|
د قیامت په راتګ عقیده
معاد په ويي(لغت) کې د عود جرړه لري چې د بیا راتلنې مانا لري یاني دانسانانو دوباره ژوندی کیدل دی چې د دنیا د کړو پاداش (مکافات اوجزا)وویني. په معاد باور په بله دنیا کې دمړینې وروسته په ژوند اړه نه لري د قرانکریم د ایاتونو په اساس د مړو ژوندی کیدل مختلفې انګیزې لري، چې په دې نړۍ کې څو واري پېښ شوي دي او په راتلونکي کې به هم پېښ شي دهغه د ډلی نه د څلور مړو مرغانو ژوندی کیدل د ابراهیم خلیل الله په وسیله او هم د بني اسراییلو د مقتول ژوندی کول چې نکل يې په سوره بقره کې راغلی دی او د عیسی (ع) په لاس د څو مړو ژوندی کیدل چې دهغه معجزې وي ته نغوته کولی شو داصحاب کهف معجزه چې د موحد مسیحي موحد مومنان وه. داسې مالومیږی چې ټول آسماني دینونه یو ګډ اصل لري ،ټولو پیغامبرانو خلک د یو خدای پرستش ته بللی دی د ادیانو یوبل ګډ ټکی دا دی چې هغوی په معاد باور لري ځکه په دې دینو کې راغلي دي ،چې یوه بله دنیا هم شته خو د آیاتو په تفسیر او تعریف کې سره توپیر لري په یو ه دین کې دا ښه او روښانه بيان شوی او په بل دین کې بیا په غیر مستقیم ډول ورته نغوته شوی ده ددې ټولو څخه داجوتیږی چې یو حساب او کتاب؛ جنت او دوزخ : مکافات او سزا شته په اسلام کې د قیامت مسله ډیره مهمه او د پاملرنې وړ ده په مسیحیت کې هم دا مسله روښانه ده ه خو به یهودیت کې بیا دا مسله ګونګه غوندې ده هلته یوازې د جنت او دوزخ یادونه شوی ده
په عموم ډول د قیامت عقیده په دوو برخو ویشل کیږی یو توحیدی او بله غیر توحیدی په توحیدی دینونو کې په توحید، نبوت ا و معاد باور شته او په غیر توحیدی دینونو کې داشان نه لیدل کیږی مګر د جنت او دوزخ باور په ټولو ادیانو کې شته پخوا دا باور وو چې په اخیرت کې ژوند له مړینې وروسته په دنیا کې د بشر د خصلتونو او کړو پایله ده. ویرېدونکی دوزخ او بهادره جنت ته ځي بل باور دا و چې اخیری محاکمه پاداش( مکافات او سزا) ورکوی او جنت او دوزخ د تناسخ(روح له یو موجود څخه بل ته تللو) پورې اړه لري او ویل کیدل لس زره کاله وخت نیسي چې یوه روح لومړی بدن ته ورشي خو پاکې ارواح بیا درې زره کاله وخت نیسي دا پوښتنه په ټولو ذهنونو کې ګرځي: آیا له مړینه وروسته څه کیږی؟ آیا په دې ساده ګي له منځه ځو او بیا نه راځو؟ آیا له مړینې وروسته ټوله یو ځای ته ځي که ډول ډول مخلوق بېلو بېلو ځایو ته ځي؟ او آیا جنت او دوزخ شته؟ په ځینو دینونو کې د معاد بحث لکه په اسلام کې پراخ نه دی هلته په مستقماً د معاد یادونه لږ شوی ده د هغو له عقیدو څخه دمعاد موضوع استنباط ولی شو چې هلته د تل ژوند خبری شویدی . په مسیحیت کې د قیامت سمبول د حضرت مسیح خپله وجود دی چې هغوی وایي هغه مړ شو بیا ژوندی شو . هغوی قیامت واقیعي او جسماني بولي د هغو له اعتقاد څخه مالومیږی چې هغوی د مړینې وروسته په ژوند باور لري او باور لري، چې جنت او دوزخ شته او سعادت به دهغه وي، چې د مسیح په ایمان وي دا چې حضرت عیسی (ع) مړي ژوندی کول دا هم دا باور ډیروي، چې بیرته ژوند شته د قیامت د وخت په هکله ډیر نظرونه شته خو په حقیقت کې د هغه وخت بېله خد ای (ج) بل هیچا ته نه دی مالوم مګر په ځینو آسماني کتابو کې د هغه نښې راغلی دی چې ځینو ته يې په مخکنی کښت کی یادونه شوی ده په تورات او تلمودکې «د یهوده ورځ» کې د توپان واقع کیدل، شدیدی زلزلې ، قحطي ، د طاعون شیوع، شدید ه جګره يې مهمې نښې بللي دي او همداسې د دجال راتګ او داسې نور هغه نظرونه چې د قیامت د راتګ په هکله راغلی دا دي: لومړی نظر: ځینې نظرونه او لیکنې داسې دي، چې لوی داور همدا د اخیرزمان منجي دی هغه دی چې نړۍ د ګناه او مړینې پاکوي او ابدي حکومت کوي. دویم نظر: دا نظز چې په تلمود کې راغلی دی وايي په هغه ورځ به دوه منجي وي، چې یو دهغو به سیاسي او نظامي رهبري او بل به يې معنوي او روحاني مقام ولري یو له دوی څخه په اخیر زمان کې وژل کیږی او پاته شوی یې بیا لویه داوري تر سره کوي همدا دنیا د دثواب او عقاب ده او لوی داوری په همدې نړۍ ده .نیوکاران اوږد عمر ،ارام او ښه ژوند کوي. درېیم نظر: دا نظر بیا داسې دی چې د منجی د حکومت دوران د قیامت په پيل سره سرته رسیږي بیا د خدای (ج) تل ، ابدي او بې زواله حکومت پيل کیږي.
|