په هره زمانه الله (ج) دانسانو داصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دی چې ورستی او خاتم النبين پيغمبر حضرت محمد (ص) دی .
ولی تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځی ؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:
۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي او دې ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندی شي .
۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
۳- چې دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري .
نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .
نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي .
همغه د محمد رسول الله (ص) دوخت تعليمات په ټوله نړی کې داسې روان دي چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص) ژوندی دی .
نو ثابته شوه چې د پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی .
د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص) امت غوره د امتونو دی .
قوله تعالی :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب (ج) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي )).
دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي غالباً حکمت په وينا کې چه علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي .
ابن زيد حکمت داسې تعريفوي : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف دعوت سبب شي اويا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دي .
په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دي .
د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي دهغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .
(وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او د داعی دعوت قبول کړي .
(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .
دعوت به د حکمت په طريقه تر سره کيږي یعنی د دعوت شرط حکمت دی د حکمت لپاره دکترصالح بن عبدالله بن حميد په خپل کتاب مفهوم الحکمه فی الدعوه کې دحکمت شرايط يا د دعوت شرايط داسې بيان کړي :
ددعوت شرطونه :
۱- تقوی : دتقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو انجامول اود ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .
کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي دپوهی او ادراک قوه يې لوړيږی او الله تعالی (ج) دده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .
قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴).
د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده د اسلامې امت داعی د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .
د داسې کس په اړه سخت وعيد دي
حديث :
۲- اخلاص :
يعنی د دعوت نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .
داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته دعوت کوي ،يعنی ددی پرځای چې خلک د الله (ج) دين ته دعوت کړي خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .
دا ډير تباه کونی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لری الله تعالی (ج) دې مونږ تری وساتی .
۳- علم :
قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ (يوسف ۱۰۸) بل شرط د دعوت لپاره علم دی قوله تعالی :
حسن بصری رح پدی اړه وايې : عمل کونکی بدون له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې ورکه کړي وي .
۴- تواضع :
ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړ لو ته تواضع وايې .
تواضع د خدای ج د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق(رض) هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه د دټيټی مرتبی مسلمان هم د خدای ج په نزد لوی او محترم دی .
اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي .
۵- حلم :
حلم د قهر او غوصی په وخت کې د نفس کنترولوته او عقل نه کار اخيستلو او دغفوی او بخشش لاره غوره کولو ته وايې .
چې د يوه دعوتګر لپاره آساسی شرط ګڼل کيږی ځکه دعوت ورکونکو هدف د زړونو لاس ته راوړل او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .
حضرت علی (رض) زړه د يوه حيوان سره تشبح کړی چې يوازی په نرمی رام کيږي او بس .
دحضرت جابر (رض) نه رواِت چې رسول الله (ص) وفرمائيل : چې الله تعالی (ج) جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلی ټولی آبادی په بل مخ کړه ، جبرائيل عرض وکړ چې پدی کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د ستګی د رپ په انازه يې هم ستا نافرمانی نده کړی دالله (ج) دطرف نه حکم وشو چې دغه آبادی سره ددغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يوساعت د پاره هم ددغه بنده مخ زما له وجې متغير شوي ندی (البیهقی فی شعب لاایمان).
دحضرت عرس بن عميره (رض) د رسول الله (ص) نه روايت کوي چې هغوی ص وفرمائيل :
چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نوچه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدی ګناه راضی وي نوهغوی د هغی خلکو په په شان دی کوم چه دغه ځای کې اوسی ( د دوی په کناه کې به شريک وي ).
که الله ستاسو د لاس يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پريوزی غوره دی ( طبرانی ) .
کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .
او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .
او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).
د دعوت فضيلت او دمسئوليت د نه احساس وعيد
دروژی په مناسبت اسلامې امت ته د ډاډګيرنی پيغام
دروژی لنډ او مفصل بيان
جهاد دڅه لپاره ؟
دجهاد احکام
دجهاد فضايل
دمجاهد صيفات