|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

د وتر د لمانځه بيان او د قنوت دعا چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
حمدالله شاکری   
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۰۷ - مه
دماسخوتن له فرض اوسنت لمانځه وروسته د وتر لمونځ کيږي وتر ځکه ورته وايي چې رکعتونه يې طاق دي د وترو د لمونځ حکم واجب دی رسول الله صلی الله عليه وسلم په نومړی لمانځه ډير تأقيد کړی دی .

(الوتر حقٌّ، فمن لم يوتر فليس منَّا (ابوداؤد 1419) يعنې وتر حق دي پس که څوک وتر ادا نه کړی له مونږ څخه نه دي .

د وتر لمونځ دری رکعته دی د نورو لمونځونو په قسم لومړی او دوهم رکعت يې ډک ادا کيږي يعنی له فاتحې سره سورت لوستل کيږي ،بيا په دريم رکعت کې د سورة فاتحه او کوم لنډ سورت يا څو آيتونو لوستلو وروسته به تکبير ووايي دواړه لاسونه به تر غوږونو پورته کوي بيا به دواړه لاسونه تر نامه لاندې وتړې اوپه خفيه آواز به دعای قنوت ووايي .

دعای قنوت له لوستلو ورسته به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړشي رکوع ،سجدې اولکه د نورو لمونځونو په شان به لمونځ ختم کړي .

دعا قنوت : 
اَللهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ ،وَ نسْتَغْفِرُکَ وَنُؤْمِنُ بِکَ ،وَنَتَوکَّلُ عَلَيْکَ، وَنُثْنِیْ عَلَيکَ الْخَيرَ، وَنَشْکُرُکَ، وَلاَ نَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ، وَ نَتْرُکُ مَنْ يَفْجُرُکَ. اَللهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ ، وَلَکَ نُصَلَّیْ ،وَنَسْجُدُ ،وَاِلَيْکَ نَسْعی، وَنَحْفِدُ، وَنَرْجُوا رَحْمَتَکَ وَنَخْشی عَذاَبَکَ اِنَّ عَذاَبَکَ بِالکُفَّارمُلْحِق .

(ای الله ! مونږ تانه د مرستی غوښتونکی يو، او له تانه د بخښنی غوښتونکی يو ، پر تا ايمار راوړو ،اوپر تا توکل کوو ،اوستا ښه تعريفونه کوو،اوستا شکر ادا کوو،ستا نا شکري نه کوو ،او څوک چې ستا نا شکري اونافرماني وکړې هغه پريږدو ،هيڅ اړيکې ورسره نه ساتو ،ای الله ! مونږ همدا ستا عبادت کوو ،همدا ستا لمونځ کوو او همدا ستا ته سجده کوو ،او همدا ستا به لور در څغلو،اوستا دحکم په ځای کولو لپاره تيار اوسو،اوستا د رحمت ليوال يو ،اوستا له عذاب ځنې په ويره کې يو ،يقيناً ستا عذاب کافرانو ته ور رسيدونکی دی ).

که څوک د دُعاقنوت د ويلو قدرت نه لري دهغه پر ځای به دری ځله د (ربنا اتنا فی الدنيا حسنة وفی الاخرة حسنة وقنا عذاب النار دعا وايي (عالمګيري او معلم دين ) .  

د دعا قنوت لوستل واجب دي چې که په هيره سره پاتی شي نو سجده سهوه لازميږي (مراقی الفلاح ) .
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.