|
دماسپـښين له سبكه وروسته مي سپاره په بغل كي نيولې كورته راغلم . انا پر لمانځه ناسته وه سپاره مي په تاخچه كي كېښوده چي راوتلم انا د لمانځه مسله ټوله كړه راباندي غږ يې كړ:
زويه چېرته ځې؟ چي منډه دي اخستي ده ؟ - كلي ته ځم . - كلى پرېږده راځه چي د درانۍ توړۍ كره دي ولاړ سو. دا څو ورځي پوښتني ته نه يم ورغلې. زه هم خوشاله شوم ځكه چي درانۍ توړۍ نازولم كله به يې په كوچو ډوډۍ راغوړه كړه كله به يې ګاړه راته كېښوده. د اوږده كميس په اوږده جېب يې زه روږدى وم چي خيرني پتاسې به يې پكي اچولې وې. تر لاس يې ونيولم دواړورغلو. په سراى چي ورننوتلو درانۍ توړۍ دېګ په لاس كي د غوا سره ګېډۍ- ګېډۍ كيږي. يوې نږندي يې د غوا پړى نيولى بلي له مخ سره ګوړه ګى نيولى و. لمسي يې ورته ګرځېدل . درانۍ توړۍ پر نږورغږ كړ: ګلۍ كلكه يې ونسېږه دغمګي غوا يې كړې ټولي شېدې يې راواړولې. څه ټكه پر ولوېده چي نه درېږي. غولانځه يې ګوره يوه تڼاكه ولاړه ده . - ادې پخوا سمه غواوه له دې واري چي لنګه سوه دا پېرې يې زده كړې دي له چنار ګلي يې هم څو واره دېګ واړاوو. دوى په دې خبرو كي وو چي انا پر غږ كړ: وه درانۍ څه نارې دي جوړي كړې دي په درو ښځو يوه غوانه سئ لوسلاى. انا زمانه اخېره شوه ښځي ټولي ښويكۍ سوې يوه غوا نه سي راته نيولاى . - دا خو ولايتي غوا ده پر هره ښويكۍ نه درېږي ته يې ولي په نږندو لوسې خپله څه بلا وهلې يې . د ښادۍ انا يې كړې نور كله مي په خپله لوسله له دې واره مي ګلۍ ته پرې ايښې ده هغه ده چي سمه غوا يې لېونۍ كړه پر ما هم نه درېږ ي . د غوا سترګي راختلې وې تور سوڼكى يې جوړ كړى و چي ورنژدې به شوې لكه امريكايي عسكر پورته- پورته به غورځېده. ځانته يې نژدې څوك نه پرېښود. غوا چي به دېګ وليد پر ور سوڼ بې واهو يوه بې تر بله تېره كړه . انا ورنژدې شوه چي وې ليدل غوا پر بل حال ده دستي يې ورته وويل: درانۍ زړه سوې پوه نه سوې ورسه ګلۍ يوه ډوډۍ راوړه . ډوډۍ يې راوړه غوا ته يې ونيوله سوڼ يې وهله ماته يې مخ راواړاوو: زويه ورسه داډوډۍ واخله په حجره كي لوى طالب ته وايه غوانه درېږي دم يې كړه د محراب څو ډبري هم راوړه په منډه راځه . ډوډۍ مي په منډه طالب ته وروړه دم يې كړه راته وې ويل : انا ته وايه شكرانه يې يو كټو شيدې دي دا ډوډۍ وركړه كه ونه درېده بيا نو ووايه . ډوډۍ مي انا ته وركړه ورتېره شوه غوا ته يې ونيوله اول يې برګ برګ ورته وكتل وروسته يې سونډك پر وواهو وې خوړه څو واره يې سوڼ واهو انا ورته وويل : درانۍ ورسه اوس تر لاندي سه چي درېږي كنه . درانۍ توړۍ سوكه سوكه ورغله د اېش اېش له نرمو خبرو سره يې دېګ تر لاندي كړ غوا پښې سره پراخي كړې ودرېده. ځېږه ژبه يې پر سوخندركي راتېره كړه .
پاى رحمتي ګيلانوال
|