|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

دامريکاولسمشربارک اوباما جرمنۍ مبدا يارېښه لري چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړونکی : حبيب الله غمخور   
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۷ - مه
ليکوال : دريا يوريوا((Дарья Юрьева))
روسکايا گزيتا (rg.ru)
د۲۰۰۹کال دجون ۵

دامريکاولسمشر چي همد اوس ئي دمنځني ختيځ سفر پاي ته ورساوه اودجمعې په ورځ ئي د المان ددرزدن له ښارنه لېدنه وکړه  . هغه دالمان دفدرال جمهوريت له لومړۍ وزيري انگلامرکل  سره دوه اړخيزه خبري وکړې .

داسي ښکاري  سره له دې  چي دسپيني ماڼۍ مشر په جغرافيايي لحاظ اوس له منځني ختيځ څخه ليري دی خولاتراوسه فکر کوي چي  په منځني ختيځ  کي قرار لري   .

دمطبوعاتي کنفرانس په پايله کي داثابته سول چي دالمان لومړۍ وزيري او بارک اوباماتر منځ تر يو ساعت زياتوخبروکښي دمنځني ختيځ دمسائيلودلومړي توب حق  په درلودلوسره همدا ډول دافغانستان اوپاکستان دشاوخواحالاتوپه اړوند هم خبري شوي دي .

پدې مطوبوعاتي کنفرانس کښي دالمان لومړی وزيري انگلامرکل څرگنده کړه په سيمه کي دسولي اوثبات  دراوستلواوهمدا رنگه  داسرائيلودامنيت دخوندي کېدوسره  زياته علاقه لري . همداډول انگامرکل دواشنگتن سره د نږدې اړيکوپر ساتلو ټينگاروکړ .

دامريکاولسمشر په خپل وارپه خپلو خبروکي  داڅرگنده کړه،پدې فکر کښي نه دی چي دټولوستونزوپه منلوسره  څومره به په منځني ختيځ کي داوسني کړکېچ  ډير هوارول ستونزمن  کاروي  .

هغه وويل امريکا په يوازي سر نسي کولاي په تنهايي سره  داستونزه  هواره کړي ،اوداتوانايي هم نلري چي ددغې لانجې دواړې غاړي پدې مجبوري کړي تر دخپل مينځي اختلاف دحل لپاره  سوله لاري چاري ولټوي .

ديادولووړده چي جرمني ته دسپيني ماڼۍ دمشر بارک اوبامادسفرپه پروگرام کي يوازي رسمي خبري نه دي  شاملي بلکي هغه به ددې سفرپه طرځ کي دالماني نازيانوله تاريخي زندان  بوخندوالد ((Buchenwald )) اوهمدا ډول له هغه روغتون څخه هم ليدنه وکړي  په کوم کښي چي دافغانستان اوعراق په عملياتوکي زخمي شوی عسکر  تر درملنې لاندي نول کېږ ي .

ددې سره په څنگ کښي سمدلاسه کله چي بارک اوبامادجرمني په لورسفر پيلاوه  امريکايي جنيالوجي پوهانودخپلو تحقيقاتو په پايله کي ثابته کړه چي بارک اوبامادمور لخوا يوله ورنيکه گانوڅخه جرمنی رېښه اومبدالري  .

دسپيني ماڼۍ دمشربارک اوبامادتيروخپلوانواودکورنۍ دسلسلې دتاريخ په اړونددتحقيقاتوپه نتيجه کي داڅرگنده سول چي دهغه يوله اجدادوڅخه يوهان کوراد ويل فلين ((Vulflin  Conrad Johann)) نومېده .

هغه په ۱۷۲۹ زکال کښي  دجرمني دشټوټ گارډ شمال ته په يوه کوچني ښار  (( Besighaym)) کي  ديوه پوځی افسر جراح ډاکتر په کورکي  زېږېدلۍ دی .

په ۱۷۵۰ زکال (( يوهان کوراد ويل فلين)) دبحرله لاري  امريکاته ولاړ اوهلته ئي خپل کورنۍ نوم  په ويل فلي (Vulfli) باندي بدل کړ  . هغه دپنسلوانياپه ميدل تاوني ((Midltaune  ))کښي ژوند غوره کړ .

په همدې ځاي کښي ئي له اني کترين شوکي ((Anne Catherine Shokki))سره واده وکړ  . دوي دشپږواولادو خاوندان سول ،يوله هغو((Lewis Vulfli Ludwig)) لودويگ ليوس ويل فل نومېده کوم چي په ۱۷۶۶ ز کال وزېږېد . همدا ((لودويگ ليوس ويل فل ))  په پنځم نسل کي دامريکاداوسني ولسمشر بارک اوباما ورنيکه دی . 
ديادولو وړده چي سپيني ماڼۍ تراوسه ددغوتحقيقاتو دپايلواواعلان  په هکله کوم نظرنه دی څرگند کړی .

دژباړونکي يادونه :
درانه لوستونکي به وايي پسله اخترنه نکريځې پر دېوال وتپه .
خوکله ناکله پسله اخترنه هم نکريځې لاسونه ښکلي کوي .

ددې ژباړي نه زما موخه دانه ده چي  منځني ختيځ اوجرمنې ته دبارک اوباماردسفر لنډخبر وژباړم پدې هکله مذصل معلوماتونه خپاره سوي دي .خوهغ وخت چي دامطلب ما ولوست راته جالبه ښکاره سو،متاسفانه هغه وخت مي فرصت پيدانکړچي وئې ژباړم اولوستونکې دامريکادپوهاوله نظر دبارک اوباماپه رېښه خبرکړم . دادی اوس مي وخت وموندزماله نظره پدې مسله خبرېدل بې فايدې نه دي .فکرکوم زما په گډون ټول دسياسي لکنو دليکلو اولوستلونه که ستړې سوی يو.زموږ خوارانو فرياد اودافغان ولس درواغوښتنو انعکاس زموږ دولتي مشرتابه اوبهرني پلويائي يادښمني بولي اويائي تر غوږونه پرېږدي،هغه دچاخبره  دوي اوس دداسي څرگندونواوگوتنيونوپه مقابل کښي معافيت حاصل کړي دئ ،لکه پروچ ديوال باندي چي لمدې خټې تپې پردوي هم زموږخبري  اوگوتنيونې  کوم تاثيرنلري .ځکه کله ناکله داډول جالب اوپه زړه پوري معلوماتوباندي پوهېدل هم ښه خبره ده ،له همدې امله مي دامطلب پښتوته راوژباړه ترڅوددې ستړو پښتوژبو قلموالودوستا نوفکريوپه بله سي .

په هرحال داجالبه ده چي دبارک اوباما مورثي رېښه له جرمنې نه پيل سوې ده،ياپه بله ژبه دبارک اوباماپه رگوکي هم المانی وينه شته .

المانيان اريايي نژاده خلک دی اوافغانان هم ددې نژادسره دنېغ په نېغه اړيکو افتخارلري ،کېداي سي بارک اوباماپر افغان ولس ترنوروامريکايي مشرانو يوڅه زړه وخوږوي اودافغانستان دلانجې رښتياني حل لاري ته راوگرځي .

دافغانستان دمسلې حل لکه چي په ډله ايزو رسنيواودځينوسياسي بڅثونودمېزوپرسر دومره مشکل اوله ستونزوډک تمثيليږي  داسي نه دی . ډيري ساده اوکم مصرفه دحل لاري لري ،خويوازي دافغاني اوبهرني اړونده لورو صداقت اوله افغان ولس سره ته ترهرڅه وړاندي زړه خوږي ته اړتياسته . وسلام  
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.