|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

د مسجد آداب چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړه : محمدالله وفا   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۰۵ - مه
لیکوال :مولانا محمدیوسف اصلاحي
ژباړه : محمدالله وفا

۱- مسجدونه ودان کړئ او خدمت یې وکړئ، د مسجد ودانول او خدمت کول د ايمان له نښو ځنې دي . نبي کریم  فرمایي :مسجد جاروکول،پاکول،خاوري خځلې ترې ټولول،مسجد کي عطر پاښل (په ځانګړي ډول د جمعي په مبارکه ورځ) انسان جنت ته کاږي .(ابن ماجه)
۲- مسجد د ننوتلو په مهال باید د انسان د زړه او سوچ ټول پام د الله  عظمت او جلال ته وي . نه ښایې چي د الله  کورته په چټي خندا، خبرو او غفلت ننوزو.
۳- ځینې خلک له امام سره په رکوع کي د ګډون او رکعت نیولو لپاره مسجد ته ځغلي. رسول الله  مسجد ته ځغاسته او منډه هم منع کړي ، ځکه چي د بشر د وقار او درنښت خلاف کار دی ،مسجد ته باید په ډېر درنښت او وقار لاړ شو.
۴- مسجد کي باید ډیره غلي ناسته وشي،په مسجد کي باید د دنیا له خبرو،غالمغال،ټوکو، د نړۍ پر حالاتو تبصره کولو او را کړې ورکړې نه په ټینګه ډډه شي ،ځکه چي د مسجد بې حرمتي ده. مسجد د خدای  کور دی او یوازې د هغه  عبادت پکې کول پکار دی .
۵- مسجد ته باید داسي ماشومان پرې نه ښودل شي،چي د مسجد په درناوي نه پوهیږي او مسجد چتلوي .
۶- له مسجد نه باید لاره جوړه نه شي .مسجد ته له ننوتلو وروسته د هغه حق دی چي پکي لمونځ،ذکر او یا تلاوت وشي .
۷- که د چا څخه کوم څیز بهر ورک شي نو په مسجد کي یې باید اعلان ونه کړل شي،رسول الله  به له هغه چا خوښي نه څرګندوله چي په مسجد کي به یې د ورک شوي شي اعلان کاوه ، او که به یې کاوه؛نو ورته فرمایل به یې :لارد الله علیک ضالتک . یعنې خدای  دې ستا ورک شوی څیز تا ته بیرته نه درکوي .
۸- په مسجد کي چي هر ځای تش وي هلته باید کېنو ، تر خلکو ټوپ اخیستل او یایې له اوږو نه پښې اوچتول د مسجد د آدابو خلاف کارونه دي .
۹- مسجد ته باید لومړۍ ښۍ (راسته)پښه ننویستل شي،رسول الله باندې درود وویل شي او تر درود وروسته دغه دعا ویل په کار دی : اللهم افتح لی ابواب رحمتک . (مسلم)
ژباړه : یا خدایه! ماته د خپل رحمت ورونه (دروازې) پرانیزه .
نبي کریم  فرمایی : له تاسو نه چي هرڅوک مسجد ته ننوزي لومړۍ دي پر نبي کریم  درود او بیا دې پورتنۍ دعا ووایي .
مسجد تر ننوتلو وروسته باید دوه رکعته نفل وشي چي تحیته المسجد یې بولي .
۱۰- له مسجد څخه د راوتلو په وخت کي باید لومړۍ چپه پښه د باندې کېښودل شي او دا دعا لوستل په کار دي : اللهم انی اسئلک من فضلک . (مسلم)
ژباړه : یا خدایه  ستا فضل او کرم غواړم .
۱۱- په مسجد کي بايد د جمعي (جومات) او آذان ځانګړي ترتيبات ونيول شي،هغه کسان د امام او مؤذن په توګه دټاکلو وړ دي چي په ټولېز ډول په دین او اخلاقو کي تر نورو غوراوى ولري . ترکومه چي شوني وي باید داسي کسان پر امامت او آذان وګمارل شي چي تنخواه نه اخلي او په خپله خوښه  دې سپيڅلي دندې ته چمتو شي . ياده دي وي دا هغه مهال کیدای شي چي د هرې سيمي خلک یو ډله د مسجد په خدمت ګماري اود خاص امام او مؤذن ټاکلو پر ځای د امامت لپاره د هغوی له ډلي څخه د ښو اخلاقو څښتن کس غوره کوي .
۱۲- پوه او هوښیار ماشومان باید له ځانه سره د ښه خوی او لمانځه د زده کولو په موخه مسجد ته بوتلل شي،که کومه شوخي یا بل ناوړه کار وکړي نو اصلاح دې يې په ژبه وشي نه د زور او سوټي له لاري .
(با احساسه اوسئ)
پای
۱۶-۰۱-۲۰۱۰ م
۲۶-۱۰-۱۳۸۸ هـ،ش
د غرمي ۱۲:۴۵ pm

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.