|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

شين خالۍ [دريمه برخه] چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سميع الدين افغاني   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د مرغومی ۰۸ - مه
د شين خالۍپلاردکورترڅنګ  يــوه ښکلې بـــڼ جـوړ کړی ؤچــي دکــلي دلوېې بيــالې څخه ېې يوه وړه بياله ورته  ويستلـې وه کوم چې دهغې نه به ېې د بــڼ  دحاصـلاتودخـــړوبولولپاره استفاده کوله اوهمدارنګه دباغـچې په مينځ کې ېې دابــوپکی درولــې وه کـوم چـې ددې بيــــالې په اوبوڅرخيده
چې دهغه  د پاسه ېئ داغزو کوټنی جوړه وه نو چې کله به يې  داغزوپه کوټنی اوبه وشيندلې، پکي   به مرتوبه اوتازه  هواهرې خوا شـړله چې په اوړي او ګـرمۍ کې د ناستی اودګرميوڅخه دخلاصون  مناسب  ځای ګڼل کيده ٠

په  بـــڼ کې رنګارنګ ګلان لکه سره او سپين ګلاب ، نرګس ، شبو ،رامبيل ، چمبېلي، کشمالې او نورو ښايسته ګــــلانوسر بيره ترکارۍلـکه تــــور بادنجان ، بينډۍ ، رومي بادنچان ، پالک ،  ملۍ ،نوش پياز ، ترائي او ډير نورمختلف حـبوبات او د کور ضــــرريات کـــرل چې زيړګل به دهـغو څخه  څارنه کوله ٠

زېړ ګل ددرس او تعليم تر څنګ د تره سره د کرنې اومالـدارۍ په برخه کــې پوره لاس ورکاوه ، هغه چې کله بــه د ښوونځۍ څخه فــارغ شونـــوځمکودخــــړوبولـــو او دڅارويــوپه روځنې بـه بوخت ؤ  ٠

زيړ ګل د زميندارۍ په بـــرخه کې د تره سره اوږه په اوږه کار کوه  ، د مځکې په اړولولکه ماله ، قلبه او ابولګولو کې ېې  دبــزګر سره مرسته کوله ٠

شين خالۍ چې پـه خپل سينګار مينه وه يو ورځ زيړګل ته چـــې د باغچې په سمبالو بوخت وه داسې وويل٠
زيړګله ديره مده وشوه چې د بنجاري پته نه لږېږي  ٠
زيړ ګل چې په باغچې کې په خپل کار بوخت  ؤ  شين خـالۍته ېې  وکتل او بيرته په خپل کار بوخت  او په جواب کې ورته وويل ٠
 بيا د ې دکوم سينګار شوق په سر کې راغلی دی  ٠
شین خالۍ په جواب کې ورته وويل٠
 ته نه ګورې چې ليچې مې تشی  دی او زه د زرګر ددوکان نه د نو جامو لپاره پاولي غواړم  ٠

زيړ ګل سر ورته وښوروه او ورته يې وويل٠
سمه ده سبا له خيره د مور نه دی اجازه اخلم د زرګـــر دوکان له دی بيايم او بيرته په خپل کار بوخت شو ٠
زيړ ګل ته د شين خالې د ا هيله ډيره خوندوره وبریښیده او له ځانه سره ېې داسې زمزمه کوله ٠

مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان
خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

سبا کله چې زيړ ګل د ښوونځی  څخه راستون شو نو دشين خالۍ پلار د روغبړ نه وروسته  ورته داسی ويل٠
زيړګله ځويه  !
زه د يو ضرور کار لپار ه ښار ته روان يم او نن ځموږ د اوبو وار دی هيله ده چې د بزګر سره د ابو په لګولو کې مرسته وکړې او پام دې وې چې څاروی هم درنه وګي يا تږي پاته نشې ٠

زيړګل چې د شین خالۍ سره د زرګر ددوکان وعده کړې وه او دبلې خوا د تره دخبری نه تيريدل هم ورته ګر انه وه  په جواب کې ورته ويل ٠
سمه ده تاسو بيغمه اوسې  زه کارونه سمبالوم ٠

شين خالۍ چې د پلار او زيړ ګل خبری واوريدې خوابدی بیرته د کلا انګړ ته ننوتله زيړ ګل د شين خالې په ټنډه پوه شو ورسته  ېې ورته وويل٠

 شين خالۍ ته  مروريږه مه، سبا به له خيره وخته تا د زرګر دوکان له بيايم ٠

کله چې ماښام زيړ ګل د کارو څخه فارغ شو نو د کاکا ناوې نه  چې زیړ ګل  به دمور مينه پری ماتوله دسباورخې دشين خالۍ دزرګرددوکان  دتـــګ اجازه واخيسته اوسبا دواړه د زرګر دوکان په لورې روان شول چې په لاره کې زيړ ګل د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠

اشــــنا  ځما نه مرورده
د لاس بنګړی می خوږ اشنا په  بی صبری غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

نو کله چې دزرګر دوکان ته ورسیدل نو زيړګل زرګرته داسې اظهار وکړ ٠

زرګره نقد ی روپی واخله
مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل  مرزی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

ورسته بيا  زيړګل په ډیره مينه داسې زمزمه کوله ٠

بنګړی دیارپه لاس کی خوند کړی
په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

ما هم د زيړګل د زړه خـــبری د شعر په ژبه پيــــل او محترم صدیق شباب ته د يو ښکلې کمپوز لپاره ورکړ چې نن سبا به داښکلې کمپوز زموږ د هيوادوالو د توجه وړ وګرزي چې شعر ېې په لاندې ډول دی 

شنه بنګړی
مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان
خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

اشنا  ځما نه مرور ده
د لاس بنګړی می خوږ اشنا په  بی صبری غواړی
سپینی لیــــچی تشی ګــــرزی
لیلا ځمانه شنه بنګړی غواړی

زرګره نقد ی روپی واخله
مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل  مرزی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

بنګړی د یار په لاس کی خوند کړی
په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

*** ****** ***
سميع الدين افغاني
  ٢٤  -١٢  -٢٠٠٩
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.