|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د تراويح لمونځ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
حمدالله شاکری   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د وږی ۰۵ - مه
د تراويح د لمانځه فضيلت

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :

من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری )

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .

عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن

- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه ) 
ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي  :

چې رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی  دي  نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی  لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي . 

د تراويح  معنی  :

د رمضان په مبارکه مياشت کې د فرضو او سنتو نه ورسته او د واجبو نه مخې چې کوم لمونځ ادا کيږي هغه ته په شريعت کې تراويح  وايې  ، د تراويح  لغت  معنی آرام او راحت دي  څرنګه چې له هرو څلورو رکعتو لږ شان آرام کيږي ددی وجې  دې لمانځه ته تراويح وايې .

د تراويح د لمانځه حکم :

د تراويح لمونځ  په نر او ښځه سنت مؤکد دی ښځې به يې په کور کې ادا کوي او سړي  په جماعت کې  په کوم کلی يا محل کې چې  هيڅ  څوک هم په جَمعی سره ادا نه کړي  نو په ټول کلی به ملامتيا وي .

پدی لمانځه ځکه ډير تاقيد شوي دی  چې د اسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم  خو چې د خپل امت د نجات لپاره څومره هلی ځلی کړی  دی  له هيچا هم پټې نه دي  په روژه کې د نفلو لمونځ د فرضو برابر ثواب لري . 
نبی صلی الله عليه وسلم  خپله هم د تراويح لمونځ کړی دی او اصابو کرامو رضلی الله عنهم  ته يې هم  د تراويح  د ادا کولو حکم کړي دی .

کله چې  محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د تراويح لمونځ کولو د لمونځ کونکو تعداد به بې حده ذيات ؤ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمونځ کونکو شوق او زوق وليدو ويې فرمايل زه يريږم  چې دا لمونځ پر تاسې فرض نشي .

ورسته  صحابه کرامو د تراويح لمونځ  په مختلفو رکعتونو کې په جماعت او يواځی ټوګه کولو تر هغه چې حضرت عمر فاروق رض  د خلافت په دور کې ۲۰ رکعته  په جماعت سره  وټاکلی  د ټولو اصحابو کرامو  په اتفاق  همدارنګه د امت د اکثرو فقهاؤ پدی ۲۰ رکعته اتفاق دی .

په تراويح  کې د قرآنکريم يو ځل ختم سنت دی

خو قرآن داسې لوستل پکار دی  چې صحی ادا شي ، همدارنګه دومره لوستل يې پکار دی چې د لوستو حق ادا شي او هم پر خلکو بار نشي  خلک یې  په پوره اخلاص او شوق واروي

ځکه چې د فرضو لمونځونو په جماعت کې د مختصروالی حکم شوی دی  دا خو سنت دي  
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.