|
بيا هم معاملې، د څه لپاره او دچا پرسر؟ |
|
|
|
هارون
|
|
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۱ - مه |
|
اته نهه کاله وړاندې نړيوالې ټولنې د افغانانو دژغورلو په نوم له ځينو افغانانو سره دبن په ناسته کې د افغان ملت پر سر معامله پيل کړه. تګلاره داسې جوړه شوې وه چې هرڅنګه کيږي او له هرې لارې وي بايد افغانستان کې د موکراسۍ د لويديځ په کچه خپل وزرونه وغوړي. امريکا له وړاندې د دې معاملې ابتکار په لاس کې اخيستى و او د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې يې د دموکراسي ځينې ټوټې په کروز توغنديو بار راوړې او پاتې برخه يې د بي ٥٢ الوتکو په واسطه ديسانت کړه. په لومړيو کې کې د بل هر بدلون په څېر يو شمېر افغانانو ورته تود هر کلى ووايه. د موکراسۍ لومړي فعاليت له بګرام نه پيل کړ. هلته د افغانانو د توهين او زورولو لپاره لوى زندان جوړشو. بيا وروسته چې کله امريکا د افغانستان کليوالو سيمو ته دموکرات پلوه پوځونه ولېږل نو په ځينو افغان نارينه وو يي د موکراسي تجربه کړه چې ښه بېلګه يې په ختيځ کې د افغان ملي اردو له پخواني افسر سره د دمورکراسۍ تجربه وه. بيا کراره کراره په بګرام کې د غې دموکراسۍ ډېر پرمختګ وکړ او ځيني افغان ژباړن د غربي د موکراسۍ ښکار شول چې په کابل کې يې لا درملنه سخته وه. له دغې دموکراسۍ نه په شمال کې ډېرې ناوړې ګتې پورته شوې. ډېرو زورواکو له دغه فرصته ګټه پورته کړه او په ماشومانو يې تېري پيل کړل. دې ته ځکه دموکراسي وايم چې مرتکبينو ته ځکه داسلامي شريعت له مخې سزا ورنکړل شوه چې بيا دموکراسې او د بشر حقوق زيانمنيږي .د افغانستان په ختيځ او سويل کې چې خلکو له دغې د موکراسۍ سره ځانونه سازګار نه بلل نو امريکا د غو سيمو د خلکو لپاره دخپلې دموکراسۍ بڼه بدله کړه. په دموکراتيک ډول يې په پښتنو باندې هدېرې جوړې کړې او لايې دغه دموکراتيک بهير ته زور ورکړى. پښتنې پېغلې آو معصومي ميرمنې چې چايې پلو، نه ووليدلى د امريکايي سرتېرو د سپيو ښکار شوې او ويې داړلې. زمونږ دموکرات مشر او مشران لاپسې دموکراتيزه شول، په دغه حالت يې ډېر سر ونه ګرزاوه. لنډه داچې يو شمېر کسان د دغې دموکراسۍ لوړو درجو ته ورسېدل. لنډه داچې د ځينو غرب پلوو په اند په افغانستان کې ولسواکۍ ښه وده وکړه. حقوق خوندي شول، افغانان په امن کې شول، دخلکو اقتصاد ښه شو، چينايي رستورانونه او نايټ کلپونه جوړ شول، شراب پريمانه شول...
له دې ټولو سره سره بيا دواک ته درسېدو او پر ملت دحکومت کولو لپاره سيالۍ پيل شوې دي. کرزي چې تر پرونه يې جنګسالارانوته پښې دربولې، نن يې بيا واکته درسېدو لپاره هغوى ته څادر غوړولى دى. دوستم چې د عطا په ملګرتوب يي په زرګونه طالب اسيران په ډله ايزه توګه او په بشپړه وحشيانه ډول تر خاورو لاندې کړل نن بيا ورته بلنه ورکول کيږي. کرزى صيب له خوګلن سره لوبې پيل کړي دي. د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره دکرزي دکمپاين شعار هم دادى چې واک ته له رسېدو سره به جنګي جنايت کاران په ټوله کې په واک کې ورګډوي داځکه چې د هغه په وينا تر پرونه په يو او بل نوم دغه (مجاهدين؟ ) له سياسي ډګره ايستل کېدل. اوس ښه جوته شوه چې کرزي هم هسې ځيني وخت د ملت دخوندي کولو او بسيايني په اړه تشې لاپې وهي او يوازيني مطلب يې په واک پاتې کېدل دي او بس. دافغان ملت پر سر خو دا شا او خوا درې لسيزې کله له ختيځ او کله هم د اوس په څېر له لويديځ سره معاملې روانې دي خو دا نوې معامله داسې ده چې نه د کورني مشکل او کړاو نه د راتو په اړه کومه ښکاره تګلاره شته او د نه هم د نا بللو مېلمنو د برخليک په اړه چې ايا دوى به تر کومه پښتون وژنې ته دوام ورکوي؟ ټاکنې وسيله ده ولي هدف او موخه ډېره مهمه ده البته په نورو هېوادونو کې خو په افغانستان کې له هدف نه ټاکنې مهمې دي ځکه د هدف خيال او فکر له چا سره نشته. له همدې کبله معاملې په راتلونکي حکومت کې د واک د وېش او په حکومت کې د واکونو د فيصديو له اړخه پيل شوې. کرزي له وړاندې شل په سلوکې له هزاره ګانو سره د راتلونکي حکومت چوکۍ بېلې کړي. يو تاجک جنګسالار خو يي په څنګ کې د مرستيال په توګه نيولي او دا هم نه ده معلومه چې هغه به څومره نور وزيږوي. که تاجک کرزي ته رايه ورکړي او که يي ورنکړي نو د تاجک به دېرش څلوېښت فيصده پخه وي. ښه په دې ترکيب او په دې تګلاره به کرزى دا وړۍ ښې شړۍ کړي. پاتې شوه د لسګونو ولسواليو برخليک چې ټاکنې خو له يوې پکې ناشوني دي,بلکې اوسنى حکومت اعلان کوي چې دلسوپه شا اوخوا کې ولسوالۍ عملا د طالبانو سره دي او يو سل دېرشو په شا اوخا کې د طالبانو تر ستر ګواښ لاندې دي. د کرزي لپاره مهمه نده چې په دغو ولسواليو کې ټاکنې کيږي او کنه ځکه دهغه بخت له وړاندې ويښ شوى دى. خبره د دموکراسۍ ده کرزي به هڅه وکړي چې راتلونکو څلوور کلونو کې د موکراسي، ولسواکي، بشري حقوق، امنيت، اقتصاد، ... نور د تېرو کلونو په څېر، پرمختګ وکړي او د پښتونو په وينو ډک لښتي همداسې څپڅانده وساتي.
|