|| خبر } ولسمشرکرزي دحامد نوري وژنه وغندله   || خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير د53 می غونډې رپوټ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
نظیفه نیازۍ   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۳۰ - مه

د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير۵۳ غونډه د شنبې ورځې د۱۳۸۸ لمريز كال د سرطان په ۲۷ نيټه د پوهنې وزارت په شپږم پوړ كې د ګڼ شمير خوندو په ګډون تر سره شوه د غونډې ویانده سوله نيازي وه او د ساهري شريف په رياست مخ ته لاړه د غونډې په لومړۍ برخه كې په كاري مسايلو خبرې وشوې دپښتو نړیوال کنفرانس دچمتو والي کمیټو ته آغلې ساهره شریف او پاریسه خزان وروپیژندل شوې ، وروسته دلیکوالي دزده کړي دځانګړي کورس دجوړیدو په باب خبرې وشوې او وپتییل شوه چې دراتلونکې شنبې په ورځ دغه کورس پیل شي چې فارغینو ته به یې په پښتو او انګلیسي ژبو بری لیکونه هم ورکړل شي وروسته ساهره شريف  د ځلا مجلي په اړه وغږیده او وې ويل چي هغه خویندي چې غواړي خپل شعرونه چاپ كړي نو ما ته دي یې راواستوي همدا راز ساهرې شريف وويل چې مجله بايد ښه مطالب ولري د ساهرې د خبرو په تایيد سره اغلي تورپيكي مومند وويل چي په مجله كي بايد د ښځو په اړه ډير مطالب وي او د ښځو د ژوند په اړه د هغوي د ستونزوپه اړه اوهمدا راز د ښځو اوسني حالت او د ښځو تير حالت په اړه  خبري او مطالب په كي وي همدا راز ساهري جاني وويل چي مخ كي له دي نه چي موږ مطالب چاپ ته وسپارو ه بايد وكتل شي او د كتلو لپاره یې بايد داوونۍ په جریان کې کتونکې ډله غونډه وکړي چي تر اوسه پوري يوازي ندا ساپي او ساهره شريف دغه دنده مخ ته وړي.

د غونډي په دوهمه برخه كي د نظيفي نيازۍ ژباړل شوی متن كره كتنې ته وړاندي شو چې ژباړه داسې وه :


د مڼو اوبه د غږيزو تارونو ښه ساتنه كوي

د خپل غږد ښي ساتني لپاره د مڼو ، هندواني ، خټكي ، الو او د انګورو اوبه وڅښي ځيني وكيلان سنبوونكي پلورونه از ځيني لوستونكي هڅه كوي چي د خپل غږ ښه ساتنه وكړي څيړونكي وايي چي د خپل غږ د ښي ساتلو لپاره و مڼو ،هندواني ،خټكي آلو او انګورو اوبه وڅښي ځكه چي د هر انسان غږ د هغه د شخصيت او عواطفو څرګندونه كوي او غږ د ښه ساتلو لپاره بايد له ډيرو او پر له پسي خبرو وروسته غلي پاتي شي د بيلګي په توګه ښوونكي نه يوازي دې د تفرح په وخت كې خبري او يا هم نيشه يې توكي ونه كاروي ځكه چې دا كار دي حنجري يا ستوني د سر هاي ناروغي لپاره لار هواروي دې يشه يي توكي څكول او كار ول غږيزو تارو نونه زيان رسوي او له ګني ګوني او شور ماشور څخه په ډكو سموكې خبري او په لوړ غږ خبري كول د انسان د غږلپاره ډېر زيان رسوي

د نظيفي په ژباړه باندي ډيرې خبرې وشوې چې په لومړي سر كې ساهرې شريف وويل چې ژباړه ښه وه خو ځيني ګرامري ستونزې په كې وې همدا راز سولي نيازي وويل چي ژباړه نه باید لغت په لغت وشي بايد پوره يوه جمله وويل شي وروسته د جملي مفهوم وژباړل شي چي په دي ډول متن كي ښكلا راځي همدا راز نوروخوندو هم پي خبري وكړي دغونډې دريمه برخه مشاعرې ته ځانګړي شوې وه چې پكې ګڼ شمير خويندو ګډون كړي و، چي هر يو مينه يوسفزۍ ،وږمې فضلي ، جملې صافۍ ، صحابه خروټې ، صالحه سروري ، تورپيكۍ مومند ، پاريسه ، مرضيه امین ، مينا نظري ، بصيرې، ګل مینې ،نسرین، سپوږمي،نادیې او ښکلا خپل شعرونه ولوستل د مشاعري په پاي كي((ډیوې تیارې خورې کړې)) او((کړاو)) په نامه دوه دوه جلده كتابونه دمیرمن بهیر پرغړو وويشل سول او همدا راز يو يو ټوك مجله هم وويشل شوه او غونډه د مازيګر په څلونيمو بجو پاي ته ورسيده هيره دي نه وي  چي د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي جوړيږي.

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.