|
شکرالله طاهري
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۲۰ - مه |
|
:یوسړي دخپل ښځې دبدسلوک څخه ډیر په تنګ راځي،آخر داسې پریکړه کوي چې ځان ووژني. یو ورځ ماښام لمونځ نه پس کله چې خلک بیرته خپلو کورونو ته روانیږي سړي دجومات کوهې ته ټوپ وهي. دیوځوان طالب فکر ورته کیږي او په بیړه سره نور طالبان مرستې ته راغواړي. یوګاونډی هلک هم په منډه منده دسړي ښځې ته خبرورکوي چې میړه دې ځان وواژه. ښځه هم دزهرو بوتل جګوي اوپه خوله یې اړوي ، تردې وخت نور ګاونډیان هم خبریږي ګاونډیان کوشش کوي چې ښځه روغتون ته یوسي، خوښځه نه غواړي چې روغتون ته لاړه شي خلک داسې فکر کوي چې دمیړه سره يې ډیره مینه وه نو ځکه نه غواړي چې دمرګ څخه بچ شي .خو شیبې نه پس ښځه بیا په چغو شي او همدا وایي: مه مې ژغورئ مه مې ژغورئ زه به حتمي ځم ورپسې والله که رانه هلته هم آرام وکړي.
|