|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

کتاب:: دفرهنګ له مخې دخدای لښکر [ديارلسمه برخه] چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سيدرحمان سالار   
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د غبرګولی ۲۷ - مه
د خدای لښکر


د کــــتـــــاب نـــوم     : د فرهنګ له مخې د خدای لښکر
مــــــــــوضـــــــــــوع    : د اسلامي امت يووالى او جوړښت
لــــــيــــــــــکــــــــوال   : ارواښاد سعيد حواى
ژ بـــــــــــــــــــــــــــاړن   : سيدرحمان سالار
برېښنايي خپروندی:  غورځنګ ويبپاڼه


۱۳ برخه

۳ – سالازار: دغه راز ده له رسنيو سره په يوې خپرې شوې مركې په ډاګه كړې ده، چې( رښتينى خطر هغه دى، چې ښايي مسلمانان هغه د نړۍ نظام ته له تغير وركولو له لارې رامنځ ته كړي – ده ته وويل شول، چې مسلمانان په خپلوكې په دومره ژورو اختلافاتو او احساساتو اخته دي، چې ان ددې موضوع په اړه به فكر كولو ته هم وخت پيدا نه كړي.
ده وويل: زه ويرېږم، چې ددوى له منځ نه داسې څوك را ولاړ نه شي، چې دا ټول اختلافات موږته متوجې نه كړي .
*     *      *       *      *
۴ – مرما ديوك باكسول وايي: ((مسلمانان كولاى شي، چې خپل مدنيت په هماغه كچه په بيړه او چټكۍ سره په نړۍ كې تيت او خپور كړي، لكه په خوايي، چې خپور كړى و، خو په دې شرط، مسلمانان خپل ځانونه په  هماغه پخوانيو اخلاقو سمبال كړي، لكه په خوايې، چې ځان ته غوره كړي و، نړۍ ددوى دمدنيت د روح پر وړاندې مقاومت له لاسه وركړى .
۵ – ابر مثادور: په خپلو خبروكې د مسلمانانو په اړه وايي: دغه زړور، غيرتي او هوښيار مسلمانان هرځاى ته ورسېدل، خو د علم، فن او لويۍ اثار يې او دغه رازخپل وياړونه يې موږته را پرېښودل .
دا مسلمانان، چې په سلګونو كلونه په ژور خوب ويده وو، اوس را ويښ شوي او چيغې وهي: دا، چې موږ نه يو مړه شوي، موږ ژوندته مخ را اړولى، نه دا، چې د نورو تر لاس لاندې او د سترو دولتونو د اوږې بار شو، چې هر ځاى ته ددوى زړه وغواړي يو موسي .
بيا وايي: دا څه معلومه ده ښايي يوه داسې ورځ راشي، چې بيا د کفارو فرهنګ د مسلمانانو له خوا تهديد شي او يوځل بيا په يوه مناسب او ټاكلي وخت كې، له نړۍ سره د جګړې لپاره له آسمانه را كوز شي .
زه د غيب ويلو دعوه نه كوم، مګر ددې احتمال علامې ډېرې زياتې دي، اټومي وسلې او راكټونه به يې مخه ونه شي نيولاى .
*    *     *     *

۶ – تايبني: د اسلام، غرب او راتلونكې په اړه په يوې جوړې شوې غونډه كې وويل : ځينې كسان داسې ګڼي، چې ګډې او يو له بل څخه نفرت كوونكې ډلې، چې د غرب د جګړې په پايله كې رامنځ ته شوې، ورو ورو او په سوله ييز ډول يو له بل سره موافق شكل غوره كوي، او په تدريجي او سوله ييز ډول، يو نوى جوړښت رامنځ ته كوي، ګډه ټولنه كله په متجانس تركيب كې رادبره كېږي، خو كله هم د ګواښ او انفجار لامل ګرځي او په ټوليزه توګه به اسلام د  داسې يو حالت د رامنځ ته كېدو په صورت كې، بېلابېله ونډه ولري، يعنې د نړيوال پرولتارياى ( كمونيستي ) پر وړاندې د سخت غبرګون په ښودلو سره د كارنده عنصر رول ولوبوي.
 دا سمه ده، چې داسې وژونكو امكاناتو ته د مسلمانانو لاسرسى حتمي نه دى. ځكه هغه څه،  چې په دې اړه، تر ټولو زيات اغيزمنه ده، يانې (( اسلامي وحدت )) يا هم هغه تعبير، چې د سلطان عبدالحميد په سياسي فرهنګ كې له كارولو څخه يې وروسته، د لويديزو نېواكګرو له خولې په ځلونو اوريدل كېږي،  په دې وروستيو كې يې د مسلمانانو پر عقلونو خپله واكمنۍ له لاسه وركړې او اوس دا زموږ لپاره ستونزمنه نه ده، چې د يو داسې پراخه اسلامي خوځښت لپاره په دعوت كې شته خنډونه په پام كې ونيسو.
دا سمه ده، چې اسلامي وحدت او يوالى ويده دى، مګرداهم بايد په پام كې ونيسو، چې خوب وړى كله كله را ويښېږي هم .
دا، چې نړيوال كمونيزم ( پرولتاريا) په غرب محكومه نړۍ يعنې هغه، چې غرب تر خپلې ولكې لاندې ساتلي، د غرب پر وړاندې په شور را ولي او هغه چاته چيغې وكړې او خپل غږ ور ورسوي، چې د غرب له مشرۍ سره دښمني لري، ښايي دغه چيغې او فريادونه، داسې له كچې وتلى رواني حالت رامنځ ته كړي، چې د مسلمانانو په اتلوليو بدلې شي. ان كه ددوى خوب د اصحاب كهف په شان هم وي، ښايي دا تاريخي نارې او چيغې د اسلام اتلولي را ويښه كړي، دلته دوه تاريخي تړاوونه شتون لري، چې په هغو كې اسلام ، په يوه شرقي ټولنه كې د غربي ټولنې د لاس وهنې پر وړاندې د برياليتوب يوه ښه بلګه ده .
د رسول اكرم  له رحلت نه وروسته د خلفاى راشدينو په زمانه كې، سوريه او مصر، چې كابو زر كاله يې د رومي واكمنۍ دروند بار پر اوږو بار و، مسلمانانو آزاده كړله، او د نورالدين زنګي، صلاح الدين ايوبي  مماليك په زمانه كې _ اسلام د صليبيانو او مغولو پروړاندې له خپل كورنه په ډېره مېړانه دفاع وكړه.
نو كه د ننۍ نړۍ وضع د توكميزې جګړې لامل وګرځي ښايي، چې اسلام په يوه داسې يون بدل شي، چې يوځل بيا خپل تاريخي رول و لوبوي .
خو بيايې د خپلې صليبي روحيې پر اساس وايي: هيله لرم، چې داسې ونه شي .
( الاسلام والغرب والمستقبل – د نبيل الطويل ژباړه)


۷ – لوتروب ستودارد په خپل ( وضع فعلي جهان اسلام) نومي كتاب كې ليكي: 
((ددې موضوع په اړه د ډېرى غربي سړيو فكرونه وېرې اخيستي، ځكه هغوى اوس هم خلافت د مسلمانانو د پياوړتيا، يوبل ته د نېږدې كېدو او عواطفو ستر لامل ګڼي، چې د يوالي له لارې د دوى دغښتلي كېدو، دوام او خپرېدو لامل ګرځي، خو دغه ( دده په اند) يوازې وېره ده او كار بل ډول دى .
محمد( دده په اند، نه د خداى ج) حج  پر هغو كسانو مقدسه فريضه ګرځولې ده، چې توان يې لري او مكه  مكرمه تراوسه پورې هم د مسلمانانو د راټولېدو لوى مركزدى، چې هركال د نړۍ له مختلفو سيمونه له يولكونه ډېر حاجيان را ټولېږي او د ژبني او قومي توپير سره سره، يو له بل سره پېژني او ديني احساسات سره تبادله كوي او د اسلامي چارو په اړه خبرې سره كوي .
هغه اسلامي موخې، چې مسلمانان د حج له لارې لاس رسى ورته پيداكوي، څرګندې دي او ډېرې توضيح ته اړتيانه لري، بلكې دا بس دي، چې ووايم: حج د مسلمانانو هغه كلنۍ غونډه ده، چې د اسلامي نړۍ له مختلفو سيمونه د مسلمانانو استازي، پر اسلامي مسايلو خبرې پكې كوي، او له اسلام څخه ددفاع په اړه، د مسلمانانو د شتون په اړه او د اسلامي دعوت په اړه طرح جوړوي.
او دغه راز په دې لويه غونډه كې، د سترو اسلامي رهبرانو او اتلانو په زړونو كې د اسلامي شعور د عظمت او اسلامي مقدساتو احساس پيداكېږي او سلطان عبدالحميد د اسلامي خلافت د را منځ ته كولو لپاره او اسلامي نړۍ ته د هغې د عظمت د بېرته پرځاى كولو لپاره ډېر كوښښونه او هڅې وكړې، خو هغه څه، چې ده لاسته رواړول د خلافت له لاملونو څخه د كوم لامل پايله نه وه، ددين له پلوه د باور وړو نه وه ( ددوى په اند)، بلكې د خلكو په زړونو كې د يوې لويې اسلامي ټولنې د رامنځ ته كېدو احساس را پيدا شو او زور يې واخيست او په ځواك بدل شو.
دا يو حقيقت دى، چې ډېرى اروپايي سياستوال هغې ته ځير نه شول، او هغوى له سلطان عبدالحميد نه وېرېدل او هغه يې په اسلام كې د مسيحيت د پاپ په څېر په پام كې نيوو، او ډېرى غربي سياستوال اوس هم اسلامي ټولنه د خلافت زېږنده ګڼي او ګورو، چې ډېرى ليكوالان هم په دې اړه، چې  كه د تركي عبدالحميد هغه ظالم خلافت ( ددوى په اند) نور پاتې شوى واى او يايې مكې ته انتقال پيدا كړى واى او يا په ټوليزه توګه له منځه تللى واى، پايلې به يې څه واى؟ او آيا ددې وسايلو څخه كوم يوه يې د اسلامي ټولنې د دواړو وزرونو پر ماتېدو اغېزه كولاى شواى .
له حق څخه با يد تېرنه شو، چې دغه فكر په بشپړه توګه غلط دى . 
له دې نه انكار نه شي كېداى، چې د ملسمانانو په اند ډېر لوړ مقام لري، خو د اوسنۍ زمانې د اسلامي ټولنې مشران، چې له لوړ عقل او پوهې څخه برخمند دي، له زياتې مودې راهيسې په پراخه سيمه او ترټولو لرې افق كې د يوې اسلامي ټولنې د جوړولو په كوښښ كې دي، او په ټوله معنا سره په دې پوره باور لري، چې ننۍ اسلامي نړۍ، لوى ځواك، چې ترلاسه كولاى شي هغه د اسلامي خلافت له مركز څخه نه، بلكې د خداى له خونې څخه يې ترلاسه كوي، هلته، چې حاجيان هركال لويې غونډې جوړوي، او دغه راز يې له ديني لارو نه  ترلاسه كوي، چې په اسلامي ټولنه مفضی كېږي، لكه هغه طريقه، چې سنوسي را منځ ته كړه .
( همدغه راز ګورو، چې ځينې اسلامي حكومتونه غواړي، چې د حج پر موضوع او دغه راز پر اسلامي حركاتو ضربه وارده كړي) 


۱۲ برخه


۳ – سالازار: دغه راز ده له رسنيو سره په يوې خپرې شوې مركې په ډاګه كړې ده، چې( رښتينى خطر هغه دى، چې ښايي مسلمانان هغه د نړۍ نظام ته له تغير وركولو له لارې رامنځ ته كړي – ده ته وويل شول، چې مسلمانان په خپلوكې په دومره ژورو اختلافاتو او احساساتو اخته دي، چې ان ددې موضوع په اړه به فكر كولو ته هم وخت پيدا نه كړي.
ده وويل: زه ويرېږم، چې ددوى له منځ نه داسې څوك را ولاړ نه شي، چې دا ټول اختلافات موږته متوجې نه كړي .
*     *      *       *      *
۴ – مرما ديوك باكسول وايي: ((مسلمانان كولاى شي، چې خپل مدنيت په هماغه كچه په بيړه او چټكۍ سره په نړۍ كې تيت او خپور كړي، لكه په خوايي، چې خپور كړى و، خو په دې شرط، مسلمانان خپل ځانونه په  هماغه پخوانيو اخلاقو سمبال كړي، لكه په خوايې، چې ځان ته غوره كړي و، نړۍ ددوى دمدنيت د روح پر وړاندې مقاومت له لاسه وركړى .
۵ – ابر مثادور: په خپلو خبروكې د مسلمانانو په اړه وايي: دغه زړور، غيرتي او هوښيار مسلمانان هرځاى ته ورسېدل، خو د علم، فن او لويۍ اثار يې او دغه رازخپل وياړونه يې موږته را پرېښودل .
دا مسلمانان، چې په سلګونو كلونه په ژور خوب ويده وو، اوس را ويښ شوي او چيغې وهي: دا، چې موږ نه يو مړه شوي، موږ ژوندته مخ را اړولى، نه دا، چې د نورو تر لاس لاندې او د سترو دولتونو د اوږې بار شو، چې هر ځاى ته ددوى زړه وغواړي يو موسي .
بيا وايي: دا څه معلومه ده ښايي يوه داسې ورځ راشي، چې بيا د کفارو فرهنګ د مسلمانانو له خوا تهديد شي او يوځل بيا په يوه مناسب او ټاكلي وخت كې، له نړۍ سره د جګړې لپاره له آسمانه را كوز شي .
زه د غيب ويلو دعوه نه كوم، مګر ددې احتمال علامې ډېرې زياتې دي، اټومي وسلې او راكټونه به يې مخه ونه شي نيولاى .
*    *     *     *
۶ – تايبني: د اسلام، غرب او راتلونكې په اړه په يوې جوړې شوې غونډه كې وويل : ځينې كسان داسې ګڼي، چې ګډې او يو له بل څخه نفرت كوونكې ډلې، چې د غرب د جګړې په پايله كې رامنځ ته شوې، ورو ورو او په سوله ييز ډول يو له بل سره موافق شكل غوره كوي، او په تدريجي او سوله ييز ډول، يو نوى جوړښت رامنځ ته كوي، ګډه ټولنه كله په متجانس تركيب كې رادبره كېږي، خو كله هم د ګواښ او انفجار لامل ګرځي او په ټوليزه توګه به اسلام د  داسې يو حالت د رامنځ ته كېدو په صورت كې، بېلابېله ونډه ولري، يعنې د نړيوال پرولتارياى ( كمونيستي ) پر وړاندې د سخت غبرګون په ښودلو سره د كارنده عنصر رول ولوبوي.
 دا سمه ده، چې داسې وژونكو امكاناتو ته د مسلمانانو لاسرسى حتمي نه دى. ځكه هغه څه،  چې په دې اړه، تر ټولو زيات اغيزمنه ده، يانې (( اسلامي وحدت )) يا هم هغه تعبير، چې د سلطان عبدالحميد په سياسي فرهنګ كې له كارولو څخه يې وروسته، د لويديزو نېواكګرو له خولې په ځلونو اوريدل كېږي،  په دې وروستيو كې يې د مسلمانانو پر عقلونو خپله واكمنۍ له لاسه وركړې او اوس دا زموږ لپاره ستونزمنه نه ده، چې د يو داسې پراخه اسلامي خوځښت لپاره په دعوت كې شته خنډونه په پام كې ونيسو.
دا سمه ده، چې اسلامي وحدت او يوالى ويده دى، مګرداهم بايد په پام كې ونيسو، چې خوب وړى كله كله را ويښېږي هم .
دا، چې نړيوال كمونيزم ( پرولتاريا) په غرب محكومه نړۍ يعنې هغه، چې غرب تر خپلې ولكې لاندې ساتلي، د غرب پر وړاندې په شور را ولي او هغه چاته چيغې وكړې او خپل غږ ور ورسوي، چې د غرب له مشرۍ سره دښمني لري، ښايي دغه چيغې او فريادونه، داسې له كچې وتلى رواني حالت رامنځ ته كړي، چې د مسلمانانو په اتلوليو بدلې شي. ان كه ددوى خوب د اصحاب كهف په شان هم وي، ښايي دا تاريخي نارې او چيغې د اسلام اتلولي را ويښه كړي، دلته دوه تاريخي تړاوونه شتون لري، چې په هغو كې اسلام ، په يوه شرقي ټولنه كې د غربي ټولنې د لاس وهنې پر وړاندې د برياليتوب يوه ښه بلګه ده .
د رسول اكرم  له رحلت نه وروسته د خلفاى راشدينو په زمانه كې، سوريه او مصر، چې كابو زر كاله يې د رومي واكمنۍ دروند بار پر اوږو بار و، مسلمانانو آزاده كړله، او د نورالدين زنګي، صلاح الدين ايوبي  مماليك په زمانه كې _ اسلام د صليبيانو او مغولو پروړاندې له خپل كورنه په ډېره مېړانه دفاع وكړه.
نو كه د ننۍ نړۍ وضع د توكميزې جګړې لامل وګرځي ښايي، چې اسلام په يوه داسې يون بدل شي، چې يوځل بيا خپل تاريخي رول و لوبوي .
خو بيايې د خپلې صليبي روحيې پر اساس وايي: هيله لرم، چې داسې ونه شي .
                                                                                          ( الاسلام والغرب والمستقبل – د نبيل الطويل ژباړه)


۱۱ برخه

۳ – نړيواله خطر ناكه توطيه:

۱-  په ۱۹۵۲ ميلادي كال كې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواكي په خپله ويناكې داسې وويل :

زما په اند،كمونېزم د اروپا لپاره خطرناك نه دى، ځكه دا د پخوانيو كړيونه يوه كړۍ ده او كه خطر هم ترې پيښېداى شي، نو يوازې د نظامي او سياسي پلوه به وي، خو له  مدني پلوه خطر نه لري، چې زموږ فكري او انساني شتون له زوال او نابودۍ سره مخامخ كړي .
هغه حقيقي خطر، چې موږ ته  په  واقعي معنا او مستقيم ډول سخت ګواښ دى، هغه عبارت  له اسلام څخه دى، ځكه مسلمانان له غربي نړۍ څخه په بشپړه توګه بيله نړۍ لري، هغوى د ځان لپاره د يوه ځانګړي  روحي ارزښت څښتن دي او خپل تاريخي مدنيت او اصليت لري او دې ته نه دي اړ، چې خپل مدنيت د غرب تر اغېزې لاندې راولي، خپل اصليت او شخصيت يې په ځانګړي ډول د غربي تمدن  پر وړاندې له لاسه وركړي او د يوې نوې نړۍ بنسټ كېږدي .
مسلمانان دخپلو خوبونو د رښتيا كولو په موخه په دې لټه كې دي، چې غربي پرمختللي صنعت ته لاس رسى پيدا كړي اوكله يې، چې دا علم تر لاسه كړ او په پراخه كچه د توليدي صنعت وسايل  په لاس ورشي، نو په نړۍ كې د خپل غني مدنيت په ميراث سره خوځښت كوي،  پرځمكه خواره كېږي او د غربي روح اساسات او بنسټونه نابودوي او غربي رسالت د تاريخ  په موزيم كې غورځوي .
موږ په الجزايركې د خپلې اوږدې واكمنۍ پر مهال كوښښ وكړ، ترڅو ددې ملت پر تاريخي شخصيتونو مسلت شو او د هغوى په غربي كولو كې مو هيڅ  ډول كوښښ درېغ  نه كړ، مګر له سترې ناكامۍ پرته بل څه نه وو.
نن اسلامي نړۍ، د تورې طلا او د عصري صنايعو د لومړنيو موادو پرخيالي پانګې ناسته ده، خو ددې سترو امكاناتو څخه د ګټې پورته كولو لپاره، چې په غرونو او دښتو كې يې پټې پرتې دي، خپلواكۍ ته اړتيا لري .
اوسنۍ اسلامي نړۍ په ځنځير د تړل شوي پهلوان، مثال  لري، داسې پهلوان دى، چې لا تر اوسه يې خپل ځان ښه  نه دى پېژندلى، حيران او وېرېدلى دى، تيرشوي وخت او د زوال دورته يې د نفرت  په سترګه ګوري، له لټۍ، ګډوډۍ او بې نظمۍ سره يې پر خواخوږۍ سربېره، ديوې ښې راتلونكې او بشپړې خپلواكۍ هيله لري.
موږ بايد اسلامي نړۍ ته هر هغه څه وركړو، چې دوى يې غواړي، خو په دوى كې  بايد د صنعتي او فني توليداتوسره يې د نه ليوالتيا غښتلې كړو.
 كه موږ په دې نقشه كې ناكام او پاتې راشو او دغه پهلوان د ناپوهۍ له قيد او د ناتوانۍ له احساس څخه خلاص او له غرب سره د صنعتي توليداتو سيالي پيل كړي، نوهغه مهال به له نابودۍ او زوال سره مخ شو، اسلام او عربي نړۍ به يو لوى او ستر خطرناك ځواك وي، د غرب  ميراثي مدنيت به په يوه لوى مصيبت اخته كړي، چې بيا به  هغه مهال نه غرب پاتې وي او نه به يې مقام او رهبري .
(د استاد، جودت سعيد، تاليف شوې رساله (( لما هذا الرعب كله من الاسلام)) : ۲۲- ۲۳ مخ)

۲- لارنس براون وايي: موږ له مختلفو ملتونو نه وېره لرله، خو وروسته له ازموينې مو خپلې دې وېرې ته هيڅ دليل ونه موند، موږ مخكې له يهوديانو او ژيړ نژاد( جاپان اوچين ) له خطره وېرېدلواوسورنژاد له خطره مو وېره لرله، مګر دا ټول هغسې نه وو لكه څه ډول، چې موږ ګڼله .
يهودان مو خپل دوستان وختل او هر څوك، چې پر يهودانو فشار راوړي زموږ له سختو دښمنو څخه دى او دغه راز دې ته هم ځير شوو، چې سورنژاد هم په دوهمه نړيواله جګړه كې زموږ و او د ژېړ نژاد ملتونو لوري ته هم د ډيموكراسۍ ستر دولتونه شتون لري، چې د هغوى د مقاومت زمانت وكړي .
رښتينى خطر په مسلمانانو كې دى او په دې كې دى، چې مسلمانان له ناتوانۍ څخه سر را پورته او دخوځښت توان ومومي، ددوى په توند، قهرجن او وېره وونكي ژوند كې نغښتى دى او دوى د اروپايي ښكيلاك پر وړندې يوازينى خنډ دي .


۱۰برخه

 (( ۵ ))

كافران په دې توا نېدلي دي، چې د اسلامي هېوادونو په غاړوكې بېلابېل غړوندي ور واچوي، چې تر ټولو مهم  غړوندى يې پر اقتصاد او توليدپورې نښلول دي، يعنې كفارو د اسلامي هېوادونو اقتصاد او توليد په خپل لاس كې اخيستى او په ځان پورې يې تړلي دي .
دا خبره، چې اسلامي نړۍ بايد غريبه او نا توانه وي او په هرڅه كې كفاروته اړه وي، د اسلامي نړۍ په خپلو پښو درولو او مختلفو صنعتي وسايلو ته يې د لاس رسي په مخ كې خنډ شوې ده .
وسلې له كفارونه را واردوو او د پوځي ځواك  وسايل له دوى نه اخلو، ان د خپل ورځني ژوندد اړتيا وړ توكي او فابريكې له دوى نه را واردوو، كه د جګړې هوډوكړو، نو بايد د دوى هوكړه او موافقه تر لاسه كړو، كه دوى د سولې غوښتوونكي وي، كولاى شي هغه څه، چې دوى وغواړي پر موږ يې را تپلى شي او كه وغواړي، چې د يوه هېواد پايښت ضعيف كړي، نو هماغسې كوي او كه وغواړي، چې ګاونډي هېوادونه يې پرضد را و پاروي او ورباندې مسلط يې كړي، نو كولاى شي او كوي يې او داموقف، دوى پرټولو وړو او سترو چارو باندې حاكم ګرځوي او يو شمېر هېوادونه، چې تر يوې كچې د بهرني فشار پروړاندې سركشي او ځان ښكاروي، مګر په پټه كې ددوى پروړاندې تېرېدنه كوي .
په اسلامي نړۍ كې داسې هېوادونه شته، چې د نړۍ ستر دولتونه او موسسې حاكميت ورباندې لري، چې ستر قدرتونه يې ننګه كوي او داسې سيمې شته، چې د كفري هېوادونو برخه ګرځېدلې دي:
ازبكستان، تركستان، تاجكستان، آذربايجان، د سومالياځينې برخې، اريتريا،  كشمير ... اوداسې نور.
( په دې كتاب كې د هغو اسلامي هېوادونو نومونه،  نه دي ياد شوي، چې په دې وروستيو كې كفارو يو ډول نه يوډول خيټه پرې اچولې، لكه عراق، افغانستان، بيت المقدس ... او داسې نور، خداى دې دكفارو له منګولو خلاص كړي .)  ژباړن
همدا راز په اسلامي نړۍ كې داسې موسسې شته، چې د جاسوسۍ او څار ګرۍ پر خطرناكو دستګاو يې تكيه كړې ده او سترو دولتونو هغوى ته يې دفعاليت زمينه برابره كړې اوهمدا راز په اسلامي نړۍ كې مرتد ګوندونه او حزبونه هم شتون لري، د قدرت واګې په لاس كې لري اوپر خلکو حاكم دي .
داده د اسلامي نړۍ رښتينې او واقعي نقشه، چې ددې كتاب د ليكلو پر مهال، يعنې د ۱۳۹۰ ه ق كال په شاوخواكې .


۹ برخه

 (( ۳ ))

په مسلمانانوكې د اختلاف او بې اتفاقۍ مساله، چې د تجزيې او ټوټې كېدو له وخته په ميراث ورته پاتې ده، د كفارو له خوا د ښكېلاك په مرحله كې پراخه  او ژوره  شوه، چې اوس خپلې لوړې كچې ته رسېدلې.له دې نه هم وحشت ناك دا:
ښكيلاك ګرو كافرانو د خپل ښكيلاك په دوره كې او وړاندې تر دې، چې له ښكيل شوي هېواد څخه ووځي، په هره سيمه كې يې يو لړ زياتې سياسي ستونزې را منځ ته كولې، ترڅو له يوې خوا ددې هېواد ځواك تر خپلې اغېزې لاندې راولي او له بلې خوا د اسلام پر سياسي تګ لوري اثروغور ځوي، لكه د پولو ستونزې، د ګاونډيتوب ستونزې او هغه سيمې، چې په طبيعي ډول بايد په يوه هېواد پورې تړل شوې واى، په نوروهېوادونو پورې تړل كېدل او د قدرت واګې لږكيو او اقليتونو ته سپارل كېدل او د اسلام ضد فعاليتونو دتقويې په موخه دغير عادي دولتونو رامنځ ته كېدل .
په دې توګه يې د اسلامي نړۍ په زړه كې په لسګونو سياسي ستونزې جوړې كړې، چې د مسلمانانو يون او حركت  ستونزمن کوي، او يا له اسلام سره د معاملې وسيله ګرځي .

(( ۴ ))
دغه راز د حكومتونو ترمنځ د تفرقې اچولو په عمليه كې دا هم په پام كې نيول شوي، چې ګاونډي هېوادونه بايد تل په خپلو كې په جګړه لګياوي، خلك ګډ نظر او فكر، ونه لري او د هغوى په نظرونو كې ملي غوښتنې او ملي موخې په پام كې ونه نيول شي .
داسې دولتونه يې را منځ ته كړي، چې مستقل او خپلواك ژوند نه لري او ملي مصلحتونه يې په كلي توګه له قيده آزاد كړي دي، په دې معنا، چې ددې دولتونو ملي مصلحتونه، نه دي خوندي.
مختلف نظامونه يې يو د بل په ځنګ كې را منځ ته كړي، د سرمايه دارۍ يا پانګوالۍ نظام يې د سوسيالستي نظام په ځنګ كې را منځ ته كړى او شاهي نظام يې د جمهوري او ديكټاټوري نظام په ځنګ كې رامنځ ته كړى او خپل ځان ته يې داسې موقف ټاكلى، چې پر ټولو حاكم، څارونكى، لارښود او منځګړى وي .
اصلا د ښكېلاك  په عمليه كې، داسلامي نړۍ  پروړاندې همدا بسنه كوي، چې يو هېواد له بل هېواد نه په بېلابيلو برخوكې لرې او ګوښه وساتي، ځكه هر هېواد د ښكېلاك په وسيله خپل ځانته بېله بڼه او رنګ غوره كړى دى او هغه څه، چې ښكېلاك غوښتل په دې هېوادونو كې يې رامنځ ته كړي دي، نو پر دې اساس دا ورته بس دي، چې يو هېواد د انګليس تر ښكېلاك لاندې وي، بل د فرانسې تر ښكېلاك لاندې وي، تر څو ددوى د انزوا او ګوښي توب لپاره زيات لاملونه او عوامل شتون ولري، د فكرله پلوه د كړنلارې له پلوه، د اداري دستګاه، دفاعي او جنګي وسلې، عسكر او د پټو اړيكو دستګاوې ... داټول په دوو هېوادونوو كې يو ډول نه دي .
سربېره پردې، ځينې هېوادونه خوار او غريب او حينې نور شتمن دي او ښكېلاك د شتمنو له شتو او توان څخه او دغريبو له غريبۍ نه ګټه پورته كړې او نور دولتونه يې رامنځ ته كړي، چې له دواړو لوريونه ګټه ترلاسه كړي، ځكه قوي او شتمن طمع لري او ضعيف ډارېږي .
په پايله كې داسې ويلاى شو، چې ددې او هغې هېواد تر منځ وضع كې په بشپړه توګه توپير لري.


۸ برخه

۲ – ارتداد، او د نا پېژندلې او ناروا وضع پايلې
((  ۱ ))
په هر اسلامي هېواد كې د كفارو او ياد كفارو د غلامانو، ګڼ شمېر موسسې شتون لري، چې د پوره شمېر كچه يې ډېره مشكله ده او يوازې هغه ډېر لږ شمېر، چې د رسنيو له لارې خپاره شوي او دغه راز د ( ايلى كوهين من جديد)) په كتاب كې دغه مطلب راغلى دى، چې په عراق كې د عبدالسلام عارف د حكومت په لومړيوكې، د هغو جاسوسو عراقيانو شمېر، چې د انګلستان پر جاسوسې يا څارګرې ادارې پورې تړلي و، ۳۳ زروته رسېدلو. دغه موضوع هغه مهال په ډاګه شوه، چې په بغداد كې د انګلستان سفارت وسوځېد.
ځينې كسان، چې دا ډول مسايل څېړي، په همدې  شمېر كسان په منځني ختيز كې د امريكا پر څارګره اداره پورې تړلي او هغوى ته كار كوي .
( دا شمېره د کتاب د ليکلو پر مهال ښودل شوې، چې اوس په اسلامي هېوادونو كې د كفري نړۍ، په ځانګړې توګه امريكا او انګلستان د څارګرو غلامانو شمېره زښت ډېره لوړه شوې او ان  په ګڼ شمېر هېوادونو كې د ولسمشرانو او سترو، سترو ګوندونو د مشرانو په كچه څارګر او غلامان لري ) ژباړن
سر بېره پردې  په هر هېواد كې، دهغه هېواد كمونيستي موسسې شتون لري، چې په لوى سركې ټول د نړيوال كمونېزم غلامان دي او دغه راز، د ماسونيت او دهغو په څېر په زيات شمېر نورې ددين پر ضد ټولنې، د زياتو امكاناتو په لرلو سره فعاليت كوي .
( په يوه كوچنۍ سيمه، سور يه كې، د ماسونيت ۳۸ مركزونو شتون درلود، دغه مطلب د ماسوني مركزونو سكر تر، فهمى المعمر په كتاب كې افشا شوى، چې    په ۱۹۵۸ كال كې ليكل شوى ).
همدا شان، د مسيحي تبليغ (( تبشيري)) مكتبونه او موسسې هم شتون لري، چې ټولې په عملي ډول په بهرنيو مراجعو پورې ارتبات لري ( په سوريه كې د مسيحي تبليغ (( تبشيري ))  له دووسوو نه زيات مكتبونه شتون لري، چې يوازې په طرابلس، شام كې دېرشو مكتبونه فعاليت كوي) . 
له بلې خوا وطني ګوندونه،  قومي مشران او شخصي مشران، چې په غالب ګومان په سياسي او فكري فعاليتونو كې د كفارو مزدوران او غلامان دي .
فرهنګي او تربيوي موسسې هم شتون لري، چې د همدې ځانكړنو لرونكې دي او ډېرې كمې داسې موسسې پيدا كېږي، چې د پرديو له خوا نه حمايه كېږي .
په اسلامي هېوادونو كې، چې كوم لږكي يا اقليت  قومونه  ژوند كوي، د كفارو تر ځانګړې او خاصې پاملرنې لاندې دي، ترڅو وكولاشي، چې هغوى د خپلو ناوړو موخو لپاره استعمال او وكاروي .
ډېر شمېر داسې كسان په تيت پرك ډول  شته، چې ددغو ياد شويو مركزونو لاره تعقيبوي، په پوهې او ناپوهۍ سره د هغوى پر پلونو پل ږدي او دهغوى پر لار روان دي او وروسته د نوي نسل وار راځي، چې دغه فكر هغوى هم نيسي او غواړي دوى يې  په غياب كې د ښوونكو او استادانو رول ولوبوي او په داو طلبانه ډول دې كارته مټه وركوي او ورته حاضرېږي .
تر ټولو ناوړه، نابود، پليد او خطرناك يې، پياوړى نړيوال  صهيونېزم دى، چې د يهوديت په ګټه او مشوره په هراسلامي هېواد كې ښه په زور او قوت سره كار او فعاليت كوي، نو پردې اساس ويلاى شو، چې داسې سر زوره او خطرناك ځواكونه شته، چې شاخونه يې زموږ په هېواد كې دي او ريښې يې په بهركې دي.  
((  ۲  ))
هغه مهال، چې اسلامي نړۍ د كفارو په لاس کې پرېوتله اوسقوت يې وكړ، د قدرت واګې يې په خپل لاس كې واخيستې او يايې د خپلو پيروانو او طبيعي ملاتړو او يا يې لږ تر لږه د فاسدو او مفسدو  مسلمانانو په لاس كې وركړې او د هرې  برخې دستګاوې په ځانګړې توګه نظامي برخې دستګاوې  او په عام ډول يې ددولت دستګاوې داسلام او مسلمانانو دښمنانو ته وسپارلې او  دا د اسلامي هېوادونو د عسكرو دهغې لړۍ دوام دى، چې مسلمانانو له خپلواكۍ  وړاندې درلود، په دې دليل، چې هېڅ هېواد له نظامي قوې نه، نه شي بې برخې كېداى او دغه قوه د دښمن په لاس كې وه، نو پردې اساس كله، چې د اسلامي هېوادونو نظامي وضع وخېړو، دا به راته څرګنده شي، چې  په سركې يې كفار يا لار وركي، خيانت كاران، شراب خواره، زانيان شتون لري، مګر يو كم شمېر.... او په غالب ګومان، د ضابطانو طبقه له فاسد ترينو طبقو څخه شمېرل كېږي، ځكه په غالب ګومان سره ددوى د دندو ټاكوونكي او لارښوونكي، فاسداو هغه نيمګړي كسان وي، چې حربي پوهنځيو ته هغو كسانو ته د ورتګ لار نه وركوي، چې اسلامي فكر ورسره وي. البته دغه قضيه له استثنا څخه نه ده خالي، مګر دا استثنا ډېره كمه ده، ځكه هغه قوانين، چې د مختلفو نظامي  څانګو لپاره د خلكو لپاره په پام كې نيول شوي دي، ټولو د جاهليت له مادي ارزښتونو څخه پيروي كړې ده. 
ددغو ټو لو په پام كې نيولو سره يعنې دا، چې نظامي ځواك  د خپلواكۍ له دورې وړاندې وختونو دوام او لړۍ ده او دغه راز  دا، چې ددې خلكو ټاكلو لړۍ په غلط لوري روانه ده ښايي يو طبيعي امر وي، چې واك د اسلام د دښمنانو په لاس كې وي، خو هغه هېوادونه، چې د استعمار تر واك لاندې نه دي، د فاسد كارۍ عمليه له يوې بلې لارې  پر مخ وړل كېږي او دداډول هېوادونو د عسكرود نظامي زده كړو د نشتوالي، احتياجۍ او اړوالي پر بنسټ، د نظامي زده كړو د ترلاسه كولو لپاره دې ته اړ كېدل، چې يو شمېر عسكر په نظامي برخه كې د تخصص او ځانګوالۍ لپاره نورو هېوادونوته واستوي او دغه راز يو شمېر كسان پرته له دې، چې وړتيا او مخينه يې په پام كې ونيول شي او پرته له دې، چې روزنيزه مخينه ولري او پرته له كومې څارنې بهر ته استول كېدل او پايله دا شوه، چې هغوى  فاسد را وګر ځېدل او د نورود فاسد و په لټه كې شول.
 كه عسكر فاسد شي، نو امت  فاسدېږي او د عسكرو فساد د اسلام او مسلمانانو پروړاندې ډېره لويه ستونزه ده .


۷ برخه

 په ټولنيز نظام كې:
كورنۍ او فاميل، كورنۍ تربيه، د خلكو ټولنيزې اړيكې، يوهم اسلامي بڼه نه لري، د نر او ښځې تر منځ  اړيكې او ددواړو ټولنيزې دندې له اسلام سره واټن لري.
دغه راز په عسكري نظام كې د جهاد مفهوم نشته، دجګړې آداب او د مبارزې روزنه او تجهيزات له اسلامي خوى سره سم نه دي او ډېر توپير ورسره لري .
 د پوهنې سسټم هم هغه فرض عين او فرض كفايي مفهوم نه لري، مفروضه علوم، مكروهه او مباحه علومو توپير نه سره كېږي، زده كړه او روزنه او د هغې موخې او هغه شخصيت، چې له هغې نه ترلاسه كېږي، اسلامي بڼه نه لري .
له اسلامي پلوه د اخلاقو مفهوم، د اوسنۍ زمانې دانسان، د هغو له شخصيت،ادب، چلند او دهغو له اساسي اخلاقوسره واټن لري .
ددې وضع په نتيجه كې اسلامي نظامونه او تر يوې كچې د هغو عباداتو او عقايدو له اسلام سره واټن
نيولى او ډېر كم ليدل كېږي، چې  يو اسلامي فرهنګي شخصيت دې د پاكې او سالمې اسلامي عقيدې 
 لرونكى وي او دا وېره اچوونكى ارتداد دى .
 د اوسنۍ زمانې اود اسلام د لومړۍ زمانې د ارتداد ترمنځ يوه سطحي پرتلنه دا په ډاګه كوي، چې په ځينو ملحوظاتو  كې  د لومړۍ زمانې ارتداد خطرناك و او دځينو ملحوظاتو پر اساس  زموږ د زمانې د ارتداد خطر زيات دى .
د اسلام د لومړۍ زمانې ارتداد ځكه خطر ناك و، چې داسلام د پيل  زمانه وه او اسلام لا په پوره كچه نه و پراخ شوى او دا، چې په اوسنيو شرايطو كې  په  پوره اندازه د ارتداد په وړاندې د دفاع تيارى نشته، نو ځكه ددې زمانې ارتداد ډېر خطر ناك  ګڼل كېږي.
د اسلام په لومړۍ زمانه كې  ټول  مسلمانان  يو موټى او تريوې  رهبرۍ لاندې و او هر فرد له بشپړې بېدادرۍ څخه بر خمند و، د ايمان ټينګې او غښتلې قوې  يې  مادي قوې ته لا ټينګښټ وركړى و، مګر د اوسنۍ زمانې د ارتداد پروړاندې تر اوسه پورې هېڅ ډول دفاعي تيارى وجود نه لري.
نو دغه ارتداد د لومړۍ  زمانې په پرتله ډېر خطر ناك دى،  دلومړۍ زمانې د ارتداد په مفكوره كې، ضعف او خواري روښانه او څرګنده وه.
په مقابل كې يې اسلام د يوې نمونې په ډول په تازګۍ او عظمت سره پراخېدلو، خو داوسنۍ زمانې ارتداد په يوه نوې او شيطاني طريقه خپرېږي او د پيسو په زور كوښښ ورته كېږي، چې دغه  فكر او اندېشه د نويو او زړه را ښكوونكو عنوانونو له لارې داسې وښيي، چې ګواكې د يوې وروسته پاتې مفكورې پروړاندې پر مخ ځي.
فلسفه يې زده كړې او د عواطفو او مشاعرو ترلاسه كولو هر ډول وسايل يې په لاس كې دي، په داسې حال كې، چې اسلام او مسلمانان ددوى (كفارو) لسمه برخه د لار اېستنې او ګمراهۍ وسايل هم په لاس كې نه لري، يعنې مسلمانان داسې مادي  وسايل نه لري، لکه کفار يې چې په واک کې لري. ژباړن
 له دې ټولو سره سره، چې پورته مو اشاره ورته وكړه، نه شو كولاى، په ټولو هغو، چې داسلامي نړۍ سيمې تشكيلوي، د كفر حكم صادر كړو، ځكه په دې صورت كې بايد ټول دارحرب و ګڼل شي او دمرتدينو د ډېروالي سره سره موږ غواړو پر هغوى ددا ډول نوم اېښودلو نه ډډه كړو، ځكه پر دوى باندې ځانګړي نومونه اېښودل كېږي، يوازې همدومره ويلاى شو، چې د اسلامي نړۍ د هېوادونو ټولنه فاسقه ده، چې په غالب ګومان، د مرتدينو، منافقينو او يا كفارو تر ولكې لاندې راغلي او فكر نه  كوم، چې كه څوك د اسلام په معنا پوه وي، دغه  حكم به بې ځايه وګڼي .
د فرض كفايي په ادا كولو كې د مسلمانانو غفلت او لټي ددوى د كنهګارۍ لامل كېږي او ددې كار په دوام او تكرار سره هغوى فاسق ګڼل كېږي، په داسې حال كې، چې اوس مسلمانانو په سلګونو فرض كفايي له لاسه وركړي دي .
د اسلامي امت يو الى او د دې  يوالي لپاره فعاليت  په هر مسلمان  فرض دى، چې مسلمانان په دې كې ملامت دي او دغه راز، بايد په ټوله ځمكه د خداى ج حكم وچلېږي دا يوه فريضه ده، مسلمانان په دې كې پاتې راغلي، چې د خداى ج حكم په ټوله ځمكه حاكم و ګرځوي او د هغې د تحقق لپاره كار وكړي او دا، چې ټول مسلمانان بايد يو خليفه او زمامدار ولري، چې هغه  ته اطاعت ولري، يوه فريضه ده او د اوسنۍ زمانې مسلمانان په دې كې پاتې راغلي.
دا، چې مسلمانان بايد د علم او فنونو په هره په برخه كې كارپوهان ولري ترڅونورته  اړ نه  شي، چې دغه په خپله يوه فريضه ده، خومسلمان په دغه فريضه كې هم ملامت دي، لازمه ده، چې مسلمانان بايد له هر ډول جنګي او ځواكمنو وسايلوڅخه برخمن وي، له بده مرغه، چې مسلمانانودغه فريضه هم نه ده پرځاى كړې اوداهم لازمه ده، چې مسلمانان د اعلاى كلمة الله  لپاره جهاد وكړي، خوله بده مرغه، چې ډېری مسلمانان په دې برخه كې هم پاتې راغلي.
په دې برخه كې زياتې بيلګې شته، يوازې دا بس  دي، چې په دې ټولنه د فسق حكم صادر كړو، مګر كار له دې نه هم لوى دى .
په دې اسلامي ټولنه كې هېڅ داسې كورنۍ نه تر سترګو كېږي، چې په بشپړه توګه په اسلام پورې تړلې وي او په ټولنه كې يې په ټولو برخو كې د مسلمانانو وضع تر ډېرې كچې ترخپلې اغېزې لاندې راوستلې ده او همدا فسق دى.
نو پر دې ټولنو باندې زموږ كمترين حكم ددوى پر فسق باندې دى، چې په غالب ګومان، ددوى كارونه د مرتدانو يا منافقانو او يا كفارو په لاس كې دي او يا دهغو منافقينو په لاس كې دي، چې په ژوره توګه دفسق او فساد پلويان دي او خلك په ژوره توګه د ارتداد په لوري ورماتوي.


۶برخه

ه: لوى خداى ج فرمايلي:

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لاَ تَسْفِكُونَ دِمَاءكُمْ وَلاَ تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ (۸۴) ثُمَّ أَنتُمْ هَـؤُلاء تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقاً مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ 
د البقره سورت: ۸۴، ۸۵
ژباړه : (( او ( ياد كړئ اې بني اسراييلو) هغه وخت، چې واخيست موږ عهد محكم له ( پلرونو ) ستاسې ( په تورات) چې مه تويوئ وينې تاسې او مه باسئ ځانونه خپل ( يعنې يو بل په ظلم سره ) له كورو ستاسې بيا عهد وكړ ( پلرونو ) ستاسې حال د ا، چې تاسې شاهدان يئ . په خپلو نفسونو په دې، چې عهد تړلي وو، پلرونو ستاسې او هم دا مو دين دى. پس ( له دې عهده ) تاسې هغه كسان يئ، چې وژنئ ځانونه خپل  ( يو بل سره يا وژنئ غريبان اقربا خپل) او باسئ يوه ډله خپله ( چې مغلوبه شي) له كورو د دوى څخه مرسته ( مدد) كوئ يو له بل سره پر دوى باندې په ګناه او ظلم او كه راشي دوى تاسې ته بنديان نو فديه وركوئ تاسې د دوى په ځاى شان دا چې حرام كړى شوى دى پر تاسې اېستل د هغو آيا پس ( منئ او) ايمان راوړئ تاسې پرځېنو ( احكامو د) كتاب ( چې فديه ده) او كافران كېږئ په ځېنو نورو ( احكامو د كتاب، چې بې ګناه وژنئ په ګناه سره مرسته ( مدد) كوئ د دوى مغلوبان له وطنه شړئ . پس نه ده سزا دهغه چا چې كوي دا ( كارونه ) له تاسې څخه مګر خو رسوايي ده په ژوند د دنيا كې او په ورځ د قيامت كې ګرځول كېږي دوى ډېر سخت عذاب د ( دوزخ ) ته .))
د ا آيتونه په ډاګه كوي، چې ځينو آيتونوعمل كول او پرهغو ايمان، اودغه راز د پر ځينونورو آيتونو عمل نه كول يا له هغې نه منكرېدل  په خپله كفر دى ( او هغه چاته مسلمان نه شي ويل كېداى، چې يوازې پر يوه برخه آيتونو عمل كوي او بله برخه يې شاته كړې وي) ژباړن .
دا كار د امت په كچه يوه نوع له نوعو نه كفردى اوپه اوسنۍ زمانه كې  داډول كفرڅومره ډېر دى،  په اسلامي دولتونو كې، ددې ډول كفر جزا په دنياكې ذلت او په آخرت كې عذاب دى، او ښايي همدا كفر په دنياكې د مسلمانانو د ذلت او خوارۍ لامل د ټولو وسايلو له جملې څخه وي، او ښايي دا آيت موږ ته د اسلامي هېوادونو د حاكمانو بدې برخې روښانه  اوڅرګندې كړي، لكه طرد، خلع، قتل، اتهام او داسې نور ذلت او خواري ګڼل كېږي.
د هغه څه په رڼاكې، چې وړاندې مو وويل، كولاى شو ووايو، چې نن په اسلامي نړۍ كې ارتداد شتون لري، او هغه كسان، چې تراوسه نه دي مرتد شوي، د اسلام د پرېښودلو په لټه كې دي او ډېر لږ داسې كسان  پاتې دي، چې د خداى ج په دين او دخداى ج  په مينه ټينګ  ولاړدي.
د مطالعې په ترڅ كې د شهادتينو د نقض او پرېښودلو عوامل، چې مايې يوه برخه  د ( الاسلام) نومي كتاب په لومړي باب كې ذكر كړې ده، انسان  د تېرو مطالبو عمق او زړه ته لاره موندلاى شي، په دې شرط، چې هغه په كلي توګه (يك كل)  د مسلمانانو پر اوضاع تطبيق كړي او د مسلمانانو پروړاندې ددې  سترې ډلې دښمنانه پلوي اوموضوع ګيري دارتداد نښه ده، دغه ستره ډله ددين داحكامو ترك كوونكي دي، چې په اړه يې لوى خداى ج فرمايلي:
فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا
ژباړه:(( پس پيدا شول پس له دوى نه ( داسې بد ) خليفګان، چې ضايع كړ دوى لمونځ  او متابعت وكړ دوى د شهواتو ( نفساني خواهشونو) پس ژر به يو ځاى شي دوى له بد عاقبت خپل سره.))
د مريم سورت: ۵۹ آيت

او يو كم شمېر خلك، چې له دې جملې نه باقي پاتې كېږي، هغوى هغه كسان دي، چې د خداى ج له دې قول سره مصداق دي . 
 وَالَّذِينَ يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ إِنَّا لاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ
ژباړه:(( او هغه كسان (( له دوى ځنې )) چې ښه ټېنګ نېسي كتاب او قايموي (( سم ادا  كوي سره له ټولو حقوقو)) لمونځ ، بې شكه موږ نه ضايع كوو، ثواب (( عوض، بدل)) د نېكو كارانو ((له دوى څخه )).
 د الاعراف سورت : ۱۷۰ آيت

كه څوك غواړي، چې ددې ادعا له رښتيا والي او پرځاى والي په اړه ډاډه شي، نو ماته دې راشي او داسلامي هېوادونو علمي مركزونو، پوهنتونونو او فاكولتوته به ورشو او هلته به ووينو، چې د هغوى نوي په سلو كې منسوبين لمونځ نه كوي او يوازې لس په سلو كې لمونځ كوي، خو په دې كې هم داسې كسان شته، چې له شهادتينو سره په تضاد كې فكرونه لري او دا، چې لمونځ د اسلام عملي امر دى، نو دا پرهغودثبوت ښه دليل دى، چې ومې ويل .
نو پردې اساس ويلاى شو، چې  په اسلامي نړۍ كې مسلمانان د ارتداد په حالت كې دي او يا ددين د احكامو په پرېښودلو كې دي، البته لږ يا ډېر، مګر يو كم شمېر، چې نه مرتد شوي او نه يې په عملي توګه د خداى ج احكام پرېښي او يا هغه مسلمانان، چې په عملي توګه د احكامو ترك  كوونكي دي ، خو مرتد شوي نه دي او په څورلسمه پېړۍ كې اسلامي نړۍ دارتداد بلګې په هر اړخيزه توګه په بركې ونيولې، چې ټولې حاكمې دستګاوې، تقريبا د مرتدانو، منافقانو او يا اصلي كفارو په لاسونو كې  ولوېدلې.
دا طبيعي ده، چې منافق، مرتد او يا كافر له اسلام سره تعهد او ژمنه نه لري او له هغې نه پيروي نه كوي، مګر په څنګ كې داسې لنډ مهالي پلانونه لري، چې  د اسلام د نابودولو لامل  وګرځي.
او داهم يو طبيعي امر دى، په هغو دولتونو كې، چې د چارو واګې يې ددې ډول كسانو په لاس كې وي، هلته نه اسلامي  برنامې جوړېداى شي اونه هم د هغې باصلاحيته كاركوونكي مسلمانان كېداى شي.
زموږ په زمانه كې هرڅه ددولت په لاس كې دي: لارښوونه، زده كړه، روزنه، رسنۍ، سياسي، اقتصادي، كورنۍ، بهرنۍ پلان جوړونه، دفاعي چارې، جګړه، سوله او لنډه دا، چې هرڅه، د ژوند ټولې چارې په بشپړه توګه  د خداى ج، د خداى ج له دين او دخداى ج  له احكامو او شريعت سره غفلت او بې پروايۍ  باندې را څرخي .
او خلك د هغوى د غړو حيثيت لري او د هغو له حركت سره حركت كوي او آن په شعوري اوغېر شعوري ډول د هغې په څرخولو او حركت او دوام كې مرسته كوي .
ددې وضع پايله دا شوه، چې ددوی ژوند له اسلام سره تقريبا واټن نيولى، د هغو سياسي نظام منزوي  شوى او له اسلامي امت نه داسلام مفهوم لرې شو او تردې، چې د هغې مفهوم قوميت ونيو، له طن  څخه د اسلام مفهوم تردې كچې لرې شو، چې بل مفهوم يې ونيو، له قضا او قوانينو لرې شو، ځاى او مفهوم يې بل شي او بل مفهوم اشغال كړ، له شورا نه لرې شو، ځاى يې شرقي او غربي ډيموكراسۍ ونيو، د اجراييه قوې ځاى يې په بشپړه توګه په جاهلي مفهوم بدل شوى، د روحاني حزبيت ځاى  جاهلي حزبيت نيولى، اقتصادي نظام، ملكيت او د تملك لارې او د تملك حقوق او د تملك پايلې په اسلامي بڼه نه دي پاتې .
بيت المال، واردات او لګښت يې اسلامي بڼه نه لري او په هغوكې د مسلمانانود اقتصادي او ټولنيزو  ستونزو حل نه دى مطرح، د مسلمانانو اقتصادي يوالى، په خپلو پښو درېدل يا پياوړتيا او نور اسلامي اقتصادي مفاهيم  له منځه تللي .


۵ برخه

ج: لوى خداى ج فرمايلي:
((فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (*) أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا
سورة النساء، ۵۹ – ۶۰ آيتونه
ژباړه:  نو بيا كه جګړه وكړه تاسې په يوه شي كې، نو وګرځوئ تاسې دا (كار) طرف د الله ته ( د الله كتاب ته) . او رسول ته ( د رسول الله حديث ته )كه يئ تاسې، چې ( په اخلاص سره) ايمان لرئ تاسې په الله او په ورځې آخرې ( قيامت) باندې،
دغه ( رجوع الله او رسول الله ته) خير( ډېر غوره دى تاسې ته له ناقصه فكر ستاسې) او دا ( رجوع) ډېره ښه ده د عاقبت له جهته. 
آيا نه دي كتلي تا هغو كسانو ته، چې ( ظاهري) دعوه كوي دوى، چې بېشكه دوى ايمان راوړى دى په هغه ( قرآن ) چې نازل كړى شوى دى تاته( اې محمده!) او په هغو ( كتابونو) چې نازل كړي شوي دي پخوا له تانه ( اې محمده!) اراده لري دوى، چې وروړي ( خصومت خپل) په طرف د شيطان ( كعب بن اشرف) او په تحقيق حكم كړى شوى دى  دوى ته، چې كافران دې شي دوى په ده سره ( ويې نه مني) او اراده لري شيطان دا، چې ګمراه كړي دوى په ګمراهۍ سره ( له حقه) .    
له پورتنيو دوو آيتونو نه دا سې څر كندېږي،  چې د ايمان  نښه د اده، چې  د خداى ج  كتاب ومني او د هغه حكم د خداى ج په كتاب قرآن كريم كې ولټوي او د پيغمبر حكمونه د هغو په سنتو او احاديثو كې دي او سنت ومني او دغه راز د نفاق نښه د خداى ج  رضا اوحكم پرېښودل او د خداى ج  له  حكميت نه او د هغه  د پيغمبر له سنتو نه مخ اړول دي .
دا واضح او څرګنده خبره ده، چې په اسلامي نړۍ كې  يو شمېر سياسي ډلې او حكمتونه عمومي ډول، دې ته نه دي تيار، چې په خپلو قضاو كې خداى ج او رسول يې حكم وګرځوي او دا،  چې ډېرى مسلمانان د دا ډول ډلو او حكومتونو  تر اغېزې لاندې راغلي او ترډېرې كچې هغه مني او له هغوى نه پيروي كوي، نو په  دې  توګه  د دې  لارې  خط، چې مسلمانان  پرې روان دي څرګند او ښكاره دى .   
د: لوى خداى ج  فرمايلي:
((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ))
ژباړه: ((كوم برهان حجت سند، نه دى حكومت ( دهېچا) مګر خاص د الله دى، امر يې كړى دى، په دې چې عبادت مه كوئ تاسې مګر ده هم ده، دا ( عبادت د ده) دين دى سم)).
 د يوسف سورت ۴۰ آيت
(أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ )
ژباړه: (( خبردار شئ، چې (( خاص)) الله لره دي پيدا كول  او امر ( حكم فرمايل) )).
 د اعراف سورت ۵۴ مه آيت

دغو دوو آيتونو حاكميت په خداى پورې  منحصر كړى، نوهغه دى مطلق  حاكم او له دې حاكميت څخه هرډول سر كشي او دد هغې نه منل، يا هغې ته غاړه نه اېښودل، د ايمان  د نه لرلو مفهوم افاده كوي او په دې اړه لوى خداى ج فرمايي:
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا
سورة النساء ۶۵ آيت 
ژباړه: پس قسم دى په رب ستا، چې نه مؤمنان كېږي دوى تر هغه پورې، چې حكم( منصف) كړي دوى تا په هغه جګړه كې، چې پيښه شوې ده په منځ ددوى كې بيا ونه مومي دوى په نفسونو( زړونو) خپلو كې خپګان ( تنګي- ناراضي) له هغه شي، چې حكم ( فيصله) كړې وه تا او( ويې) مني دوى په منلو سره (( بې له جګړې په خوشۍ سره))
د مسلمانانو وضع ته په كتو سره دا په څركند ډول ثابتوي، چې د خداى ج كتاب په يوه خوا كې قرار لري او خلك په بله خواكي قرار لري او دغه راز د مسلمانانو له ډېرى بچيانو سره منا قشه دا په ډاګه كوي، چې له دوى سره ديني نصوصو ته د تسليمۍ او غاړې اېښودنې احساس نه  ليدل كېږي .


۴ برخه

ايا په اسلامي نړۍ كې ارتداد شته؟

ددې لپاره، چې پورتنۍ پوښتنې ته ځواب وركړو، په كاردي، چې يو شمېر قرآني آيتونو ته ژوره كتنه وكړو، كله مو، چې د هغو مفهوم ښه درك كړ، نو بيا كولاى شو، چې په او سنۍ وضع باندې د هغو د تطبيق په اړه حكم صادر كړو.
الف: لوى خداى (ج ) فرمايي:
((إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ )*( ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ  ))
ژباړه :(( بېشكه هغه كسان، چې بېرته ګرځېدلي دي، ( له ايمانه) پر شا و خپلو پس له هغې څخه، چې ښكاره شوې ده، دوى ته سمه لاره، شيطان ښايسته كړى دى، دوى ته ( ګناهونه) او مهلت ښكاره كړى دى ( شيطان ) دوى ته. دغه ( مهلت دوى ته په سبب د دې دى ، چې) بېشكه دوى وويل هغو كسانو ته ، چې بد يې ګاڼه هغه ( قرآن ) چې رالېږلى دى، الله ژر به حكم ومنو ستاسې ( او فرمانبرداري به وكړو ) په ځېنو كارونو كې ( چې مرسته ( مدد) ده په جنګ او عداوت د رسول الله كې) . ))
 د محمد سورت ۲۵/ ۲۶ آيتونه

پور تنيو ايتونو د ارتداد په اړه صريح او څرګند حكم كړى، څوك، چې په هر كار كې د كافرانو اطاعت كوي ارتداد ورته ويل كېږي.
حقيقت دادى، چې ډېرى اسلامي بچيانو په ارادي توګه كفاروته د اطاعت لاسونه وركړي، او دا كار روا كڼي او داسې احساس نه كوي، چې د دوى دا عمل كفر دى، او يا دا، چې احساس كوي، مګر نه دي پوه شوي، چې داسې يې كړي.
ځينې له مطلق او صريح كفر نه اطاعت كوي او ځينې نور له منافقينو نه اطاعت كوي، چې مثالونه يې ډېر زيات دي.
ب: لوى خداى ج فرمايلي:
وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ.
ژباړه: ((او هر چا، چې و نه كړ حكم په هغه شي،  چې نازل كړى (لېږلى) دى الله نو دغه كسان هم دوى دي كافران.)) 
  د المائده سورت: ۴۴ آيت

په پورتني آيت كې هم په صراحت سره راغلي، چې پرته له هغه څه نه، چې خداى ج نازل كړي، حكم كول كفردى  او ځينې علما ددې ايت مصداق هغه كسان بللي، چې د خداى ج  پر حكم، نورو حكمونو ته  ترجيح وركوي  يا دا، چې له ( ما انزل الله) پرته نور حكمونه روا ګڼي، له د غو دواړو مفهومونو څخه، چې په  ايت كې  يې تصور كوو، په  اسلامي نړۍ كې  يې د هريوه مصداق ډېر زيات دى، آن تردې، چې دخداى ج  له احكامو سره مخالفت  نږدې  په اوسنۍ  ټوله  اسلامي نړۍ كې پر حاكمو نظامونو كې د يوه څرګند سنت بڼه غوره كړې ده، له دې موضوع سره د خلكو چلند مختلف شكلونه لري، ځينې خلك په علني توګه د خداى ج له حكمه پرته نورو شيانو ته خلك رابولي، د بېلكې په توګه، خلك زنا، بد كارۍ، شرابو، بت پرستۍ، د قصاص او حدودو ترك او اوسنيو وضع  شويو قوانينو ته يې رابولي او دا وعده ټول په ارامه توګه پوره كوي او كه چېرې له دې سره شخړه وشي، نو معلومېږي، چې له لومړنۍ ډلې سره توپير نه لري، بله  ډ له  اد عاكوي، چې اسلامي احكام د تطبيق صلاحيت نه لري او ډېرى خلك  يې په كفري اعمالو داسې عادت كړي  دي، چې كه چېرې دا غوښتنه ترې وشي، چې ددې اعمالو پرضد فكر وكړئ،  نفرت ښكاره كوي.
پر دين او دعوت مسخره او استهزا كوي .
او داسې ډلې هم شته، چې كه د خداى ج  پر احكامو عمل كولوته يې را بولې، نو وايي: ددې كارونو وخت تېر شوى، د خداى ج د احكامو وعده ارتجاعي او د نورو احكام پر مختللې ګڼي او داسې خلك هم شته، چې د احكامو د اصلاح  په فكر كې دي او د خداى ج داحكامو تبديل په نورو احكامو نظرونه وركوي، مثلا وايي: څلور ښـځې په نكاح اخيستل بايد منع شي او داسې نور...
داډول برخوردونه او خبرې په حكومتونو، ګوندونو، ډلو، موسسو، مسلكونو، رسنيو كې د زغم له كچې  زيات  تر سترګو كېږي .
اسلامي هېوادونه  د دا ډول  امرونو او نظررونو د خپرېدو په وړاندې  بېلا بېلې وضع لري، خو ددې هسته په ټولو ځايو نو كې را زرغونه شوې، په ځينو هېوادونو كې له دې هستې نه ونه را وتلې، لويه شوې او مېوه يې كړې او په ځينو نورو كې د ودې او مېوې وركولو، لوري ته روانه ده او آن په ځينو برخو كې خبره  دې كچې ته رسېدلې، چې واكمن غواړي، اسلامي عبادات او اسلامي دودونه له منځه يوسي، د بېلګې په توګه، د رمضان په مياشت كې له روژې نيولو سره مخالفت كوي او په خپله په ډاګه روژه خوري  او يو شمېر نورو يې د خداى ج كور،  مكې معظمې ته پر تګ محدود يتونه وضع كوي او يا له يوې  مخې دې ډول مسافرت ته اجازه نه وركوي .
خو د قوانينو په بر خه كې ان  دشخصي  احوال  په قانون كې ( د مدني حالت قانون ) په ځينو سيمو كې  له كفري سر شمېرنې قوانينو نه په مستقيمه تو ګه استازيتوب او نماينده ګي كوي.
لنډه دا، چې  په  غالب ګمان، نه اجراييه قوه، مقننه قوه، قضاييه قوه او نه هم  د هغوى تطبيق كوونكي اسلامي څېرې لري، نو د هغوى په هكله بايد څه ډول حكم وكړو؟


۳ برخه

 سريزه
د اكتاب ددعوت، اسلامي فعاليت، پوهې او جوړښت د لړۍ لومړنى هغه دی او موخه يې دوو لاندنيو پوښتنوته ځواب ويل دي، چې ددې پوښتنو ځواب د مسلمانانو لپاره له غوره او مهمو مسايلو څخه ګڼل كېږي.
هغه فرهنګي نظريه كومه ده، چې مسلمانان، په اوسنۍ زمانه كې اړتيا ورته لري، چې بايد په خپل فرهنګي جوړښت كې كار ترې واخلي ؟
 ديوه اسلامي شخصيت د اخلاقي جوړښت لپاره كومه اخلاقي نظريه مناسبه ګڼل كېږي؟
د اسلامي امت د را ژوندي كولو لپاره په ټوليزه توګه او دغه راز د هر فرد لپاره په بېل ډول دې پوښتنو ته سم ځواب ويل اړين او ضروري دي، ترڅو په دې توګه د اسلامي امت د جوړښت  لپاره سم بنسټ كېښو دل شي، چې لوى خداى ج ددې نړۍ رهبري او قيا دت د هغوى پر غاړه اېښى دى .
ددې دوو پوښتنو له سم ځواب پرته، د بشپړې اسلامي ټولنې يافرد يا ټولي او يا امت جوړول ناشوني دي او پايله دا كېږي، چې د پرمختګ لاره د ژوند په ټولو برخو كې له ګډوډۍ، تيت پركوالي، اختلاف او تناقض سره مخامخ كېږ ي او د لرليد ځانګړ تياوې، چې په ټوليز ډول، دحال او راتلونكې  وضع پكې شامله وي، په دې كې نه ليدل كېږي.
د اسلامي فرهنګ كاركوونكي، لكه علمي موسسې، اسلامي ټولنې، تكړه داعيان، اولياء، مؤرخين او مفكرين او د نظر خاوندان، خداى ج دې دوى په نېكه لاره برابركړي، بايد د فرهنګ او اخلاقويوې څرګندې او روښانه نظريې ته لاس رسى پيداكړي، يو پاك او سپېڅلى چاپېريال رامنځ ته كړي، چې ددې ډول چاپېريال په فضاكې د مسلمان فرهنګ او اخلاق وده وكړي.
په اسلام كې علم پرعمل او نظريه پرتطبيق مخينه لري، درست او سم  حكم له سم اوښه تصور نه راپورته كېږي، كه چېرې درست او سم علم، سمه نظريه او سم تصور وي، نو ښايي، چې له هغې نه سمه پيله يانتيجه او سم برداشت په لاس راشي، پرته له دې په هره زمانه كې له لارې وتلو او ګمراهۍ  احتمال و او زموږ په زمانه كې ددغې  ښويېدنې او لار وركتوب احتمال ډېر او لا پېچلى دى.
ما په خپلو ټولو ليكنو كې دا كوښښ كړى، چې لوستونكوته سمه او روښانه لار ور وښيم او روښانه ځوابونه ورپه ګوته كړم، چې دغه كتاب د موضوع  منظم چوكاټ ټاكي.
د اسلام ميراثي فرهنګ، د اسلام په اوسني فرهنګ بشپړېږي، نوپردې اساس دكتاب نصوص او سنت  په تمسك سره زموږ د زمانې واجبات دي او دغه امر د پراخې نظريې لپاره لازم او نيك انتخاب دى.
هركتاب نه شي كولاى، چې موخه وټاكلاى شي اوهر كتاب د بل كتاب د بشپړتيا لامل نه كېږي، خو دا،  چې په منظم بنسټ  تاليف شوى وي، اوپه دې كتاب كې كوښښ شوى، تر څو داسې نقشه طرح كړاى شي، چې له مخې به يې  ټولې موخې او هدفونه تحقق ومومي.
 هغه حدود او پېژندل شوي اخلاقي موازين، چې د صحابه و كرامو په زمانه كې يې شتون درلود نن د مسلمانانو په منځ كې ډېر تيت او پرك شوي او د هغو ادنا ترين هم د مسلمانانو په منځ كې په مشترك ډول نه ليدل كېږي او نشته، دا لا څه، چې دغه صفات بشپړ، په هر فرد كې موجود وي، ان  د اسلامي داعيانو او مخكښانو په لارو او مسلك كې هم داسلامي اخلاقو د اصولو پرخلاف اختلافونه ښكاري، او ما په دې كتاب كې د اخلاقو اساسي چوكاټ وړاندې كړى دى.
مسلمانان په طبيعي ډول او د تربيې او هغو مكلفيتونو له مخې، چې خداى ج  ددوى پر غاړه ور اچولي دي، دوه ډوله  پاملرنه لري، يو د خپل ځان په لوري، د خپل ځان د اصلاح او لوړ والي لپاره، او بل له خپل ځانه بهر.
بهرنۍ  پاملرنه يې په مختلفو انساني حلقو كې تو پير لري، لكه د ګاونډيانو حلقه، د خپلوانو حلقه، د هم مسلكو او هم كسبو حلقه، ټولنه، دولت، نړۍ، مسلمانان، غير مسلمانان، متقيان، غير متقيان ، او دې كتاب  د ددواړو لپاره  د نصوصو په رڼا كې نقشې جوړې كړې دي.
او وروسته :
هغه مسلمانان، چې دغه كتاب لولي، كه د اسلام په هكله  فكر ورسره وي، هيله لرو، چې د خپلو پوښتنو لپاره ځوابونه ومومي او كه چېرې دا فكر نه وي ورسره، نو هيله ده، چې د پيل ټكي يې ومومي او له خداى ج  نه غواړم، چې زموږ عملونه خاص د خپل پاك ذات لپاره وګرځوي او هغه قبول كړي او زموږ خاتمه په دنيا او اخرت كې نېكه وګرځوي.
انه سميع مجيب، ربنا تقبل منا انك انت السميع العليم.
وقل رب اد خلنى مد خل صدق واخرجنى مخرج صدق واجعل لى من لدنك سلطانا نصيرا

استاد سعيد حوی


۲ برخه

 د بشريت د خلاصون لپاره اسلام يوازينى دين دى
الحمد لله وكفى! وصلاة والسلام على عباده الذين صطفى اما بعد فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم،  بسم الله الرحمن الرحيم ط
قال الله تبارك وتعالى: هوالذى ارسل رسوله بالهدى ودين الحق ليظهره على الدين كله ولوكره المشركون.
اسلام د بشريت د نجات  او خلاصون لپاره داسې يو بشپړ نظام او مكمل دين دى، چې په پلي كولو سره يې نه يوازې انسانان د جاهليت د تورتم او تاريكيو څخه ژغورل كېږي، بلكې په  دينوي او اخروي ژوند كې يې سعادت او نيك بختي هم په برخه كېږي.
د خداى جل جلاله نه باغي او سركش قوتونه لګيادي، د وروسته پاته او كمزورو ملتونو ځمكې په خپلو منځونو كې په يوه رضايت او خوښۍ سره يو تر بله ويشي، چې دغه غم او مصيبت په اوس وخت كې تر ډېره په اسلامي نړۍ كې راغلى دى او د اسلامي نړۍ په هرګوټ او مناره كې د نښتو، تباهيو، او د مسلمانانو د عامه وژنې خبرونه له رسنيو څخه او رېدل كېږي.
ددغه او سني كشمكشونو،  تباهيو او مرګ مير يوازينى علت هم دادى، چې انسانان، په ځانګړې توګه مسلمانان دغه فطري نظام، چې د خلاصون او آزادۍ، سعادت او برياليتوب يوازينۍ لاره ده، پرانيستې پرېښې او په نورو شيطاني او كفري لارو روان شوي او د ذلت او خوارۍ لاريې نيولې ده.
اسلام يې ياخو خپل رسمي مذهب ګرځولى او يايې يوازې په عباداتو كې خلاصه كړى دى، او د اسلام سياسي اړخ يې بلكل له ياد او خاطر څخه ايستلى دى.
ظلم او تېرى، د نورو حقه حقوق غصبول، د كمزورو او ضعيفو قوتونو د وينې زبېښل، د قدرت او چوكۍ د خاوندانو لپاره معمول ګرځولي دي.
خو كله، چې په دې ملتونو كې د اسلام پتنګان راپورته شوي او په خپل ملت كې يې د اسلامي سياست او اسلامي حاكميت لپاره هلې ځلې پيل كړې، نو بيا يوازې په نوم مسلمان واكمنان ترې په لړزه كې لوېدلي، بلكې د شرقي او غربي ظالمانو په ماڼيو يې هم زلزله را وستلې ده.
نو په دې وخت كې بيا كفري لوى طاقتونه د خطر احساس وكوي او ددې اسلامي كوښښونو د مخنيوي لپاره يې يو په بل پسې خپل سياسي لوبغاړي را منځ ته كړي دي .
ددې ټولو سياسي بدلونونو نه وروسته يې، چې د پوره ناكامۍ احساس كړى، نو بيايې د خپلو عسكري قوتونو په رالېږلو پيل كړى، ځكه هغوى د خپلو سرحدونو په څنګ كې داسې يو حكومت نه شي زغملاى، چې هلته اسلامي سياست  حاكم وي.
مطلب دا، چې! يوازې اسلام دى، چې په دې توانېږي، چې د انسان انساني غوښتنو ته مثبت  ځواب ووايي، او دهغه حيواني غوښتنې درك او را كابو كړي.
يوازې اسلامي سياست كولاى شي، چې د جاهلي جګړو، انسان وژنو او د انساني ټولنې د تباهۍ مخه ونيسي.
يوازې اسلام دى، چې د انسان لپاره د يوې آرامې او آسوده ټولنې په جوړلو بريالى كېږي.
ددې كار لپاره په كار ده، چې ددغه نجات وركوونكي نظام او دين په ټولو اړخونو، خصوصا په سياسي اړخ ځان پوه كړو.
نو ددې كتاب  ژباړونكي سيد الرحمن ورو په ډېره ښه طريقه او تحقيق سره د اسلامي سياست د ټولو اړخونو څېړنه كړې او په نتيجه كې يې لوستوونكو ته خپله د اسلامي سياست ټولې ښېګڼې او د نورو بشري سياستونو باطل والى معلومېداى شي.
ماحقير او فقيربنده دغه كتاب مطالعه او تر نظر تېر كړ او زما په نظر ددې كتاب لوستل او په هغه ځان پوهول د وخت او زمانې د اهمو ضرورياتو څخه ګڼل كېږي.
دكتاب تحقيق او د موضوعاتو تسلسل يې دومره په زړه پورې دى، چې لوستونكي دې ته اړباسي، چې دامهم او حياتي كتاب په غور او دقت سره ولولي، او همدا راز د كتاب له لوستلو نه دا معلومېږي، چې محترم ورور ددې كتاب د څېړنې او تحقيق لپاره ډېر زيار او تكليف ګاللى. د لوى خداى جل جلاله نه دغه ورور ته ددې غوره او نېك كار د سرته رسولو په خاطر اجر عظيم غواړو او د نصير خداى جل جلاله نه ورته ددې توفيق هيله كوو، چې په راتلونكې كې هم خپل دغه قلمي جهاد ته ادامه وركړي.

و آخر دعوانا ان الحمد الله رب العلمين .

مولوي غزت الله، فاضل
 دارلعلوم حقانيه اكوړه خټك 


لومړۍ برخه


الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على خير خلقه سيدنا ونبينا محمد وعلى آله و صحبه اجمعين  و بعد.

 د پيل خبرې
په دې كې شك نشته، چې نن اسلامي نړۍ او مسلمانان له يوه داسې بد حالت سره مخ شوي، چې د تاريخ په اوږدو كې نه وو ورسره مخ شوي او يا ډېر كم ورسره مخ شوي وو، خو له يوه ويښ او با احساسه مسلمان سره به په دې اړه خامخا پوښتنه پيدا كېږي، چې مسلمانان له داسې يوه پياوړي او بشپړ دين سره سره ولې له داسې خطرناكو او ناوړو حالاتو سره مخ دي؟ اوكه په دې اړه ژور فكر وشي، نو مسلمانان د پيغمبر   له زمانې راهيسې او د هغه له خوا د اسلام د اعلانولو له لومړۍ ورځې څخه د كفارو له دښمنۍ سره مخ شول، ځكه دغو كفارو د خپل قدرت د له لاسه وتلو لپاره اسلام نه شو زغملاى لكه اوس يې چې نه شي زغملاى، خو له اوس سره د هغه وخت توپير دا دى، چې مسلمانان په خپل دين ټينګ ولاړ وو او د اسلام ټول اصول يې پر خپلو ځانونو عملي كړي وو، مګر د نن ورځې ډېرى مسلمانانو خپل دين ته شا اړولې او يوازې تش په نامه مسلمانان دي او د كفارو كړنو او دودونو داسې تر اغېزې لاندې راوستلي، چې پېغلې لوڼې يې په مؤسسو او انجيو ګانو كې كارونه كوي او دوى بيا هم د اسلام او مسلمانۍ دعوه كوي!
د ډيرى ځوانانو عقيدې داسې شوې، چې غربي او كفري فرهنګ د پرمختګ سمبول ګڼي، خو بياهم ځانونه مسلمان ګڼي او د خداى نه د مرستې غوښتنه كوي!!
په داسې حال كې، چې د خداى جل جلاله  قول دى، چې فرمايي:
ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بانفسهم
ژباړه: حقيقت دادى، چې الله د هيڅ قوم حالت نه بدلوي تر څو پورې، چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي.
او دغه راز د پيغمبر صلي الله عليه وسلم يار او د مسلمانانو وياړ، حضرت عمر رضى الله عنه  قول دى، چې فرمايي:
موږ سپك او ذليل ملت و، خو د اسلام په راوړلو سره الله تعالى عزتمند كړو، نو كله مو چې پرته له اسلام څخه په بل څه كې عزت ولټاوه،  نو بېرته به مو سپك او ذليل كړي.
حقيقت داسې دى، چې اوس ډېرى تش په نامه مسلمانان خپل عزت له اسلام پرته په نورو شيانو كې لټوي او يوازې يوشمېر خپل عزت په اسلام كې لټوي او خپل سرونه او مالونه يې د خداى په لاره كې قربانۍ ته ايښي، خداى  دې ددوى په سرونو او مالونو كې بركت واچوي.
له اوسني بد حالت نه د مسلمانانو د وتلو لپاره يوازې يوه لار ده او هغه دا، چې اسلام په عملي توګه ومنو او تر ټولو وړاندې ځانونه د خداى لښكر وګرځوو او بس.
په هرصورت! خبرې ډېرې دي او ددې ټولو ناخوالو د هرې برخې پر عواملو او دغه راز د هرې ناخوالې د حل په اړه خداى بښلي استاد، سعيد حوى صاحب په تفصيل سره خبرې كړې او موږ تاسو ټولو مسلمانانو ته يې د حل لارې را په ګوته كړې دي. خداى جل جلاله دې د عمل توان را په برخه كړي او د خداى رښتينى لښكر دې رانه جوړ كړي.
زه دا خبره د زړه له كومي كوم، چې د حوى صاحب د كتابونو د لړۍ ژباړه به كوم، ځكه دده ټول كتابونه د اسلامي امت د جوړښت لپاره ډېر اړين دي، خو دا هر څه د خداى  په مرسته كېداى شي او ماخو د خپل (په اسلام كې عبادات او حقوق) نومي كتاب كې ژمنه كړې وه، چې د (يادونه) په نامه به جهادي ناول ليكم، چې تر ډېره مې وهم ليكه، خو د خداى اراده بل ډول وه او تاسو باور وكړئ، چې زښتې ډېرې ستونزې لرم او ما وبښئ، چې په خپله ژمنه كې پاتې راغلم، خو كه ژوند ياري راسره وكړه او  دخداى جل جلاله اراده وشوه، نو (يادونه) جهادي ناول به هم بشپړ شي.
په اخر كې له درنو ملګرو، حقيقي صاحب، بدر صاحب، غيرت صاحب، مولوي صاحب عبدالرحمن حقيار، مولوي صاحب عزت الله اخوندزاده نه مننه كوم، چې زه يې ددې كتاب ژباړې ته وهڅولم او په اخلاص يې مرسته را سره وكړه.
ومن الله التوفيق
سيد رحمن سالار
۱۳۸۷ كال، د روژې مباركې  ۲۵مه، كابل

نور په راتلونکو برخو کې


وروستی بدلون ( نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د غبرګولی ۲۷ - مه )
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.