|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

لنډه کيسه:: نامعلوم وسله وال / انوارالحق يرغل چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
انوارالحق يرغل   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د ليندۍ ۱۲ - مه
      کريم دکوکنارو دبندېدو له امله دېته مجبوره شو، چې له کلي ښارته دمزدورۍ  لپاره لاړ شي، خپلې دکار جامې او نور څه چې يې لګېده له ځان سره په يوه بوجې واخيستل، اودښار په لور روان شو.، يوه اونۍيې دښار په هغه څلور لاري کې په دې تمه تېره کړه چې دده په څېر په کې په سلګونو غريب اوا وزګار خلک په دې تمه له سهار ترماښامه ولاړ وي، چې څوک به راشي او له ځان سره به يې مزدورۍ ته بوځي؛ خومزدوري ورته پيدانشوه، څه پيسې يې چې له ځانه سره له کلي راوړې وې ټولې ترې ولګېدې، بس دومره وسره پاتې وې چې بېرته پرې کلي ته ځان ورسوي،. په ډېرې نهيلۍ بېرته دکلي په لور روان شو، کلي کې نورټول ځوانان هم وزګار ګرځېدل، دکوکنارو دبندېدو وروسته هېچاته هم دبل فصل کرلو خوند نه ورکاوه؛ ځکه دومره ګټه يې ورته نه کوله، دکلي نر و،او په تېره ښځو به حکومت ته همداخېرا کولې(( خداى(ج) دې داحکومت پرې چپه کړي.))

      ،(( خداى(ج) دې دادکافرو دلاس لاندى مشران له مونږ نه واخلي)) چابه څه ويل او چابه څه، شپې او ورځې تېرېدې، يوه ورځ له کومې راډيو اعلان وشو، چې که څوک غواړي دملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کړي؛ نو له پلانکۍ ورځې دې تر پلانکۍ ورځې په پلانکي ځاى کې نوم ليکنه وکړي،. کريم او دکلي نورو ډېرو وزګارو ځوانانو دخبرتيا له اورېدوسره، ځانونه په ټاکلې ورځ ټاکلي ځاى ته ورسول،. او نوم ليکنه يې وکړه،.څو ورځې وروسته کريم او دکلي نور ځوانان دمياشتې په پينځه زره افغانيو له حکومت سره دملي اردو دسرتېرو په ډول په کار پيل وکړ،. اوس نودکلي ټول خلک خوشحاله ول، چې وزګارو بچيوته يې کارپيداشو، کريم به په څلورو،پينځومياشتوکې يو وار ټول معاش اخيسته،اوکور ته به راته، د هغه مور او پلارپه لومړيو ورځو او شپو کې دهغه دندې ته  ډېرخوشحاله وه؛ خووروسته وروسته کله چې به يې په راډيو کې دملي اردو دسرتېرو دمرګ، ژوبلې خبر اورېده ، بيابه پکې ساه نه وه. مور او پلار ته به يې دکريم د دندې دپرېخودلو سوچ ورغى؛ خو لږ شېبه وروسته به خپله غرېبي ورته په مخکې ودرېده، خواران به بېرته په خپل هوډ پښېمانه شول.، په فوځي ډګرکې دکريم ددندې څلور کاله و شول.، دهغه رتبه او تنخواهم له پخوا ښه شوې وه،.دکريم مور اوپلار هغه ته دکور ودانولو په لټه کې ول،. په ټول کلي کې يې داسلم کاکا لور خوښه شوه، دکريم پلار څو،څوواره اسلم کاکا کره ورغى،او دکريم او مريم درشتې خبره يې ورته ياده کړه.، ترڅو واره ورتګ وروسته يوه شپه سره سلا شول ،او اسلم کاکا ورسره خبره ومنله.،

دکريم پلار په ډېرې خوشحالۍ خپل کورته لاړ، او هغه دچاخبره له خوشحالۍ په جامو کې نه ځايېده، په همدې خوښۍکې يې جېب ته لاس کړ، ټېلفون ((غوږى)) يې ددې لپاره راووېسته، چې کريم ته زيرى ورکړي، په ډېره بيړه يې دهغه دټېلفون شمېره ډايل کړه او زنګ يې ورته وواهه، دټېلفون د(او کې) کولو سره يې پلار پرې په ډېره خوشحالۍ ورغږ کړ، کريمه زويه ! زيرى مې درباندې، زويه مبارک دې وي، دکريم پلار په همدې خبرو کې و،چې خبرې يې چا ورپرې ،کړې او په ټېلفون کې کوم پردي سړي داسې ورته وويل: ماما جانه ! زه کريم نه يم، دلته زمونږ په کلي کې نامعلومو وسله والو څوتنه دملي اردو سرتېري وويشتل او مړه يې کړل.، ديوه مړي په جيب کې دا موبايل کړنګېده، چې ما( اوکې )کړ. 

انوارالحق يرغل 
ننګرهار 
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.