|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

د قیامت راتګ [د پوهنمل محمود نظری ليکنه] چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
پوهنمل محمود نظری   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د غبرګولی ۱۹ - مه
 په قیامت  ایمان  د ټولو ابراهیمی دینونو یو اساسي رکن دی اوپه اسلام کې ایمان په اخیریت  د ایمان پر خدای  او ایمان پر نبوت تر څنګ راغلی دی او ددرو اصلو «توحید»، «معاد»  او «نبوت» څخه یواصل دی چې د هر یوه نفی کول د اسلام د نه منلو مانا لري.
قیامت ته  معاد ویل شوی دی او بیرته ګرځیدل هغه ځای ته دی  چې مخکې هلته و. معاد ته  اهل کلام    حشر هم  وایي او هغه دوه ډوله  بولې یو جسماني او بل  روحاني.
 معاد په خبرو کې د انسان د بیرته تګ فلسفه ده او د هغه انځور داسې دی  چې انسان د مړینې وروسته بیرته ژوندی کیږی او  دحساب او کتاب ورځي ته  معاد  وايي ،چې  نیکو کاران جنت او ګناهکاره دوزخ ته ځي
په قرانکریم او مبارکوحدیثونو کې  د برزخ، قیامت ، جنت او دوزخ وییونه به کرات ا ومرات تکرار شوی دی  او محشر ، جنت او دوزخ دمعاد  شکل ورکونکي دي.
په قران کې د «اخیرت» ويي (۱۰۷) واری او «دوزخ» (۹۴) واری ، «جهنم» (۵۳) واری او د «اور» ویي( ۱۷۵)  هغه اور چې د سزا لپاره کارول کیږی چې ان هغو ته د خوړوپه ډول ورکول کیږی
 په کلی ډول د معاد د په هکله درې انده یا فرضیې شته
الف – لا مذهبان چې د معاد منکر دی
ب – هغه چې  د هغو به اند معاد روحاني بولي او د جسماني معاد منکر دی
ج – مذهبي  خلک چې په جسماني معاد باور لري او وایي هغه ډول چې خدا (ج) انسان لومړی پیدا کړ بیا يي  دوباره هم پيدا کوي.
ټوله الهی دینونه  د دوو موضوع یو د تاریخ ختم اوبل  د نړۍ په  ختم خبری کړی او بشر هم د طبعیت په غوښتنه د نړۍ په  پيل او ختم     چورت وهي یاني د بشر یوه   لویه فکری دغدغه د بشر پای او د مځکې د کرې د ختمیدو سکالو ده  . په دې هکله هر چا خپل دیني او علمي افکار طرح کړی دی او پوهانو په ځانګړې توګه ستورو پیژندونکو  هره ورځ مهم مالومات د نویو اوزارو په وسیله رابرسیره او خلکو ته رسوي د نویو ستورو  اوکهکشانو د پیدا کیدو او له منځه تلو  مالومات ورکوي یا هم د کرې د ټکر د نورو ستورو یا لکۍ لرونکی ستور و سره وړاندوینې کوی یا د لمر د هایدروجن  د ختمیدو یا سړیدو خبري کوي او د خلکو فکرونه يې بوخت کړ ي دي.
قران مجید هم  دبشر دی دغدغی ته پام کړی او هغه ته يې ځواب ویلی دی.  او یو سعادت امیزه او روښانه  پای يي بشر ته انځور کړی دی

د قیامت  د راتلو  مخکې نښې
اَشْراطُ السَّاعَة یا د قیامت  نښې هغه  نښې دي ، چې مخکې له قیامته پېښېږي ، چې دا په دوو ډلو وېشل شوی دی یو یې کوشنی نښې او دویم يې لویي نښې دی

حضرت محمد(ص) فرمایي:  تر هغه  چې دغه لاندې لس نښې ښکاره نه شي تر هغه    قیامت نه راځي:
دود،دجال، دعیسی (ع) نزول، د لمر راختل له لویدیځه، دابه، یاجوج او ماجوج، په ختیځ کې د مځکې ښویېدل، په لویدیځ کې د مځکې  ښویېدل، دعرب په ټاپو کې د مځکې ننوتل او په یمن کې  د اور پيدا کیدل  چې خلک د محشر خواته بیایي.
محمد رجب حمادي الوليد د"كشف المنن" مولف لیکي: د قیامت نښې دادي:
لومړی کوشنی بیا لویي نښې پېښېږي
۱-دتورو جنډو( بیرغو نو )ښکاره کیدل چې د مهدی (ع)  ظهور ښيي.
۲-د فرات د  دسیند لاندې د طلا( تیل؟) د کان پيدایښت او  دهغه په سر دټولو شخړه   چې تر مهدی (ع) تر راتګه به دوام ولري
۳- په ذوالحليفه کې د مځکې ننوتل
۴- منصوره طایفې ( مسلمانان ) ته  چې په  قران کریم اود رسول (ص) په سنت عمل کوی څوک ضرر نه شوای رسولی.
۵- د منصورې طایفې لخوا د مهدی  (ع)په رهبری د  روم فتح ده.
۶- جنګونه اود قسطنطنیې  فتح د مهدی (ع)  د راتلو مقدمه ده
 ۷- د حضرت اسحاق د ځوځاتو  د پوځونو په وسیله چې رومیان دی   د قسطنطنیې فتح د ه
۸-عیسی (ع) له نزول وروسته د مهدی (ع) وروسته لمونځ کول
۹- د  مهدی(ع)  د خلافت تسلیم وه عیسی علیه السلام  ته او د مهدی (ع) مړینه
۱۰-  ددجال  راتګ
۱۱. د جال لخوا د یهودو د دولت لپاره دخلافت د منځه وړلو  غوښتنه
۱۱- دجال لومړی د دینپالي بیا نبوت  اوبیا خدایي دعوا کول او  دټولو ځایونیول   بېله مدینې او مکې
۱۲ عیسی(ع)  ددجال سره جنګیدل او د هغه   پوځونه  له  منځه وړل او پر مځکه د اسلامي شریعت نافذول
۱۳- د یاجوج او ماجوج راتګ ، ورسره  د عیسی(ع) او مسلمانانو جنګیدل اود هغه په دعایاجوج او ماجوج له منځه تلل
۱۴- له لویدیځه د لمر راختل
۱۵- بیا د اور ، دود راتلل ؛ د مځکی ننوتل؛ دکعبې ورانول؛  دمدینې خالي کیدل له خلکو ؛ له سینو  او کتابوڅخه د قران ټولیدل پیښېږی

لویي  نښې دوه ډوله دي:
 لومړی وتلی نښې(دجال، عیسی (ع) ، مهدی (ع)  او یاجوج اوماجوج) راتګ
دویم –  نه وتلی نښې( دلمر را ختل له لویدیځه، د دابه( ځناور) راوتل، ، دود)
 د رسول محمد (ص) په مبارکو حدیثونو کې دا لاندې  نښو ته هم نغوته شوې ده
۱- د نااهلو خلکو مفتي کیدل ، واک او مهم کارونه د پستو خلکو په لاس کې کېدل
۲-له ناکسو او رذیلانو څخه د علم طلب کول
۳-د وخت بې برکتوالی (کال لکه میاشت اومیاشت لکه ورځ...)
۴- د بخل زیاتوالی، د نفسونو بخیلي
۵-، ناحقه قتل او قتال کول، قاتل نه پوهیږی ولې قتل کوی او مقتول نه پوهیږی  چې ولې وژل کیږي
۶-دعلم لږوالی د علم ټولیدل، د جهل خپریدل
۷- د فتنې ډیروالی (فتنه یوه عربي کلمه ده چې  د خلکو تر منځ اختلاف، او په اصطلاح بد کار،  کفر او ګناه ته وایي. )
 ۸- د زنا ډیروالی
۹-  دنارینو لږیدل :پینځوسو ښځو ته یو نارینه رسیدل
۱۰-د سود حلال ګڼل
۱۱- شرابو د څښلو ډیریدل، په شرابو نور نومونه ایښول او هغه حلال ګڼل
۱۲- نیکي  نه کول د شر او بدي هڅه کول
۱۳-د مسجد په  تزیین  فخر کول او جماعت ته نه تلل
 دمسجد له مخي  بېله  لمانځه تیریدل، مسجد د تلو او راتلو لاره کیدل
۱۴- یوازی هغو ته چې اشنا دی سلام اچول
۱۵-د تجارت  ډیریدل
۱۶- په تجارت کې  د نارینو سره د میرمنو  مرسته
۱۷- د صله رحمی قطع کیدل
۱۸- له  قلم څخه په فساد  کې کاراخیستل
۱۹- دوالدینو سره  لکه د نوکرانو چلند اوبې احترامي کول
۲۰- مینځه خپل بادار زیږول
۲۱- لوڅ سراو لوڅ پښو خلک ځانوته  د قصرونه جوړول
۲۲- د سپین ږیري  سر تور رنګول
۲۳- مسلمانان په ربړونو اخته کیدل
۲۴- مسلمانانو د  ملک او مالونو تاراج لپاره یو بل ترغیب  او دعوت ول
۲۵- د قبر د څنګ  څخه  د تیریدو په وخت کې ویل  ای کاش زه ددی قبر د خاوند پرځای وای( دادډیره ظلم او شکنجې له کبله)
۲۶- د دیکتاتورو رژیمونو حاکم کیدل
۲۷- د ناګهانی مړینو زیاتوالی
۲۸-د داسو پولیسو پيدا کیدل چې له سهاره تر ماښامه کارونه  يې  د خدای(ج) د خښم لامل ګرځي
۲۹-  دیوه ورځي سپوږمی لکه د دوو ورځوما لیدل
۳۰- د عرب جزیره شنه او شادابه کیدل
۳۱- دینداري دومره مشکله کیږي چې د خیر او صلاح اهل  د مړینې خواست کوي.
۳۲- رښتیا رښتیا خوب لیدل
۳۳-لویان کوشني او کوشنیان  لویان کیدل
۳۴- له قیامت څخه مخکې فتنه واقع کیدل هغه لکه شپه توره ده  په هغه ورځو کې سهار څوک مسلمان  او دشپی کافر کیږی دشپې مسلمان وي سهار کافر  وي هغه چې په فتنه کې لږه برخه لري  حال به یې ښه وي
۳۵- د خلکو عمل به لکه هابل شي  یانی قابل هابل مړ کړ هغه هیڅ مخالف ونه کړ
۳۶- دین د دنیاوی ګټو لپاره پلورل
۳۷- په  سنت اعتقاد نه لرل
۳۸-  دعالمانو ورکیدل د امرانو ډیر یدل
۳۹- علم د دنیا لپاره زده کول نه د خدا لپاره
نوربیا
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.