|
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو لوستونکو د اسلامې ښوونې مينوالو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
نن عصر کې د رسالت سلسله ختمه شوی ده دستر څښتن (ج) او مخلوق تر منځ د ارتباط وسيله يواځې قرآنکريم دی ، نن د فتنو عصر دی د فتنو او ګمراهۍ څخه د نجات لاره يواځې قرآن او سنت دي .
هر مسلمان بايد تر خپله وسه د قرآنکريم او سنتو ضروري زده کړې وکړي او که د قرآنکريم په معنی نه پوهيږو نو بايد حد اقل خويې د تلاوت په طريقه پوه شو .
دتجويد علم پر مسلمان نر اوښځه فرض دی د همدی ضرورت پر بنا مو د نړي معتبر مراجع دقيق مطالعه کړل او وروسته مو د تجويد علم د ټولو ننه او بهر افغانانو لپاره د انترنيټ له لاری خپور کړ ترڅوپه آسانی سره د خپلې نکرۍ ترڅنګ له هغه څخه استفاده وکړي .
ددی لپاره چې د زده کړی د چانس ساحه يې نوره هم پراخه شي د آن لاين آزموينې لپاره مو چمتوالی نيولی دی .
تر څو هغه وروڼه چې په تجويدکې ماهر وي خوشحاله او ډاډمن شي اوهغه چې زده يې نه وي ورفکر يې شي او دزده کړي او عملي کولو کوښښ يې وکړي .
د دغه آزموينې لپاره کومه جائزه څه شی په نظر کې نه دي نيول شوي ځکه دغه خو دخدای ج کلام دی چې د داسې کسانو ناز يواځې همغه سترچښتن ج اخستی شي اوبس زمونږ خو څه په وس کې نشته .
نورستاسی خوښه چې کډون پکې کوی اوکه نه .
مونږ د تاسې په خدمت يو او د راتګ مو هرکلی کوو.
http://dawat.katib.org/
|