند والي صاحب! وياړ که شرم؟؟؟ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ليکوال:عبدالمقيم افغان   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۰۱ - مه
نن پوره نهمه ورځ ده چي د مارجي پر بيوزله ولس باندي تندر را پريوتلي ده او خداي خبر چي تر څه وخته به روان وي، که څه هم ولسمشر،دکورنوچارو وزير،ددفاع وزير،دهلمند والي او نړيوالو ځواکونودا وعده کړي وه چي پدي ((مشترک))عملياتوکي به ملکي خلکو ته زيان نه رسوي خو اوس وينو چي له يوي خوا له دوه زرو نه ډيري کورنۍ بيځايه شوي او دهلمند ولايت په مرکزلښکرګاه او نورو سيموکي بي سرپنا او په ډيربد حالت ژوند تيروي او له بلي خوا دنادعلي او مارجي ولسواليو نژدي ټولي سيمي کلابندي دي او په سيمه کي بند خلک د خوراکي توکو دکاختي ترڅنګ دهيڅ ډول ناروغي درملني ته لاسرسي نلري او له ګن شميرنورو ستونزو سره لاس او ګريوان دي چي دوسلوالوطالبانو لخوا دکرل شويو ماينونو او دبهرنيو ځواکونو د ړندو او وحشيانه بمباريو له کبله هيڅوک له کوره نشي را وتلاي، ان تر دي چي دسيمي اوسيدونکي خپل مړي کوم چي دسوله ساتو ځواکونوپه بمباري کي وژل شوي وو په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته نشي سپارلي.

لدي ټولو ناخوالوسره چي د مارجي ولس ورسره مخ ده بيا هم افغان دولت په ځانګړي ډول دهلمند ښاغلي واليصاحب ګلاب منګل ددي پرځاي چي ديوه مشر په حيث دهيوادوالو پدي بده ورځ ودرديږي او افسوس وکړي دومره په وياړ وايي لکه غازي امان الله خان چي دهيواد خپلواکي اعلانوي چي دمارجي ولسوالي فتحه شوه عمليات په بريالي ډول پرمخ روان دي اوکيداي شي عمليات نور هم وغزيږي. زه له واليصاحب نه پوښتم چي  دا څرنګه بريالي عمليات دي چي له دوه زره نه زياتي کورني دي دمرګ له ويري خپل کورکلي هرڅه پريږدي اوپه لښکرګاه کي بي سرپناه ستا رحم اومهرباني ته شپي او ورځي تيروي؟

داڅرنګه بريالي عمليات دي چي د دوو  ولسواليو اوسيدونکي  ښځي،کوچنيان ځوانان اوسپين ږيري دي نهه ورځي  وږي کلابند اودژوند  اومرګ تر منځ دي شپي تيروي؟

داڅرنګه بريالي  عمليات دي چي ديوي کورنۍ لس غړي دکوچنيانو  په ګډون په خپل کورکي وژل کيږي کوم چي دولايت مرستيال پخپله په روغتون کي وليدل او تاييد يي کړل  چي ملکي وګړي دي؟

د پورتنيو حالتونو اودمارجي داوسيدونکودبدي ورځي په پام کي نيولوسره تاسودا پريکړه وکړي چي ايا دا عمليات به دخلکو او دولت ترمنځ واټن کم کړي اوکه به له دولت څخه دخلکوکرکه را وپاروي؟ اويا داچي ايا دافغانانو دا غم لړلي ورځ ددولت لپاره افسوس اوشرم ده که فخر او وياړ؟

زه دي ته حيران  يم چي دواليصاحب احساسات ددي ځوريدلي ولس په وړاندي رښتيا هم دومره کمزوري دي؟ اوکه د وياړ او شرم ترمنځ توپير نشي کولاي؟
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.