|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

حضرت صاحبه ! تر پرونه ستا استخارې چېرې وې؟ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
شهلا وردګ   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۲ - مه

ډېره په زړه پورې ده  وايي چې ښاغلي حضرت د ولسشمرۍ د كانديدانو په اړه  له ډېرو فكرونو او استخارو  وروسته  دا وپتېيله چې خپله رايه به تر كرزي جاروي. دليل يې دا ښيي چې ده ته  خداى ج  د كرزي د مناسب والي په اړه ځيني اشارې ورسولې. د ېته نو وايي حضرتي كمپياين. د حضرت مجد دي په دې نادرو خبرو سره ګڼو افغانانو ته تشويش پيدا شو چې دا زمونږ حضرتان خو هم په کمپاين بوخت شول که څه ؟ د ايران په ايت الله ګانو زمونږ نيوکې بېځايه دي ځکه هغوى ته تر افرادو ملي ګتې مطرح دي خو زمونږ حضرتان بيا عکس روان دي. دا هم خير خو ويره ده چې حضرت صيب له بړستنې خپلې  پښې نورې اوږدې نه کړي. حضرت صيب ولې استخاره كړې ده؟ فكر كوم چې د افغانستان د برخليك په اړه له كانديدانو علاوه نور ډېر داسې  اساسي ولې كړكيچن او بغرنج مسايل روان دي چې د افغانستان او نړۍ ټول سياست وال ورته هك پك حيران دي چې څه به كيږي؟ افغان ملت هم په ډېر تشويش كې دى چې په دې ګډوډ بازار كې به د افغانستان برخليك څه وي؟ د حضرت صيب د استخارې موخه دا ده چې ځان ته قناعت ورکړي چې آيا په راتلونکي حکومت کې به ده ته کومه څوکۍ رسيږي او که نه؟ يو وخت چې له ګوانتانامو او بګرام نه يو شمېر بنديان خوشې کېدل، نو حضرت صيب ويل چې ملګرو واک له مونږ سره نه دى او دافغانستان چارې د امريکا په واک کې دي. نو که د حضرت صيب استخارې سمه نتيجه ورکوي نو حضرت صيب ته هغه وخت په کار وه چې يوه استخاره يې کړې واى او افغانانو ته يې  له دغه منجلاب نه د خلاصون لارښونې کړې واى. هغه د چا خبره د ده يې پرې څه ځکه کرزى په واک ناست و او ده  ته څلور پنځه کاله پسته چوګۍ رسېدلې وه. اوس چې بيا ټاکنې کيږي نو بيا يي هغه درباني صيب د سرګردانې څوکۍ خوب ليدلى او د کانديدانو په اړه يې استخاره کړې ده. که پرون د افغانانو له پاکو احساساتو څخه ځينو حضرتانو ناوړه ګټه اخيسته خو د نن افغانان د پرون افغانان نه دي چې د هرچا په خالي خبرو تېروزي. افغانانو ته کرزى، مجددي، هغه او دغه مطرح نه دي. ځکه افرادو وښوده چې که ترپرونه يي د سرو پوځونو په ضد مبارزه کوله خو نن يې د نورو سرو پوځونو غېږې ته پنا وړې ده او ملت يې په دوه لارې کې پرېښود. بېشکه د افغان ولس لپاره د خپل هېواد برخليک اوازادي ډېره مهمه ده، نه کرزي او نه هم د مجددي( استخاري؟) 
This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.