|
د ميدان ښار چارواکو په وردګو کې خلک ترپوزې رسيدلي دي ! |
|
|
|
جيلګه وال
|
|
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د غبرګولی ۳۱ - مه |
|
په دې وروستيو کې د انتخاباتو دکميسيون چارواکو اعلام وکړ چې په هيواد کې ترلسو پورې ولسوالۍ دي چې نوم ليکنه په کې نه ده شوې او خلک به درايو له ورکولو هم محروم شي . دحيرانتيا خبره داده چې په دې ولسواليو کې يوه هم دوردګو دجغتو ولسوالي وه چې دکابل په دروازه کې ده . په دې به نه غږيږو چې په دې ولسواليو کې به څومره کسان وي چې دخپل حق يا راى ورکولو نه محروم دي . هغه کسان چې په تيرو پنځوکلونو کې يې خپل دکورنۍ غړي دبهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې له لاسه ورکړل . پرې بمونه و اوريدل او غږ يې چا وانه ورېد . ددوي له پاره دا يوه ښه موقع وه چې کولاى يې شواى خپل دپام وړ شخص ته رايه ورکړي ، ځکه په دې نورو خو پوره نه شوه ، حامد کرزي څو دورې واکمني وکړه ،خو نه يې افغان وژنه ودروله او نه يې هم خپل مخالفين مات کړل .ښايي دانتخاباتو دکميسيون داشميره هم سمه نه وي ځکه دوى په وردګو کې يوازې يوه ولسوالي ياده کړې چې نوم ليکنه په کې نه ده شوې ،خو اوس ټولو ته څرګنده ده چې په وردګو کې يوه نه بلکې درې ولسوالۍ دي چې حکومت په کې واکمني نه شي کولاى ټاکنې خو پريږده ، هلته چې يو چارواکى له خپلو ګڼو ساتونکو په بدرګه په تلو بريالى نه شي هلته به عام خلک چې هر لحضه د وسله والو له خوا ګواښل کيږي څه ډول وکړي چې رايه ورکړي . په هرصورت دابه يوه بله لويه جفا وي چې حامد کرزى او د ده ټيم به يې له پښتون ميشتو سيمو سره کوي ، ځکه هم دا د ده واکمني وه چې په زرګونو افغانان په کې په يوه او بل نامه ووژل شول .
په وردګو کې ريښتيا هم دولتي واکمني شته ؟
ښايي په نورو ولايتونو کې دګډوډۍ او امنيت دنشتوالي يو لامل هم له مرکز څخه
ليري والى وبلل شي ، خو وردګو خو دکابل ترزنې لاندې دي .که څه هم له وردګو څخه يوازې دامنيت اوبيارغونې خبرونه خپريږي چې ډير له وردګو ليرې خلک به وايي چې په وردګو کې هيڅ ستونزه نشته او ياهم خلک په دې بسنه وکړي چې دکابل – کندهار په سړک يې په ميدان ښار کې څو ونې او ودانۍ جوړې کړې ،خو په حقيقت کې دوردګو اصلي بڼه يوازې هغو کسانو ته معلومه ده چې ياهلته اوسيږي او ياترې کره معلومات لري . دوردګو دجغتو او نرخ ولسوالۍ خو چارواکو هم نا کراره ( له کنترول وتلې ) ګڼلې دي ،خو ژر ده چې په جيلګه او چک کې به هم دميدان ښار چارواکي خپل واک له لاسه ورکړي چې بيا به يې دميدان ښار ولايت وبولو نه دوردګو . ځکه دوردګو درې ولسوالۍ هم دا اوس دطالبانو په واک کې دي ، هغه نورو ولسوالۍ چې دکابل – کندهار په لويه لاره پرتې دي هغه خو مرکزي دولت دخپل امنيت له پاره هم په هره بيه چې وي ساتي ځکه دځمکې له لارې لويديځو ولايتونو يواځينۍ لاره ده .په دې لنډو ورځو کې ديوه عيني شاهد دسترګو ليدلى حال ددې خبرې ښه ثبوت دى چې دوردګو دجلګې ولسوالۍ اوسيدونکى دى . هغه وويل چې په نوموړې ولسوالۍ کې دولت هيڅ واک نه لري ټول واک له طالبانو سره دى ، دخلکو پرېکړې طالبان کوي ، طالبان ولسوال لري او هرڅه چې وغواړي کوي يې ځکه په رڼا ورځ وسله وال ګرځي . دې کس وويل يوه بله ستونزه داده چې له دې وضعې په استفادې يو شمير داسې کسانو هم په ولجو او ډاکو لاس پورې کړى چې دطالبانو له واکمنۍ مخکې وسله وال قوماندانان وو ، دوى اوس دسيمه ييزې شورا په نامه په کابل کې دميدان ښار دچارواکو په ملاتړ له يو ان ډي پي دي او که له ډبيلو اف پي هغه غنم چې دکار په بدل کې خلکو ته ورکول کيږي اخلي او خپلو کورونو ته يې وړي او هيڅ داسې مرجع نشته چې ياخلک ورته شکايت وکړي او يا ددې کسانو د دې غلااو ډاکو مخه ونيسي .
دجيلګې اوسيدونکي وايي چې داغنم پخوانيو قوماندانانو چې اوس يې سيمه ييزه شوراګڼي خپلو کورونو ته وړي دي ددې ډلې يو هم خليل الرحمن قاضي زاده دى چې پخوا داسلامي حزب قوماندان و او اوس يې څه دپاسه شپيته ټنه غنم وړي خپل کورته پرې سړک جوړي . په هرصورت دوى خو اوس ګټلې په هرڅه يې چې لګوي دچايې پرې څه ، خو دوردګو دچارواکو له پاره دډير شرم خبره ده . دخلکو خدمت او نور خو پريږده يوازې د دې جوګه نه شول چې خلک په ارامه ژوند وکړي او څوک پرې ظلم ونه کړي . دوردګو له چارواکو زه پوښتنه کوم چې وردګو خو مو په ( ......) ولړل طالبان دې په کې چړچې کوي دميدان هم نرخ او نورو سيمې ددوي له واکه وتلې نو اوس ولې ځان ته دوردګو چارواکي وايي وردګ يوازې همدا يو پارک دى چې دسړک په غاړه نوى ودان شوى . بله دشرم خبره خو داده چې په دې وروستيو کې ځينو رسنيو په ميدان کې ديوې څلورلارې دجوړيدو خبر ښه په درز خپور کړ لکه چې کومه لويه پروژه پرانيستل شوې وي ،خو هغه هم يوازې يوه څلورلارې وه چې دکوم سوداګر دېکور ودان وي چې په خپل لګښت يې ودانه کړې وه نه دولت ، د څلورلارې دخبر له خپريدو وروسته داسې تبصرې هم کيږي چې ګواکي له دې مخکې په وردګو کې هيڅ څلورلارې نه وه داهم سمه ده له دې مخکې هيڅ څلور لارې نه وه . دوردګو والي صيب ته وايم چې دخداى له پاره لږ ځان په عذاب کړه دخلکو ددردونو پوښتنه وکړه ، په دې کې خو هيڅ شک نشته چې په خپله ټوله واکمنۍ کې دې يوه دبل په مټو جوړه شوې څلورلارې پرانيسته او نور هيڅ . داسې وخت حتمي راتلونکى دى چې له تاغوندې کسانو به پوښتنه کيږي نن که په وردګو کې خلک درايو دورکولو حق له لاسه ورکوي يواځينى لامل يې ستا سو ناغيړي ده او بس .
|