|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير دپنځوسمې اوونېزې غونډې رپوټ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
توبا ندا ساپۍ   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۸ - مه

شنبه د سرطان د مياشتې په اوومه نېټه د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير پنځوسمه غونډه د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړه شوه . غونډه چې د بصيرې حميدي  په مشرۍ آغلې ښکلا مومند چلوله د بهير پر کاري خبرو پيل شوه . په  لومړۍ برخه کې  د رڼا مشاعرې د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې د يادونې وړ ده چې دا مشاعره تېره اونۍ د مېرمن بهير په نوښت په کابل کې جوړه شوه. بهير والو د مشاعرې بېلابېل اړخونه وارزول  او په دې توګه يې د غونډې ښېګڼې او څه نا څه  نيمګړتياوې په ګوته کړې او وويل شول چې دې ټکو ته بايد په راتلونکو غونډو کې ډير پام وشي .


وروسته آغلې ساهرې شريف ګډونوالو ته  په رڼا مشاعره کې د رامينځته شويو لګښتونو پوره حساب ورکړ او ژمنه يې وکړه چې پاتې پيسې به د بهير بانکي حساب ته لېږدوي د میرمن بهیر غړو له هغو فرهنګپالو وروڼو څخه یوځل بیا مننه وکړه چې له میرمن بهیر سره یې مرسته کړې وه .


په غونډه کې په بینوا سایټ کې د میرویس جلالزي له خوا د رڼا مشاعرې په اړه ناسم خبر د خپریدو په باب خبرې وشوې ، هیله وشوه چې بینوا ویبپاڼه دغه خبر اصلاح او دافغانستان د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرغړو او ټولو خویندو ته دقناعت وړ ځواب ورکړي.

     وروسته د يو شمېر خويندو له خوا وړانديز وشو چې د چارو د لاسمون په موخه  بهير بايد په دوراني توګه د هرو شپږو مياشتو لپاره يو ه ريسه ولري . د دې تصميم په اړه بحث وشو خو کومې نتيجې ته ونه رسېده او  پرېکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به په دې موضوع بيا خبرې وشي .


څو موده مخکې دجنوبي پښتونخواله کوټې ښار څخه آغلې غونچې پښتنې د (  وایه خوب به څنګه راشي؟     ) په نامه د خپلې شعري ټولګې څو ټوکه مېرمن بهير ته ډالۍ کړي او پر ګډونوالو  وېشل شوي وو . دې غونډه کې وپتېيل شوه چې  بهير به په نېږدې راتلونکي کې د آغلې پښتنې پر کتاب د کره کتنې آزاد بحث جوړ کړي ، پر همدې موخه ځينو خويندو د آغلې پښتنې پر کتاب د مقالوليکلو دنده  هم پر غاړه واخيستله .

       وروسته وويل شول چې ځينې بهرني عکاسان غواړي د مېرمن بهير غړې د فوتوژورناليزم په برخه کې وروزي  چې ګډون والو د دې خبرې هرکلی وکړ او نوموړي کورس کې يې  د شاملېدو لپاره تياری څرګند کړ آغلې تورپیکې مومندد عکاسي ورکشاپ د تنظیم دنده په غاړه واخیستله .


          د غونډې دوهمه برخه آزاده مشاعره وه چې آغلو جمیلې ساپۍ، تورپیکې ،بصیرې حمیدي،پاریسې خزان،ګل مینې یوسفزۍ،حریر،وږمې،پروین سباوون،شیرینې نظري،ندا ساپۍ،رابعې غرشین او ګڼ شمېر نوروخويندو خپل شعرونه ولوستل دغه راز په غونډه کې دمسافرو شاعرانوغونچې پښتنې،رحیمې پښتونجار او رڼا مومند شعرونه هم نورو خویندو ولوستل.  د يادونې وړ ده چې د مشاعرې برخه د (      آیینه      ) راډيو له خوا ثبت شوه .


      غونډه د مازديګر په څلورو بجو ختمه شوه او وپتېيل شوه چې را تلونکې غونډه کې به د آغلې ګلمينې يوسفزۍ پر شعر کره کتنه کېږي همداراز سوله نيازۍ به د شعر په اړه خبرې کوي او د غونډې ريسه به آغلې پاريسه خزان وي .

      د يادونې وړ ده چې مېرمن کلتوري ټولنيز بهير هره شنبه د ماسپښين په دوه بجو د پوهنې د وزارت په کلوپ کې غونډې کوي ، خويندې دې خبرې وي .

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.