|
ابن عباس د «حجةالوداع» داستان داسې روايتو ي:
رسول (ص) د کعبې شریفې د خونې د وره کړۍ ونیوله مخ یې زموږ خواته کړ او ويي ویل: : آيا تاسو له «اَشْراطُ السَّاعة» څخه خبر کړم؟ سلمان چې په هغه ورځ کې رسول (ص) ته تر ټولو نژدې و عرض وکړ: هو د خدای رسوله! د قیامت د نښو په هلکه يې وفرمایل :په لمانځه کې سستي، دشهوت پیروي، هواپرستی ته تمایل ، د شتمنو درناوي او په دنیا د دین پلورل ، په هغه وخت کې به د مومن زړه په بدن کې اوبه کیږی لکه مالګه چې په اوبو کې ویلي کیږي . دا ټولې بدۍ به ویني خو د هغه د بدلون توان به نه لري سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ ځواب يې ورکړ : هو، قسم په هغه ذات چې ځان مې د هغه په فرمان کې دی!، هغه مهال به ظالېم واک لرونکی اوفاسیق وزیران ،ستم کاره کار پوهان او خایین آمران به پر خلکو حکومت کوي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ ځواب يې ورکړ : هو، قسم په هغه ذات چې ځان مې د هغه په فرمان کې دی! هغه مهال به بدرنګي، ښایست اوښکلاوي بد رنګه شي ، امانت به خیانت کار ته وسپارل شي، درواغجن به تاییدیږی او رښتیا ویونکي به تکذیږی سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږی؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يي په فرمان کې دی په هغه مهال به حکومت د ښځو په لاس کې وي ؛ د مرییو سره به مشوره کیږي .ماشومان به پر منبر ونو کښيني . درواغ به (ظرافت)، زکات به (غرامت) بیت المال به (غنیمت) ګڼل کیږی، خلک به د خپل مور او پلار سره بدچلن کوي او د دوستانو سره به نیکي کوي او لکۍ لرونکي ستوري به په آسمان کې لیدل کیږي. سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسی کیږی؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی. هغه مهال به ښځه د میړه سره په تجارت کې شریکه وي ( دواړه به بهر کار کوی) اورښت به لږشي، د کرم خاوندان به خسیس او مفلسه خلک به خوار وګڼل شي، هغه مهال به بازارونه سره نژدې شي یو دوکاندار به وایي شی مې نه دی پلورلې او بل به وایي ګټه مې نه ده کړې، ټوله به د خدایه په شکایت او مذمت خوله خلاص کړی وی سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږی؟: رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی. هغه مهال به داسې کامونه حکومت ته و رسیږی چې خلک په خبرو وژني او که چوپ پاته شی هر شی به يې مباح ګڼل کیږي دهغو مالونه به غلا کوي، احترام به يې تر پښو لاندې کوي او وینه به يې تویوي! زړونه به د دوښمني او وحشته ډک وي ، ټول خلک به ویریدلي ، وهم نیولی او مرعوب وینې!. سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیاداسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی. هغه مهال به یو شی ( قانون )له لویدیځه او بل له ختیځه راوړي زما امت به هردم خیاله شي .وای دي وي په هغو چې زما په ضعیفو امتونو ظلم کوي او وای دي وي دخدای د عذابه پر هغو ،چې نه په کوشني رحم کوي او نه د لویانو درناوی کوي اونه ګناه کار بښي، بدنونه به يې لکه د انسانانو وي خو زړونه به یې د شیطانانو وي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی. هغه مهال به نارینه په نارینه قناعت وکړی او ښځې په ښځې او پر زامنو به رقابت سره کوی هغه ډول چې په خپلو کورنیو کې د انجنو لپاره کوي !نارینه به ځان د ښځو او ښځې به ځان د نارینوو په څیر وي !ښځې به پر زین سپریږي( خود نمایي به کوي) دخدای لعنت دی پر هغوی وي! سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی .هغه مهال به مسجدونه ښه سینګاریږي لکه د یهودو او نصارا چې خپل معابد سینګاروي ! قرانکریم به سینګار یږي خوعمل به نه پرې کیږی، د مسجد مناری به اوږدی شی او د لمانځه کوونکو صفونه به ډیری شی؛ زړو نه به د یوبل دوښمن وی او ژبه به ډول ډول وی سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیاداسې کیږی؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی. هغه مهال به زما د امت زامن د زرو په ګاڼو ځان سینګاروی او د ورېښمو ،حریر او دیباج کالي به اغوندي او د پړانګ له پوسته به کالي جوړوي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی هغه مهال به ښکاره زنا کیږي ،معاملې به په رشوت او غیبت اجرای کیږی ،دین پرېښول کیږي او دنیا خوښیږي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیاداسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی هغه مهال به طلاق زیاد شي ،دخدای لپاره به څوک کار نه کوی .خدای ته ضرر رسولی نشي( ځان ته زیان رسوی) سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیاداسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې فرمان کې دی! هغه مهال به ښځې سندرغاړی شي ، د لهو او موسیقي الات به ښکاره شي او شریر امت به مې دهغې خواته ځي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! ایا داسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی هغه مهال به زماشتمن امت د تفریح لپاره ،منځنی امت د تجارت لپاره او فقران به د ریا او تظاهر لپاره حج ته ځي، او داسې کامونه به پيدا شي، چې قران د خدای نه غیرعبادت کوونکو ته ور زده کوي او په هغه لکه لهو ( د بازی شیان) کاروی داسې خلک پيدا کیږی چې ددین علم غیر له خدایه د دنیا لپاره زده کوی، حرامونی ډیریږی، قران د غنا یا دنیا لپاره لوستل کیږی او د دنیا لپاره یو بل سره سیالۍ کوي، سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی!. په هغه مهال دحرمت پردې څیریږي او ګناهوي ډیریږي.بدان پر نیکانو مسلط کیږي،درواغ زیاتیږي او لجاجت ښکاره کیږي، فقر ډیریږي خلک به په کالو فخر کوي، بې وخته به باران کیږی.قمار او د موسیقي الات به جالب ګڼل کیږي امر په معروف او نهی له منکره به بد ګڼل کیږي، مومن به تر ټولو خوار شي. د قران کریم قاریان او عبادت کوونکی به د یو بل بد وایي او د آسمانو ملکوت به هغه پلید خلک وبولي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا داسې کیږي؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يي په فرمان کې دی هغه مهال به شتمن پر فقر رحم نه کوي ان که یو حاجت مند په یو جمعت کې ودریږی او څه وغواړي هیڅ څوک به هغه ته څه ور نه کړي سلمان وپوښتل: اې دخدای رسوله! آیا دا امر کیدونکی دی ؟ رسول(ص) وفرمایل: هو قسم په هغه ذات چې زما ځان يې په فرمان کې دی هغه مهال به«رويبضه» خبری وکړی سلمان وپو ښتل پلاراو مورمی ستا قربان شی ای رسول الله «رويبضه» څه شی ده؟ ويي ویل: هغه څوک د محروم په هکله خبری کوی چې هیڅکله یې په دی هکله څه نه ویل (هغه څوک خپل نظر وایي چې هغه ته د نظر ورکولو وخت نه ورکیده) په دې مهال به ناببره د مځکې یو چغه پورته شي هره ډله به داسې ګڼي چې دا چغه د هغو له سیمې څخه راوتلې ده، بیاڅه وخت په همدې حال پاته کیږي ،بیا مځکه سوری کیږي او خپل د زړه ټوټې راباسی ویي فرمایل : زما موخه سره او سپین دی. بیايې د مسجد ستون ته په لاس اشاره وکړه او يي ویل: لکه دا، او هغه مهال به نور سره او سپین به درد نه خوري . [او د الله فرمان اجرا کیږی]. دا ده د خدای (ج) د خبری مانا: «فَقَدْ جاءَ اَشْراطُها»
|