|
قیامت د دینونو له نظره
۱-قیامت داسلام له نظره
په اسلام کې د توحید اود یو خدای(ج) له عبادت وروسته بله مهمه مساله په معاد باور دی چې دقراني ایاتونه نژدې یو پر څلورمه برخه د معاد په اړوندو سکالو دی چې په دی سکالو کې د قیامت سپړنه او څرګندونه ، دوباره ژوند، ولې قیامت شته، د قیامت د پېښیدو دلیلونه، د قیامت عیني بیلګې، د دوزخ په هکله بحثونه ، جسماني معاد ، د جنت د نعمتونو جزییات ، د دوزخ عقوبتونه ، د کړو حساب او کتاب، او داسې نور شامل دی او همداسې په لرغونو دینونوکې د قیامت په هکله ایاتونه راغلی دی لکه
پاک خدای(ج) د نوح (ع) خبرې د خپل کام سره داسې تشریح کوي «وَاللَّهُ أَنبَتَكُم مِّنَ الْأَرْضِ نَبَاتًا ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًا» ( د نوح سوره ۱۷ او ۱۸ایاتونه: «خدای تاسو لکه نباتات له مځکي شنه کړي یاست او بیرته به مو په مځکې ننباسی بیا به راوباسي تاسو »
پاک خدای(ج) د شعرا په سوره کې د ابراهیم (ع) له قوله فرمايي :
«وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ» (د شعرا سوره ۸۱ او ۸۲ ایاتونه: «هغه (رب) چې مړ کوي مې بیا به مې ژوند ی کوی هغه (رب) چې هیله لرم ددې چې وبښي ماته زما ګناه په ورځي د جزا کي»
پاک خدای(ج) د طه په سوره کې خطاب و حضرت موسی (ع) ته فرمايي:
«إِنَّ السَّاعَةَ ءاَتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى» ( دطه سوره ۱۵ ایت: «بیشکه قیامت راتلونکی دی زه اراده لرم ددې چې پټ کړم دغه (وخت) دپاره ددې چې جزا ورکړه شی هر نفس ته په هغه کړو چې کوی يي »
په قران کریم کې د «قیامت » ويي (۱۱۵) وارې او په دې لاندې نومونو راغلی دی : یوم القیامه؛ یَوم الدین ( دجزا ورځ)؛ َیَوم یَنظر المَراء ماقَدَّمَتْ یَداه ( هغه ورځ چې انسانان د خپل استول شوی کړو جزا ویني )؛ یَوم تُبْلی السرائِر( هغه ورځ چې اسرار رسوا کیږی)؛یَوم یکون الناسُ کالفَراش المَبثوث ( هغه ورځ چې خلک لکه پروانې تیت او پاشان وی ؛ یَوم المَوعُود(موعده ورځ)؛یَوم یَفِرُّ المرء مِن اَخیه و اُمّهِ وَاَبیه( هغه ورځ چي انسان له ورور ه ، موره او پلاره تښتی )؛ یَوم الفَصْل( د جدایي ورځ) ؛یَوم لایَنْطِقون؛( هغه ورځ چې څوک خبری نه کوی )؛یَوم عَسیر علی الکافرین غیر یسیر( د کافرانو دپاره ډیره دردمنه ورځ ده نه اسانه )؛ یوم عسر( سخته ورځ)؛یَوم یَخرجُونُ مِن الاَجداث سِراعاً ( هغه ورځ چې خلک له هدیرو څخه په تلوار را پورته شي )؛یَومُ التغابُن ( هغه ورځ چې خلک پوهیږي چې په دنیا کې يې بایللې ده ) ؛یَومُ لاتملک نفسٌ لنفْس شَیئاً ( هغه ورځ چې هیڅ څوک دکوم شي مالک نه دی) ؛یَومُ لایُخْزی اللَّهُالنَّبی والذین آمنوا معه ( هغه ورځ چې خدای (ج) پيغامبر او مومینان نه خوار وي ) ؛یَومُ الجَمع ( هغه ورځ چې خلک را ټولیږي )؛یَوم تَری المؤمنین و المؤمنات یَسمی نورهم بین اَیْدیهم ( هغه ورځ چې با ایمانه ښځې اونارینه د ښو کارونو د کولو په سبب په خپل نور چې د هغو سره دی حرکت کوي)؛ یَوم معلوم( حتمی ورځ) ؛یَوم مشهود؛( هغه ورځ چې ټوله حاضریږی) ؛یَوم یُدَعّون اِلی نارِجَهنّم دَعّا ( هغه ورځ چې د قیامت منکران به په شدت او عنف دوزخ ته غورځول کیږی)؛یَوم الخروج ( له قبرونو څخه د راوتلو ورځ) ؛یَوم یسمعون الصیحة ( هغه ورځ چې د قیامت چغه وشی)؛یَوم الخلود ( تل پاته ورځ)؛یَوم الخروج ( د راوتلو ورځ)؛یَوم الوعید ( د تهدید ورځ) ؛یَوم عظیم( لویه ورځ )؛یَوم عقیم ( بد فرجامه ورځ) ؛یَوم الیم( ډیره دردمنه ورځ )؛یَوم التَنّادِ( هغه ورځ چې خلک یو بل رابولي ) ؛یَوم الحساب ( د حساب ورځ ) ؛یَوم یقوم الحساب ( دحساب او کتاب ورځ ) ؛یَوم یقوم الناس( د خلکو دراپورته کیدو ورځ)؛ یَوم التَّلاق ( د ملاقات ورځ)؛یَوم الازفة ( هغه ورځ چې نژدی ده )؛یَوم الحَسَرة( د حسرتو ورځ)؛ یَوم یَقوم الاشهاد ( هغه ورځ چې شاهدان د شاهدی لپاره را پورته کیږی) ؛یَوم یقوم الروح و الملائکه صفا ( هغه ورځ چې روح او ملایکې په کتار دریږی) ؛ َیوم لابیع فیه و لاخُلَّه ( هغه ورځ چې راکړه ورکړه ګټه نه لری)؛یَوْمَ تبیضُّ وجوه و تَسودّ وجوه ( هغه ورځ چې مخونه سپن او تور شی) ؛یَوم تقوم الساعه( د را پورته کیدوورځ )؛ َوم البعث(د راپورته کیدوورځ)؛یَوم الوقت المعلوم ( هغه ورځ چې وخت يې مالوم دی )؛ یَوما ثقیلا؛ ( درنه ورځ)؛یَوم تشخص فیه الابصار( د سترګو د اریانیدو ورځ )؛و الدار آلاخره خیر للذین یتقون دی په قرانکریم کې قیامت د ورځي په هکله راغلی دی « يوم تبدل الارض غيرالارض والسموت» د مادی جهان له منځه وړل دی ِ له دې څخه داسی مالومیږی چې نړۍ له یوه شکله بل ته اوړی او د دې نوی دنیا په منځ ته راتلو سره ډیری پېښې کیږی د قرانکریم په ډیرو مبارکو ایاتو کې د قیامت روښانه انځور راغلی دی لکه په سور ه تکریر په مبارکی سوره کي: «کله چې (د)لمر نور ولاړ شی، کله چې ستوری خړ شی، او کله چې غرونه روان کړ شی،کله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې خپل بار وغورځوی، او کله چې وحشی ځناوران راټول کړ شی، او کله چې بحرونه او سیندونه سره ګډ شی....»
د قیامت سوره ۱-۱۵ مبارک ایاتونه : «قسم خورم زه دقیامت په ورځی، او قسم خورم په نفس ملامت کوونکی ، آیا ګمان کوی انسان چې له سره به نه ټولو موږ هډوکی دده ، بلې قادر یو موږ په دې باندې چې د ګوتو د سرو به لیکو مو مرتب اوجوړ کړو!،بلکې انسان غواړي په ټوله عمر کې ګناه وکړي، (نو) پوښتي : څه وخت دی قیامت!، (ووایه)هغه مهال چې سترګې له هیبته خړی متحیري شي، توره شی سپوږمۍ،لمر او سپوږمۍ سره یو ځای شی، هغه ورځ انسان وایي د تښتی لاره کومه ده ؟، هیڅ کله داسي نه ده د تښتې لاره او پټځای نشته، هغه ورځ اخیری قرار ګاه یوازې د خدای په لوری ده، خبر به کړ شی انسان په دغی ورځی له ټولو کړو چې مخی يې کړی او وروسته يي پری ایښي وی بلکه انسان پر ځان خپل حجت لرونکی شاهد دی که څه هم له ځان لپاره عذرونه جوړوي!»
الزمر په سوره کې ۶۸ ایت شریف: «په صور کې پوه شي، نو ټوله خلک به چې په اسمانو او مځکه کې دی به مړه شی مګر هغه چې وفرمایی الله، بیا دویم واری په صور کې پوه شی، ناببره ټوله په پښو دریږی او د (حساب او جزا) په انتظار وی » په دې مبارک ایت کې د" إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ " ( مګر هغه چې وفرمایی خدای (ج)) په هکله دوه نظره شته ددي څخه موخه جبرئيل (ع)، ميكائيل(ع) ، اسرافيل (ع)ا و عزرائيل(ع)، دی چې د صور په لومړی پوکولو نه مړه کیږی بیا وروسته مړ ه کیږی ځینې بیا وایي مړینه د روح او جسد جلا والی دی او یوازې جسد مړ کیږی او ارواح نه مړه کیږی ځکه ارواح هم دآسمانو او مځکې ترمنځ راځې په قرانکریم کې د قیامت په هکله راغلی څو مبارک آیاتونه: دطورسوره ۱۹ مبارک آیت :«( دا الهی عذاب) هغه ورځ چې وخوځیږی آسمان په خوځیدلو سره» د معارج سوره ۸ او۹ مبارک آیاتونه ۸و۹ : «هغه ورځ چې آسمان به لکه فلز (قلعی) ویلي شي اوغرونه به وګرځي وړۍ دنداف وهلی رنګارنګ» د الحاقه سوره ۱۶ مبارک آیت: « هغه ورځ به څیري شي اسمان اوسست به شی اسمان !» د انشقاق سوره لومړی مبارک آیت :«کله چې اسمان څیري شي» د فرقان سوره۲۵ مبارک آیت:« هغه ورځ چې ټوټي ټوټی به شی اسمان لکه وریځي نازلي به شي ملایکې په نازلولو سره» د انفطار سوره لومړی مبارک آیت:«کله چې اسمان څیري شي» د مرسلات سوره ۹ مبارک ایت :«او کله چې اسمان څیري شي» د النباء سوره ۱۹ مبارک ایت: «او پرانستلی څیری به شی اسمانونه شي به دروازی دروازی». د تکویر سوره ۱۱ مبارک آیت:« اوکله چې اسمان د پوستکی په شان وویستلی شي» د انبیاءسوره ۱۰۴ مبارک آیت : «هغه ورځ چې را ونغاړو اسمان لکه نغښتل دسند طومار دپاره د لیکل شویو کاغذونو لکه چې ابتدا کړی و موږ لومړی پيدایښت بیا يي اعاده کوودا زموږ وعده ده او کاملا به هغه اجرا کړو» د زلزال سوره لومړی مبارک آیت:» او کله چې وخوځوله شي مځکه په خوځیدو سختو خپلو سره» د ق سوره ۴۴ مبارک آیت: «په هغه ورځ چې وچوی مځکه لکه دوی څخه په چابکی سره دغه ( ژوندی کول) ټول دی پر موږ باندې ډیر اسان » د حج سوره ۱او۲ مبارک آیاتونه: «اې خلکو! د خدا له (عذاب) څخه وویریږی بیشکه چې زلزله د قیامت ډیر لوی شی دی!، په هغه ورځ چې ووینی تاسو هغه څه هر تی ورکونکی به خپل ماشوم هیر کړی او هر امیدواره به خپل بار (حمل) په مځکه وغورځوی او و به وینې خلک بې هوښه ( له ډیره هیبته ) حال داچې نه به وي په واقعیت کې بې هوښه لیکن عذاب د الله ډیر سخت دی » د واقعه شوره ۴ مبارک آیت:« کله چې مځکه وخوځول شی په شدت خوځولو سره» د کهف سوره ۴۷ مبارک آیت:« ( په یاده کړه) هغه ورځ چې روان به کړو غرونه ؛ او وبه وینې ته مځکه هواره وینئ اورا ټول به کړو دوی پرې به نه ږدو یو تن هم» د مزمل سوره ۱۴ مبارک آیت« په هغه ورځ به مځکه او غرونو وخوځیږی او شي به دا غرونه لکه د شګوډیری روانی شی» د الحاقه سوره ۱۴ مبارک آیت : «پورته به شی مځکه او غرونه نو مات به کړ شی دا دواړه په ماتولو یوه سره» د فجر سوره ۲۱ مبارک آیت: «نه ده داسې او مه کوئ(بدکارونه) کله چې وټکوله ماته شی مځکه په ټکولو ماتولو سختو سره» د تکویر سوره ۳ مبارک آیت : «او کله چې غرونه په خوځښت راشی» د طور سوره ۱۰ مبارک آیت: «روان به شي غرونه په روانیدو سره» د مرسلات سوره ۱۰ مبارک آیت:« کله چې غرونه له ځایه پرې شی» د واقعه سوره ۵ او۶ مبارک آیاتونه :« او وریژول شی غرونه په ریژولو سختو سره نو شي به دا غرونه یوه دوړه خوره کړی شوي» د القارعه سوره ۵ مبارک آیت:« او وبه ګرځي غرونه لکه وړۍ رنګینی شیندلی شوی» د نباء سوره ۲۰ مبارک آیت : «او روان به کړ شي غرونه نو شي به لکه سراب » د طه سوره ۱۰۵ ، ۱۰۶ او ۱۰۷ مبارک آیاتونه: «او پوښتنه کوی له تا نه له غرونو نوووایه دوی تیت او پرک به کړی دغه (مځکه) پروردګار زما په تار په تار کولو سره پس پری به ږدی دا مځکه یو تش ډاګ هوار چې نه به وینی ته په دغه( مځکه) کې تیټ او وچټ والی » -د تکویر سوره ۶ مبارک آیت :«او کله چې بحرونه سیندونه سره ګډ کړل شي» د انفطار سوره ۳ مبارک آیت : «کله چې سیندونه یو دبل سره ګډ شي» د ابراهیم سوره ۴۸ آیت: «هغه ورځ چې بدل به شي دغه مځکه په بله مځکې سره او آسمانونه( به نورو آسمانونو)بدل شي او راوبه وځي(له قبرونو) الله ته چې یو ښه غالب ډیر قوی دی » د یس سوره ۵۱ مبارک آیت : «اوبیا په صور کې پوکې و شي، نو ناچاپه به دوی له قبرونو څخه په لوری د رب په بیړه ورځی!» د ق سوره ۴۱ او ۴۲ مبارک آیاتونه : «غوږ کښيږده هغه وخت چې ږغ وکړی ږغ کونکی له ځای نژدی نه» نوربیا
|